افغانستان

لوګر کې موټر بم چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (جمعه، ۱۰ غوايي، ۱۴۰۰ل): د لوګر ولایت په مرکز «پل علم» ښار کې د  موټر بم درنې چاودنې لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» وایي، نن ماښام اووه بجې شاخوا د لوګر ولایت د مرکز اړند لومړۍ امنیتي حوزه کې ددې ولایت مرکزي روغتون ته څېرمه پر یوه میلمستون موټر بم برید شوی، چې له امله یې دېرش تنه مړه او ټپيان شوي دي.

د ارین په خبره، امنیتي ځواکونه د پېښې ځای ته رسېدلي دي او ژغورونکو ډلو ټپيان تر روغتونونو رسولي دي.

ویل کېږي، دغه میلمستون د لوګر د ولایتي شورا د پخواني غړي «عبدالولي وکیل» اړوند و، چې دا مهال د لوګر ارزې ولسوالۍ ته تلونکي پولیس پکې د الوتکو د راتګ په تمه هستوګن وو.

ورته مهال د لوګر د ولایتي شورا رییس «حسیب ستانکزی» بیا وایي، چې چاودنه ډېره زوروره وه چې له امله يې د میلمستون ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شوې او د دېرش تنو د وژل کېدو تر څنګ شپېته نور ټپيان شوي هم دي.

د ستانکزي له قوله، د پېښې په قربانیانو کې د نظاميانو تر څنګ ملکي وګړي هم شامل دي، چې د لوګر ملکي روغتون ته انتقال شوي دي.

سیمه ییز چارواکي وايي، چاودنه په یوه  ګڼ مېشته سیمه کې شوې چېرې چې د ملکي وګړو کورونه موقعیت لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نو اوس خپله فکر وکړی د روژه ماتی په وخت کی د خلکو د کورنو در منځ د ازری د خلکو ملمستون نه د امریکایانو خونه. دا د طالبانو جهاد دی چی د امریکایانو له وتلو سره سم د افغانانو په وژلو پیل شو د روژی په مبارکه میاشت کی. ## مو پر داسی جهاد شه.

مولوي نجیب الله زاهد

بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله الذی من اسمائه المنتقم والصلاة والسلام علی ناجی البشریة محمد المجتبی و علی آله و اصحابه اجمعین د یو مسلمان افغان په توګه د مسلمان وژنې د جنګ دواړو لوروته! له ګران هېواد څخه د استعمار د قواوو له وتلونه وروسته دجنګ د مشروعیت لپاره هېڅ ډول دلیل نشته او په دنیا کې که یوڅوک هرڅومره دینی پوهه او علم ولري دې مسلمان وژنې ته مشروعیت نه شي ورکولای ځکه د بې ګناه مسلمانانو د وژلو حرمت د قرآن په قطعي آیتونو، نبوي احادیثو او د اسلامي امت په اجماع باندې ثابت دی. او د… نور لوستل »

Karwan

مولوي صاحب زاهد، ايا په دي مو هم فکر کړي، چه دغه عسکر، پوليس او اربکيان، کوم چه دشپي د خلکو په کورونو چاپي اچوي او مسلمانان وژني، دخلکو کلي او کورونه بمبارد کوي او يا ئي په توپونو ولي او ادعا کوي چه موږ له دي ځايه د نيويارک او واشنکتن ساتنه کوه! نو ستا د قسم وي مولوي صاحب چه دغو ته مسلمان عسکر ويلي شوه؟ زه مولوي نه يم اما نظر مي دادي، ترڅو چه دغه عسکر د خلکو له وژني لاس وانخلي او د خلکو خدمت ونه کړي، نو ددوي سره جګړه کول بيدون له شکه… نور لوستل »

فايز افغان

يعني تر دي مخه يي وژل روا وو چې اوس نه دي روا

طوطی

الله دی اجر درکړی مولوی صیب. ما فکر کاوو چی طالب به د افغان انګلیس جنګ را ژوندی کړی چی صرف یو کس په نوم د ډاکتر برایدن جلال آباد ته ژوندی ورسید او نور ټول ووژل شول خو برعکس د می په اوله طالبانو زمونږه د لوګر بیوزله محصلین، کورنی او سپین ږیری په خپلو وینو کی د روژه ماتی په وخت کی ولمبول. په الله باور وکړه ټول هغه بیوزله کسان پکی شهیدان شول چی ټولو یی د لمانځه لپاره تیاری نیوه چا روژه ماتی کړی وه او د چا هم د اوبو ګلاس په لاس کی وه،… نور لوستل »

ګوم نام

نو ## به اوس کوم پرتوګ ور اغوندی ورته.
الله دی دا ## تبا برباد او ورک او نابود کړی چی دا ملت یی له موسیبه خلاص شی

امین زاهد نیازی

سلام د نن ټکی اسیا اداری ته زه څنګه کولی شم چی یو مضمون ولیکم او تاسو یی نشر ته وسپاری !
ستاسو دځواب په تمه

عبد الله

##اداره: زمونږ ایمیل ادرس ته خپله لیکنه را ولیږئ.. ایمیل د پاڼې په پای کې لیکلی.. nunn.asia@gmail.com ##

طوطی

نیازی صیب: خو فکر دی وی چی طالب ته به پکی کوته ننیسې هر څه چی لیکی باید د طالبانو پکی مثبت ټکی یاد شی ګرچه طالب نن سبا هیڅ کوم مثبته لاسته راوړنه نلری خو ته یی ور اضافه کړه. والسلام

Back to top button
9
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx