افغانستان

لغمان او بغلان کې چاودنې شوي

نن ټکی آسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳): د لغمان ولایت په مرکز مهترلام بابا او د بغلان په پلخمري کې دوو جلا چاودنو ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د تفصیلاتو سره سم په بغلان کې چاودنې ۳ پولیس او ۱۲ ولسي وګړي ټپيان کړي دي. د بغلان ولایت امنیه قومندان جاوید بشارت وايي چې چاودنه تېر ماښام د پلخمري په بند دوم ښارګوټي کې رامنځته شوه.

د نوموړي په وینا په پېښه کې یو پولیس افسر او ۲ نور سرتیري ټپيان شويدي.

بلخوا د لغمان ولایت په مرکز مهترلام بابا کې چاودنې یو کس وژلی او ۱۴ نور يې ټپیان کړي دي.

د لغمان ولایت ویاند سرحدي ځواک وايي چې چاودنه نن سهار ۹:۳۰ بجې په یوه منډيي کې رامنځته شوه.

د ځواک په وینا په پېښه کې یو کس وژل شوی او ۱۴ نور ټپیان دي.

د دواړو پېښو مسئولیت تر دې مهاله چا په غاړه نه دی اخیستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x