افغانستان

د امریکا ترڅنګ ناټو هم له افغانستانه د عسکرو ایستلو بهیر پیل کړ

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۹ غوايي، ۱۴۰۰ل): امریکايي او ناټو چارواکو له افغانستانه د خپلو وروستیو عسکرو د ایستلو د بهیر پیلولو څخه خبر ورکړی دی.

فرانس پرس خبري آژانس د ناټو چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې د یادې ټلوالې غړو هېوادونو له افغانستانه د عسکرو په ایستلو پیل کړی دی.

په ورته مهال الجزیرې تلویزیون د سپینې ماڼۍ په حواله خبر ورکړی، چې له ناټو سره همهاله پنټاګون هم له افغانستانه د پاتې امریکايي عسکرو په ایستلو پیل کړی او په دې اړه لازم تدابیر هم نیولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه امریکايي چارواکو اعلان وکړه چې له افغانستانه د خپلو عسکرو د خوندي ایستلو په موخه به افغانستانه ته سلګونه ځانګړي ځواکونه او بې ۵۲ جنګي الوتکې هم واستوي، ترڅو د راوتلو پرمهال د ممکنه ګواښونو په وړاندې مقابله وکړای شي.

امریکايي او ناټو چارواکي اندېښمن دي چې د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته ښايي طالبان په افغانستان کې په میشتو بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه له سره پیل کړي، کوم کار چې د امریکايي چارواکو په خبره د سولې روان بهیر ته زیان رسولای شي.

طالبان بیا استدلال کوي چې د دوحې تړون مطابق باید ټول بهرني ځواکونه د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ووځي، چې د نه وتلو په صورت کې بیا د هر قسم بدو پایلو مسئولیت هم امریکايي چارواکو ته متوجه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

7 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

سبا نه بل سبا د می د میاشتی اوله نیټه ده وکتل شی چی طالبان څو امریکایی عسکر وژنی. په ولاکه پی ډز هم وکړی ګوری به یی.

ډاکټر احرار

چې امریکایان وزي نو بیا ولی ډز باندي وکړي وروره کنداریان وایی په مات خو به سړی پریږدی

دکتور مجاهد

طوطی شاه صاحب، تاسی چا نه یاست ### دومره طالبانو ووژل دا پاتی ته ووزنه که رشتونی افغان ، مسلمان او انسان یاست ته په دفتر کی مامور ، کور دی امریکایی عسکر څارنه او ساتنه کوی قضایی مصونیت هم لری څه چه یی خوښه وی هغه ترسره کوی تر دی بله بیغیرتی چیری ده اوس یی وخت دی غچ واخله ستا غج طالبانو ته مه پریږده

طوطی

بیانزی، غوربندی او مجاهد ته ټولو د طالبانو طرفدارانو ته: زه به سبا د می پر اوله نیټه یا طالب کیږم او یا به هم همداسی لکه اوس بیطرفه پاتی شم. کچیری سبا طالبانو پر امریکایانو جهاد شروع کړ بیا به زه بد وکړم چی یوه خبره د طالب پر ضد ولیکم. او کچیری یی شروع نکړ بیا دی دا پورتنی کسان هم ماغوندی بیطرفه پاتی شی او ## ووایی. تاسی خلک شاهدا وسی. الله وکړی چی دا نظر می نشر شی.

شاه خالد احمدزی

طالبان ستا طالبتوب ته اړتیا نه لری، بلکې د خپل ولس او هیواد مصلحت ته په کتو به اقدام کوي. طالبان به له خیره بهرنیانو ته لاره ورکوي تر څو هغوی یو ځل له هیواده ووځي بیا به یې د لاسپوڅو سره ګوري چی له سیره څو پخیږي. پوهیږم چې ستاسو د اشرف غني د ملاتړو پالیسي همدا ده چې طالبان یو قسم وپاروئ تر څو هغوی پر امریکایانو بریدونه وکړي او بیا تاسو امریکایانو ته ووایاست چې له هیواده مه وځئ، راځئ د طالبانو پر خلاف ګډې جګړې ته دوام ورکړو او د افغانانو په کورونو باندي چاپو او… نور لوستل »

ډاکټر احرار

الحمد لله
ستره بریا او د خوشحالۍ خبره ده طالبان باید دښمن ته د وتلو مصؤنه لار ورکړي که واقعا دوي وزي او اشغال ختمیږي زموږ هم دغه بریا بس ده د لږ ځنډ او مصنوعي غرور سزا دي نه ورکوي
که دوي له مئ میاشتی نه بیاهم د کابل اداری په مرسته عملیات وکړي او یا زموږ د هیواد اړوند کومه حیاتي موضوع ته برخلیک ټاکی بیا دی حتما ترسختو تندریزو ګذارونو لاندی شې

دوکتور عبدالله

الحمدلله لوی بری دی الله یی دې نیکمرغه کړي.

Back to top button
7
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx