افغانستانسولې اړوند خبرونه

پاکستان: د بهرنیو ځواکونو وتل باید امنیتي تشه رامنځته نکړي

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): داسې مهال چې امریکايي او ناټو عسکرو له افغانستانه د عسکرو د ایستلو پریکړه کړې؛ پاکستان وایي، بهرني عسکر باید په منظم او مسئولانه ډول له افغانستانه ووځي، تر څو د امنیتي تشې له رامنځته کېدو مخنیوی وشي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند «زاهد حفیظ چوهدري» په اسلام اباد کې یوې ناستې ته ویلي، چې د پاکستان پالیسي داده، چې بهرني عسکر په مسئولانه او منظم ډول له افغانستانه ووځي، تر څو هلته داسې امنیتي تشه رامنځته نشي، چې  ورانکاري ډلې ترې ناوړه استفاده وکړي.

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې هیواد يې په افغانستان کې د یوې دوامداره سولې د تامین غوښتونکی دی او هیله لري، چې افغان جهتونه له نړیوالې ټولنې سره په ګډه سیاسي هڅې وکړي تر څو اوږدمهاله اوربند رامنځته او باثباته سولې ته زمینه برابره شي.

د چوهدري په خبره، پر طالبانو کنټرول نه لري؛ خو هڅه کوي، هغوی په افغان سولې پروسه کې بیا ځلې ګډون ته وهڅوي او په افغان سوله کې یو رغوونکی رول ولوبوي.

نوموړي ددې تر څنګ هیله ښودلې، چې په افغانستان کې د سولې له تامین سره یو ځای به د افغان کډوالو بیرته تګ ته زمینه برابره شي، او د افغانستان جګړې ځپلی اقتصاد به ورغېږي.

پاکستان داسې مهال د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته حالت په اړه اندېښنه لري، چې امریکایي او ناټو ځواکونو د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې له افغانستانه د ټولو عسکرو د ایستلو پریکړه کړې.

د امریکا ولسمشر وایي، په مسئوله ډول د عسکرو ایستلو اصطلاح په افغانستان کې د اوږد مهالې جګړې د دوام پلمه ده او نور د عسکرو را ایستل په شرایطو پورې نه تړي، بلکې په هر ډول حال له افغانستانه راوځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x