افغانستان

قطر کې د طالبانو او څلورو هېوادونو ترمنځ «پنځه اړخیزه» ناسته ترسره شوه

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو او ملګرو ملتونو د امنیت شورا د درې غړو(امریکا، روسیې، چین) او پاکستان د استازو ترمنځ «پنځه اړخیزه» ناسته ترسره شوې ده.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم په خپلې ټویټر پاڼې لیکلي، چې دغه پنځه اړخیزه ناسته نن د جمعې په ورځ مازدیګر ترسره شوې او په ترڅ کې یې د افغانستان په روان وضعیت او د پاتې طالب بندیانو دخلاصون په موضوع د خبرو ترڅنګ ټولو خواوو پرېکړه چې د طالب مشرانو پرخلاف د تورو او جایزه لیستونو ختمولو لپاره باید کوټکلي ګامونه پورته شي.

نوموړي داسې لیکلي: «ټولو اړونده خواوو اجماع وکړه چې د تور او جایزه ليستونو په ختمولو او پای ته رسولو عملي کار پيل شي.»

د ملګرو د امنیت شورا درې غړي هېوادونه او پاکستان په داسې مهال د قطر پلازمینه دوحه کې د طالبانو استازو سره پنځه اړخیزه ناسته ترسره کوي، چې د دوحې تړون مطابق نن د اپریل دیرشمه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پرضد د طالبانو د بریدونو نه کولو وروستی مهلت ؤ.

امریکايي او ناټو چارواکي اندېښمن دي چې د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته ښايي طالبان په افغانستان کې په میشتو بهرنیو ځواکونو خپل بریدونه له سره پیل کړي، کوم کار چې د امریکايي چارواکو په خبره د سولې روان بهیر ته زیان رسولای شي.

طالبان بیا استدلال کوي چې د دوحې تړون مطابق باید ټول بهرني ځواکونه د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې له افغانستانه ووځي، چې د نه وتلو په صورت کې بیا د هر قسم بدو پایلو مسئولیت هم امریکايي چارواکو ته متوجه وي.

د چارو شنونکي په دې باور دي چې د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې یوه ورځ مخکې د امریکا په ګډون د ملګرو ملتونو د امنیت شورا درې غړو هېوادو لخوا طالبانو ته د جرګې ورلیږل او د هغوی اندېښنو ته ځواب ورکول ښايي ددې لپاره وي چې طالبان د مئ میاشتې له لومړۍ نیټې وروسته افغانستان څخه وتونکو بهرنیو عسکرو باندې بریدونه ونه کړي.

د شنونکو په باور کیدای شي طالبانو په نا اعلان شوې توګه د مئ له لومړۍ نیټې وروسته په بهرنیو ځواکونو د بریدونو نه کولو مهلت غځولی وي؛ خو رسمي اعلان ښايي ونه وکړي.

د کابل حکومت د استازو له حضور پرته د امنیت شورا درې غړو هېوادونو او پاکستان په ګډون څلور هېوادونو استازو سره د طالبانو ګډه ناسته او له تورو او جایزه لیستونو څخه د طالب مشرانو د نومونو لرې کولو په هکله موافقې ته په کتو د چارو شنونکي دا ګام د طالبانو سیاسي مشروعیت ته د زیاتې تقویې په معنا بولي او په ورته مهال یې د کابل حکومت لپاره د سیاسي انزوا یو بل ګوزار ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

زماپه نظر:بایدن غواړی دنیاته داوښیی چه زه له طالبانوکمه بیره نلرم یونوع بدمعاشی ښکاره کوی اوهم دطالبانو له بریده بیریږی چه دتړون مطابق یی عمل نه وکۍ دخپل ملت دهرفرددمرګ مسئول دی باید جواب ورکی ولی ټرمپ هم دملت په ووټوانتخاب سوی وودوخت فیصله یی رسمیت لری بایدن حق نلری چه رده یی کی مللمتحد اوددنیاڅخه مخورودولتوتصدیق کړی وه – که زمانظرته څوک اهمیت ورکی زه دمۍ له اولی پرخارجی فوجوبرید ونه شروع کوم چه دبایدن بدمعاشی ودنیاته ښکاره کم اوله امریکادجنګ تاوان غواړم دوی کم ثبوت له افغانستانه پرورلډټریډسنټرنه لری اسامه له پاکستانه نیول سوۍ دۍ که وماته څوک… نور لوستل »

طاهر ثابت

اڅکزی سیب غچ اخیستل دمسلمانانو په ګټه ندی. طالبان باید دعامه خیر دلاسته راوړلو په خاطر یو مثال قایم کړی. شاید خیر به دا وی چه امریکایان ومنی ددوحی شرایط عملی سی او طالبان خپله دسولی موثره ستراتیژی دامریکایانو څخه لیری تیاره او عملی کړی ترڅو بهرنی مداخلات له مینځه ولاړ سی او مسلمانکشی هم پای ته ورسیږی.

عبدالروف

بی علمه ته ئې چې ملا ته بی علم وائې او بیا ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله . مشر ملا د نړې هغه هوښیاران ئې مات کړل چې په پخپله د مدرنو وسلو جوړونکې دی . کوتي او قلم دې په ځای خوزوه او په ادب لیکنه کوه .

احمد شاه

احکزیه په سوشیال میدیا کی یو سړی دی د جنرال میا په نوم،
ته خو به هغی سره کوم خپلوی نلری؟ حکه چه ستا او د هغه مفکوره بلکل سره ورته ده.

طاهر ثابت

تیره هفته دامریکایی جنګضده پاڼی تبصری ویلی وو چه طالبان کیدای سی دمی دمیاشتی نه وروسته دنه جنګ په مقابل کی امریکایان اړ کړی په طالبانو بمباردونه بند کړی. دا ښه ټکی دی او طالبان یی باید جدی ونیسی. که دا خبره دتیری ورځی په خبرو کی نه وی فیصله سوی نو طالبان باید هربمبارد امریکایی سرغړونه وګڼی او دهغه په بنا خپل ځانونه له مختنی توافقاتو نه آزاد وګڼی.

Back to top button
5
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx