دیني، سیرت او تاریخ

د روژې په یوولسمه رامنځته شوې، د اسلام د تاریخ مهمې پیښې

حماد افغان شیرزاد

په دې ورځ د تاریخ پر مخ ډېرې پیښې رامنځته شوې دي، چې ځینې یې په لاندې ډول دي.

د هجرت په دریم کال رسول الله ‎ﷺ د زینب بنت خزیمه رضي الله عنها سره نکاح وکړه.

د هجرت په نهم کال رسول الله ‎ﷺ ته د بنو ثقیف وفد راغلو، رسول ‎ﷺ یې استقبال وکړو، هغوی ته یې میلمستیا ورکړه او دا وروسته له هغې وو، چې د دې قوم سردار عروة بن مسعود رض ایمان راوړ او خپل قوم ته د دعوت لپاره ولاړ، هغوی نوموړې شهید کړ، خو بیا پیښمانه شول او د اسلام راوړلو په غرض یې وفد راولیږلو، رسول الله ‎ﷺ بیعت ورکړ او ابو سفیان صخر بن حرب او مغیرة بن شعبة رض یې ورسره د تعلیم لپاره واستول.

د هجرت په ۱۲ کال د روژې په یوولسمه هرقل د روم حمص او نورو اطرافو خلک د مسلمانانو سره د قتال لپاره وروسته له هغې راټولول، چې ابوبکر رض د څلورو مشرانو صحابۀ کرامو په مشرۍ د روم د فتحه کولو لپاره لښکر ولیږلو.

د ۱۲۹هـ کال د روژې په یوولسمه خراسان کې د ابو مسلم خراساني په مشرۍ د عباسي خلافت بنیاد کیښول شو او د اموي خلافت والي د جګړې وروسته کوفې ته په تیښته بریالی شو.

د ۶۵۵هـ کال د روژې په یوولسمه هلاکو خان عباسي خلیفه ته د تسلیمیدو پیغام راولیږلو، خو عباسیانو د هلاکو خان پیغام څیرې کړو، قاصد یې قتل کړ او وروسته بیا بغداد ډیرې بدې ورځې ولیدلې.

د ۹۲۲هـ کال د روژې په یوولسمه د عثماني خلافت خلیفه سلیم الاول د شام دمشق ولایت ته د محاصرې وروسته بغیر له کوم مقاومته داخل شو، هلته یې د صلاح الدین ایوبي رح د قبر زیارت وکړ او د محیي الدین ابن عربي قبر یې هم مرمت کړ او ورپسې د حلب، حماة، موصل او نور ولایتونه هم ونیول او دمشق الجامع الاموي یې بیا ودان کړ.

د ۹۸۶هجـ کال د روژې په یوولسمه عثمانیانو د قفقاز د شماهي سیمه کې ایراني ملیشو ته ستره ماته ورکړه، په یوه ورځ ۱۵زره ایرانیان قتل شول او دا سیمې یې تر خپل واک لاندې راوستلې.

د ۹۵هجـ کال د روژې په ۱۱مه ستر تابعي، مفسر او زاهد عالم سعید بن جبیر چې د عبدالله بن عمر، عبدالله بن عباس، ابو موسی اشعري او عائشه صدیقه رض نه یې علم ترلاسه کړې وو، د حجاج بن یوسف په لاس له دې امله شهید شو، چې د عبدالرحمن بن الاشعث سره د اموي خلیفه له بیعته یې انکار کړی وو. رحمه الله.

د ۶۲۴هجـ کال د روژې په ۱۱مه د مغل سلطنت بنسټګر او د وخت سفاک، ظالم او وحشي انسان “چنګیزخان” مړ شو او پر ځاې د هغه ځوې اوګتای خان کیناستلو.

دا لړۍ دوام لري…..

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x