
اسلام او دیموکراسي
دوکتور محمد عثمان تره کی
د افغانستان راتلونکې سیاسي نظام چې بنسټ یې د سولې د مذاکراتو په ترڅ کې ایښودل کیږي د یو ستر سوال سره مخ دي:
ایا اسلام او دیموکراسي سره جوړیږي؟
د راتلونکې مذاکراتو برخوالو که د مطرح سوال، ځواب له ځان سره ولري، مطمئناً په موضوع باندې د حاشیوي مشاجراتو مخه نیول کیږي.
داسې مالومیږي چې په افغانستان کې د سولې مذاکراتو برخه لیک تر زیاتې اندازې پورې د دیموکراسۍ او اسلام تر منځ د اړیکو پر محور باندې راڅرخي.
په موضوع باندې د پیړیو په اوږدو کې د مشاجراتو بهیر را روان دی، خو موږ د یو اکاډمیک دریځ په بنسټ باندې په لنډو بحث ته داخلیږو او هغه وروستي واقعیتونه څرګندوو چې د ورځنیو حالاتو سره په تړاو کې وي.
دیموکراسي د لویدیځو هیوادونو تاریخي لاسته راوړنه ده چې پکې د تاریخ په اوږدو کې سیاسي آزاديو او حقونو (رايې، ټاکنو، مطبوعات، بیان، ګوند، تولنه . . . ) له اقتصادي آزادیو او حقونو ( مالکیت، تجارت، تصدي . . . )سره جوخت پرمختګ کړی او په عمومي کولتوربدلې شوې.
پانګه وال اقتصاد د خپلې ودې لپاره اقتصادي حقونو او آزادیو ته اړتیا درلوده. خو د اقتصادي آزادیو او حقونو پرمختګ پرته د سیاسي آزاديو د تأمین نه ممکن نه وو: پانګه وال د خپلې ګتې د تضمین په مقصد باید پارلمان ته لاره پیدا کړي او د قانون د وضع کولو امتیاز تر لاسه کړي. دلته د رايې حق، انتخابات، د دولتي قواوو جلا والی (تفکیک )، د خلکو په وړاندې د حکومت مسئولیت، مدني حقونه د پانګوالو نظامونو د تکامل بنسټ او ورسره د دیموکراسۍ د ودې بستر رامنځته کړ.
په وروسته پاتې اسلامي هیوادونو کې یاده پروسه مطرح نده. د اقتصاد او سیاست تر منځ د ناانډولې ودې د شتوالي له کبله د دیموکراسۍ لپاره زمینه نده مساعده شوې.
په اسلامي هیوادونو کې دیموکراسي د لویدیځ نه په تقلیدي بنه مطرح شوې او ورته د یو صادراتي توکي په حیث کتل کیږي. د اقتصادي، ټولنیزې او فرهنګي وروسته پاتې حالت څخه پرته نور لاملونه د دیموکراسۍ د ارزښتونو د پلې کولو مخه ډب کړې. د هغې جملې څخه:
الف – کله چې په لویدیځ کې جمهوریت او دیموکراسي د ودې په حالت کې و، لویدیځ ښکیلاک سر راپورته او اسلامي هیوادونه تر خپل تسلط لاندې کړ. د مسلمانانو په عامه ذهنیت کې دیموکراسي د استعمار په تړاو مطرح او ورڅخه کرکه پیدا شوه.
ب – دیموکراسي د پلورالیزم ( د فکر تکثر ) او مشاجراتو له لارې د حقیقت موندلو په لټه کې دي. اسلام واحد او تلپاتې حقیقت پیژني چې د نصوصو په بنسټ باندې ولاړ دي. اسلام د معتقداتو په اړه هیچا ته د شک راوستلو اجازه نه ورکوي او د خپل عقیدوي اصولو په اړه مشاجره او ګذشت (تولرانس) نه مني.
د اسلامي اصولو له مخې واکمن او مذهبي علماء د خداوند واجب التعمیل اراده منعکسوي. دلته د مسلمان واکمن په وړاندې پاڅون او د ټاکنو له لارې د ولس اراده نه مطرح کیږي.
ج – دیموکراسي د دولتاتورۍ ته تاوان رسوي. بیرته پاتې اسلامي هیوادونه د چټک اقتصادي پرمختګ او ملت جوړولو لپاره پیاوړی مرکزي اقتدار ته اړتیا لري.
ځینو اسلامي هیوادونو د لویدیځو سره د ښې اړیکې د ساتلو په مقصد د جمهوریت او دیموکراسۍ اصول په خپلو اساسي قوانینو کې ځای په ځای کړل. خو د جمهوریت او دیموکراسۍ ارزښتونه د اساسي قوانینو د چوکاټ څخه عمل میدان ته ورداخل نشول: پارلمان په مصنوعي تشریفاتي کړنو مصروف شو. د تقلب نه پاک انتخابات تر سره نشو. جمهوریت د موروثي سلطنت لاره غوره کړه:
احمد سوکارنو ۲۳ کال د اندونیزیا ولسمشر پاتې شو. صدام حسین ۲۴ کال د عراق ولسمشر وو. حافظ الاسد د سوریې عربي جمهوریت ۳۰ کاله په قدرت منګولې ښخې کړې. د ده زامن ( د جمهوریت وارث ! ؟ ) د ۲۱ کال په موده کې تر اوسه پورې د سوریې ولسمشر دي. معمرالقذافي د لیبیا په عربي جمهوریت کې ۴۰ کاله واکمن وو.
کله چې د دیموکراسۍ او اسلام اړیکې مطرح کیږي د نظر خاوندان پاکستان خوا ته پام اړوي: د دغه هیواد د رامنځته کیدو ( ۱۹۴۷ م ) تر اوسه پورې پوځ اصلي واکمن دی.
پوځ درې وارې ( ۱۹۵۸، ۱۹۷۷، ۱۹۹۹ م ) د ملکي حکومت په وړاندې کودتا وکړه. د حکومت اوسني مشر عمران خان د پوځ ګمارلی سړی دی چې د ټاکنو تر پوښښ لاندې واک ته رسیدلی.
د دیموکراسۍ د ودې د یو مساعد چاپیریال د نشتوالي له کبله پاکستان د لویدیځ دیموکراسي په تطبیق کې ناکام شو،بې له دې چه پخپله د « اسلامي دیموکراسۍ » د فورمول په جوړولو کې بری تر لاسه کړي.
دلته باید دوه ټکو ته پام واړول شي:
یو دا چې په اسلامي هیوادونو کې د دیموکراسۍ او جمهوریت ناکامه آزموینه عمومی تنلري( په موضوع باندې وروسته رڼأ اچوو ).
بل دا چې په هیڅ یو اسلامي هیواد کې د دیموکراسۍ او جمهوریت د ناکامیدو په پایله کې « اسلامي امارت » د دیموکراسۍ او جمهوریت د ځاي ناستې په توګه اعلام نشو. د دیموکراسۍ او جمهوریت تر نامه لاندې مسلمان دیکتاتوران او په ځینو مواردو کې پوځيان د اقتصادي او ټولنیز چټک پرمختک تر پلمې لاندې په سیاسي قدرت قبضه ولګول.
په اسلامي هیوادونو کې د جمهوریت تر نامه لاندې د دیکتاتورانو اوږد مهاله واکمني اسلام ضد کړیو ته تبلیغاتي لاسوند ورکړ چې ادعا وکړي په مدرنو دولتونو کې اسلام او شریعت په کافي اندازه دینامیزم، فکري خلاقیت او د انعطاف سرچینې نلري. اسلام د داسې مدني ټولنې چې په چټکۍ وده کوي، د اقتصادي ادارې د ظرفیت څخه بې برخې دي.
خو کله چې موږ یو شمیر سترو اسلامي هیوادونو ته چې د دیموکراسۍ او اسلام تر منځ د تفاهم او ګډ ژوند په بستر کې با ثبات نظامونه جوړ کړې پام اړوو، د اسلام په ضد د بې ځایه تبلیغاتو په واقعیت پوهیږو.
واقعیتونو ته په کتو سره داسې مالومیږي چې د اسلام او دیموکراسۍ د ارزښتونو تر منځ دومره واټن چې سیاسي اسلام ورباندې چُرت وهي نشته. واتڼ اقتصادي، ټولنیز او فرهنګي چاپیریال رامنځته کړی نه د نظام څرنګوالې: شورأ د اسلام د سیاسي نظام بنسټ او د دیموکراسۍ د ملأ تیر جوړوي.
راتلونکې بحث په اسلامي نړۍ کې د دیموکراسۍ او جمهوریت مخکښو هیوادونو ته ځانګړی کوو. وبه وینو چې څنګه یو شمیر اسلامي هیوادونه د اسلام او دیموکراسۍ تر منځ د ګډ مخرج په لټه کې لاسته راوړنې لرلې (د بحث دوهمه برخه).
جنګ ځپلی افغانستان د دیموکراسۍ د اصولو د پلي کولو په لور په صفري نقطه کې قرار لري. ( دا زموږ د بحث وروستۍ یعنې دریمه برخه به وي ).
« پاي»
«الف – کله چې په لویدیځ کې جمهوریت او دیموکراسي د ودې په حالت کې و، لویدیځ ښکیلاک سر راپورته او اسلامي هیوادونه تر خپل تسلط لاندې کړ. د مسلمانانو په عامه ذهنیت کې دیموکراسي د استعمار په تړاو مطرح او ورڅخه کرکه پیدا شوه. ب – دیموکراسي د پلورالیزم ( د فکر تکثر ) او مشاجراتو له لارې د حقیقت موندلو په لټه کې دي. اسلام واحد او تلپاتې حقیقت پیژني چې د نصوصو په بنسټ باندې ولاړ دي. اسلام د معتقداتو په اړه هیچا ته د شک راوستلو اجازه نه ورکوي او د خپل عقیدوي اصولو په اړه… نور لوستل »
مننه ستاسو له تبصرې
کله چي د ولسواکي، ډیکټاټوري، اولیګارشي، سوسیالیزم یا نورو سیاسي نظامونو په اړه خبره کیږي، هلته د مشترکو منل سوو اصولو یا د مخه څخه تعین سوو اصولو کي د مداخلې د حق خبره نه وي مطرح، ځکه چي په هغه کي د مداخلې سوال نه پیدا کیږي. افغانان ۱۴۰۰ کاله وړاندي د اسلام په مبین دین مشرفه سوي دي، دلته هیڅ څوک په هیڅ ډول هغه اصولو ته تغیر نه سي ورکولای. په دې ټولو نظامونو کي دا خبره اصلاً مطرح وي چي ورځني ټولنیزو چارو د تنظیم او اهتمام د تصامیمو د نیولو د واک مرجع به څوک… نور لوستل »
ثابت صاحب ، ډیره مننه زما د خوښی او زړه خبری دی د دموکراسی په اړه لیکلی زه به هم یو څه په ساده الفاظو کی د دموکراسی او پورته لیکنی په اړه ولیکم . دموکراسی او اسلام یو د بل سره مقابل قطب کی قرار لری، اسلام الهی نظام او دموکراسی شیطانی نظام دی د اسلام حرام په دموکراسی کی حلال او د اسلام حلال په دموکراسی کی حرام دی. الله ج فرمایی ، دا هر څه می د هیڅ ( ساعت تیرۍ ) د پاره نه بلکه هر څه می د یو هدف د پاره خلق کړی، انسانی… نور لوستل »
اونډرا! یو وار متن ولوله بیا تبصره پر وکړه. دا سړی د ډیموکراسي په ملاتړ خبري کوي. او د غربي ډیموکراسي ملاتړ کوي. زموږ لپاره خو اسلامي ډیموکراسي تنها د اسلامي خلافت راشده د احیاء مفهوم لري. د ولسواکي بل ډول موږ ته په ولسواکي د منلو نه ده