دیني، سیرت او تاریخ

د حق او باطل ترمنځ لومړۍ پرېکنده جګړه

م. احسان الله بلال

له نن څخه ۱۴۴۰کاله وړاندې د هجرت په دوهم کال د رمضان المبارک په ۱۷مه نيټه د بدر ميدان کې د حق او باطل ترمنځ يوه پرېکنده جګړه وشوه. دا د مسلمانانو او کافرانو ترمنځ يوه داسې پريکنده او تاريخي جګړه وه، چې يوازې د اسلام او مسلمانانو نه، بلکې د ټول بشريت برخليک ورپورې تړلی و، ځکه چې که په دغه ورځ د مسلمانانو ټولي، چې د شمېر او تجهيزاتو له پلوه ډېر کمزوی و، ماته خوړلې وی، ټول بشريت به بدمرغه شوی و.

خو الله تعالی غوښتل چې ددې لږ ټولي په لاسونو باطل ته ماته ورکړي، همدالامل دی چې قران کريم دغه ورځ د حق او باطل ترمنځ د بېلتون ورځ (يوم الفرقان ) وبلله: (اِنْ كُنْتُمْ اٰمَنْتُمْ بِاللّٰهِ وَ مَاۤ اَنْزَلْنَا عَلٰى عَبْدِنَا يَوْمَ الْفُرْقَانِ يَوْمَ الْتَقَى الْجَمْعٰنِؕ وَ اللّٰهُ عَلٰى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ [الأنفال: 41] .ژباړه : كه چېرته تاسو پر الله او د پريکړې په ورځ ايمان لرئ چې پکې موږ پرخپل بنده قران كريم نازل كړى و او دوه لښکرې پرهغه ورځ له يوبل سره ټکر شوې، له شك پرته الله پاک په هرڅه ځواكمن دى.

ددې غزا د پېښدو لامل داو چې مدينې منورې ته د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر هجرت وروسته قريش وپوهيدل، که رسول الله صلی اله عليه وسلم او مسلمانان په مدينه منوره کې يوه مرکزي واکمني جوړه کړي، د دوی تجارتي قافلو ته ستونزې جوړولی شي، له همدې امله به يې کله ناکله د مدينې منورې په سرحدونو غلچکي بريدونه کول.

رسول الله صلی الله عليه وسلم ته خبر راغی چې د ابوسفيان په مشرۍ د مکه والو ستر سوداګريز کاروان بېرته مکې ته راروان شوی دی، سمدلاسه يې مسلمانان وهڅول چې دکاروان مخې ته ور ووځي. ابوسفيان چې د مسلمانانو په کمين خبرشو، په بيړه يې خپل استازی مکې ته د کاروان ژغورلو لپاره وليږه، د قريشو زرکسيز لښکر په ډېره غوسه، قامي غيرت او د کسات اخېستو په نيت له مکې د بدر په لور وخوځيد.

تر سختې جګړې وروسته الله تعالی مسلمانان سرلوړي او مشرکان ناکامه او رسواکړل، د مشرکانواويا(۷۰) تنه مخور ووژل شول او اويا (۷۰) تنه نور يې بنديان شول. دې ستر بري پر مدينه منوره او شا وخواسيمو کې د مسلمانانو پر دښمنانو زيات رعب وغورځاوه او وډارشول. ددې بريا تر ټولو ستر لاملونه د الله تعالی پر مرسته باور، د رسول الله صلی الله عليه وسلم بشپړ اطاعت او ښه تنظيم يادولی شو.

د بدر له غزا څخه په څرګند ډول معلوميږي، چې بريا يوازې په اسبابو او د لښکر په زياتوالي نه راځي، بلکې اخلاص، د الله تعالی پر مرسته باور، د امير اطاعت، مشوره او الله تعالی ته دعاګانې او زارۍ د بريا اساسي اسباب دي. اوس هم که مسلمانان د بريا دغه مهم اسباب په نظر کې ونيسي،ارومرو به د کافرانو سره جګړه کې بريالي کيږي، که څه هم د افرادو او تجهيزاتو له پلوه کمزوري وي.

مأخذونه:
۱- السيرة النبوية للندوي. دمحترم استاد مفتي حبيب الله قاسمي ژباړه.
۲- الرحيق المختوم.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx