نړۍ

اسرائیل: د مذهبي میلې پرمهال د «پُل» نړېدو پېښه کې ۳۸ تنه مړه شوي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): د اسرائیلو په شمالي ښار «الجلیل» کې د یهودیانو په دیني میله کې د یو پُل نړېدو له امله لږ ۳۸ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

اسرائیلي رسنۍ وايي، تیره شپه د الجلیل ښار «جرمق» غره په لمن کې د «لاک بوعمر« په نوم د یهودانو دیني میله روانه وه، چې د مراسمو منځ کې ناڅاپه دریځ(سټیج) او د خلکو له ګڼې ګوڼې ډک یو پُل نړېدلی دی.

د اسرائیلو د ژغورنې وزارت چارواکي وايي، په دغه پېښه کې لږ تر لږه ۳۸ تنه وژل شوي او ۱۵۰ نور ټپیان دي.

د پېښې ځای ته مرستندویه اسرائیلي پوځیان رسېدلي او یو شمېر ټپیان یې په پوځي چورلکو کې د پېښې له ځایه ځايي روغتونونو ته انتقال کړي دي.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دا یوه «لویه غمیزه» بللې او د پېښې له قربانیانو سره یې د عمشریکۍ اعلان کړی دی.

د «لاک بوعمر» په نوم د یهودانو دیني میلې تاریخ دویمې پیړۍ ته ورګرځي، چېرې چې یهودان هرکال هلته راغونډیږي او ټوله شپه خپل ځانګړي دیني عبادات او نڅاوې کوي، دوی باور لري چې ددې غره په لمن کې موجود قبر ته د ورتګ او میله کولای شي له وباوو او ناروغیو ورته نجات ورکړي.

د سږکال په دغې میله کې د لویدیځې او ختیځې غاړو څخه شاوخوا درې لکه(۳۰۰۰۰۰) سختدریځو یهودانو ګډون کړی وو.

د کرونا وباء د خپرېدو او د خلکو د ویرې له کبله سږکال په زیاته شمېره یهودان دغې میلې ته راغلي وو، ځکه خو د میلې په زړه کې د یهودانو د مذهبي مشر په څوکۍ او ستیج د زیات بیروبار له کبله ستیج او ورڅېرمه پُل نړېدلی او دغه پېښه رامنځته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
د الله بنده

الحمدالله دا خو عجب کار شویدی الله پاک د دوی په مړو کی برکت واچوی.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx