افغانستان

د مئ له لومړۍ نیټې دوه ورځې مخکې د طالب او امریکايي استازو مخامخ لیدنه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۹ غوايي، ۱۴۰۰ل): په داسې حال کې چې د دوحې تړون مطابق په امریکايي عسکرو د طالبانو د بریدونو نه کولو «مهلت» پایته رسېدو ته ایله دوه ورځې پاتې وې، د زلمي خلیلزاد په مشرۍ امریکايي هیئت په قطر کې د طالبانو سیاسي استازو سره لیدنه ترسره کړې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم وايي، دغه لیدنه پرون د پنجشنې په ورځ مازدیګر د طالبانو د سیاسي مرستیال او د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیلزاد په مشرۍ د هیئتونو ترمنځ شوې او په ترڅ کې دواړو لورو د افغانستان په اوسني وضعیت او د سولې پروسې په روان بهیر او نورو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

که څه هم ددغه ناستې جزیات نه دي په  ډاګه شوي؛ خو څارونکي وايي چې امریکايي هیئت په دغه لیدنه کې طالب چارواکو ته دا پیغام ورکړی وي، چې د مئ له لومړۍ نیټې وروسته دې په بهرنیو عسکرو بریدونه نه کوي او په بدل کې به یې امریکایان له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ نه کوي.

امریکايي او ناټو چارواکي اندېښمن دي چې د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته ښايي طالبان په افغانستان کې په میشتو بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه له سره پیل کړي، کوم کار چې د امریکايي چارواکو په خبره د سولې روان بهیر ته زیان رسولای شي.

طالبان بیا استدلال کوي چې د دوحې تړون مطابق باید ټول بهرني ځواکونه د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ووځي، چې د نه وتلو په صورت کې بیا د هر قسم بدو پایلو مسئولیت هم امریکايي چارواکو ته متوجه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
8 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

و به ګورو چی سبا جهاد له چا سره کیږی له افغانانو سره یا له امریکایانو سره. ما خو لا پخوا ویلی چی په ولاکه پر طالب یو ډز هم وکړی پر ضد د امریکایانو. طالبان مؤظف دی ته دی چی څنګه افغانان ووژنی تر اوسه خلک ویده دی او نه پوهیږی. سبا به معلومه شی چی جنګ د چا سره دی.

طوطی

یو مهم اعلان: زما او د طالب د طرفدارانو نر او ښځه به سبا معلومیږی. که طالبانو پر امریکایانو جهاد شروع کړ نو زه لدی پاټی بیا خپل بعیت طالبانو ته سپارم، او کچیری جهاد یی شروع نکړ او بر عکس خلکو او حکومت سره په جنګ کی شول، بیا دی د طالبانو طرفداران پر ما نیوکی نکوی. ماته حکومت او طالب دواړه یو دی. ځکه چی دواړه افغانان وژنی خو د طالب بیغرتی پدی کی ده چی د پښتون نسل یی تباهی ته نژدی کړی. هر کلی او بانډی کی ښځی دی او کونډی ځوان به په دروبین ونه… نور لوستل »

شاه خالد احمدزی

طالبان ستا بیعت ته اړتیا نه لری، بلکې د خپل ولس او هیواد مصلحت ته په کتو به اقدام کوي. طالبان به له خیره بهرنیانو ته لاره ورکوي تر څو هغوی یو ځل له هیواده ووځي بیا به یې د لاسپوڅو سره ګوري چی له سیره څو پخیږي. پوهیږم چې ستاسو د اشرف غني د ملاتړو پالیسي همدا ده چې طالبان یو قسم وپاروئ تر څو هغوی پر امریکایانو بریدونه وکړي او بیا تاسو امریکایانو ته ووایاست چې له هیواده مه وځئ، راځئ د طالبانو پر خلاف ګډې جګړې ته دوام ورکړو او د افغانانو په کورونو باندي چاپو او… نور لوستل »

شالو

که امریکایان په طالبانو باندی بمبار او هوایی برید ونکړی، بیا نو پکار ندی چه په امریکایی برید وشی. او فکر کوم چه دا به بهتره وی چه طالبان هم داسی وکړی. یو ځوک چه تښتی نو د شانه ګزار به مصلحت نوی.

پاتی شوه داخلی د نیویارک او واشنګټن ساتونکی ( د دوی د اعلی سر قوماندان په روایت) عسکرو خبره- هغه د فاتح ځواک ګذار او ترحم ته پریژدو………… هله د ټانګ ګولی را وخړوی،،،،،،،،!!!!!!!

غوربندی

طوطی خانه مونږ د حق پلوی کوو،، په امریکایانو برید د یو هدف لپاره دی هدف د هغوی وتل دي نو که هغوی وزي برید د څه لپاره؟؟ هو که په وتلو کې ناغیړي وکړي نو طالبان به مجبورا برید پرې وکړي اما ته به بیا وایې چې امریکایان وتل خو طالبانو برید پرې وکړ او په لوی لاس یې غبرګون او پاته کېدو ته وهڅول. طالب ستا بیعت ته اړتیا نلري له خپل ضمیر او خالق تعالی سره تعهد وکړی چې خبرې به د حق په پلوی کوې تر څو د دنیا او اخرت له ذلت څخه خلاصی ومومې.… نور لوستل »

طوطی

غوربندی ته: یی د حق ساتونکیه حق خو مو نن د لوګر خلکو ته ورکړ او د کافرو امنیت مو ونیوه. د طالب ویاند خبری دی لکه چی له یاده ووتی؟ تر اول د می چی ټول اشغال ختم نشی بیا یی مسؤلیت د امریکا پر غاړه ده جهاد به د بیا د خلکو او حکومت سره کوو. هههه لږ شرم وکړی په لحاظ د خدای د څه لپاره جنګیږی الله ته ورتګ لری. اوس تاسو ته دا لازمه وه چی اعلان مو کړی وی چی یی خلکو امریکایانو په وتلو شروع وکړه نور شریعیت او اسلام دا اجاز نراکوی… نور لوستل »

احمدشاه

طوطی ته او ستا ## بعیت به ستا خپل # نضر ته رازی
مسلمانان نه تاته او نه هم ستاغوندی # بیعت ته ضرورت لری، صرفاً مهربانی وکړه او خپله نجس مخ له دی ویب پانی نه ورکړه.

طوطی

څنګه خبره می ثابته شوه کنه؟
نور به څه نه وایم خو افسوی پر هغو بیوزلو او ناپوهو خلکو چی اوس هم د طالب پر شعارونو غولیږی. اوس چی امریکایان پر وتو دی اشغال ختمیږی بیا هم دوی سوری نارې د جهاد وهی. ## دی پر غنی او د هغه په حکومت شی او پر داسو بیغیرتو کسانو هم چی د طالب طرفداری لدی ورسته کوی.

Back to top button
8
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x