افغانستان

بګرام کې د ماین چاودنې له امله ۲۵ دولتي عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پروان ولایت بګرام ولسوالۍ پوځي اډه کې د بمي چاودنې له امله لږ تر لږه ۲۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

دا چاودنه تیره شپه ۹ بجې د بګرام پوځي اډې اړوند د د ویمې فرقې د لوا په لومړي کنډک کې دننه د عسکرو په جومات کې د ځای پرځای ماین له امله رامنځته شوې ده.

د پروان د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالواسع رحیمي وايي، په دغه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۲۴ نور ټپیان دي، چې وژل شوي او ټپیان ټول د لومړي کنډک عسکر دي.

نوموړي ددې چاودنې په هکله نور جزیات نه دي ورکړي او هم تراوسه چا ددې چاودنې مسئولیت په غاړه منلی دی.

په ورته مهال یوې بلې امنیتي سرچینې بیا رسنیو ته ویلي، دغه ماین له وړاندې څخه د کنډک په جومات کې ځای پرځای شوی ؤ او کله چې عسکر په تراویح لمانځه درېدل چاودنه یې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره ددې جومات څارنه او ساتنه د بګرام د نظامي پولیسو(MP) د قطعې لخوا کېده او دا لا څرګنده نه ده چې ماین څرنګه او چا هلته ځای پرځای کړی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx