ټولنیزه برخه

زرپارې- ۲۵ مه برخه

ليکوال: مفتي محمد تقي عثماني
ژپاړن: احمد ګل ريان

د امام ابو حنيفه رحمه الله ځيرکي او هوښياري:
علامه ابن الجوزي رحمه الله ليکلي چې يو کور ته غله ورغلل، د کور مالک يې وتړلو او د کور سامان يې ټول او له ځان سره واخيست. له تلو وړاندې يې د کور د خاوند د وژلو اراده وکړه، خو د غلو مشر ورته وويل چې راټول کړی مال يوسئ، اما سړی ژوندی پرېږدئ، پر لاس يې قرآن کريم ورته کېږدئ او قسم ورکړئ چې چا ته به نه وايي چې غله څوک وو او که يې دا راز افشا کړ؛ نو ښځه دې په درې طلاقونو پرې طلاقه وي.

د کور خاوند د ځان ساتنې په خاطر قسم واخيست، خو وروسته پښېمانه و. سهار چې بازار ته لاړ، ويې ليدل چې غله د ده غلا شوی مال په بې باکۍ پلوري. سړي د ميرمنې د طلاقېدو له امله هيڅ نشوای کولی، عاجز شو او امام ابو حنيفه رحمه الله ته ورغی او ورته کړل يې چې بيګا مې کور ته غله راغلي وو او داسې قسم يې راکړی، اوس يې نوم چا ته ښودلی نشم، څه وکړم؟

امام صاحب رحمه الله ورته وويل چې د خپل کلي معزز او قدرمن خلک راټول کړه، زه ورته يوه خبره کوم. سړی لاړ او خلک يې راټول کړل، امام صاحب هم ورغی او ورته ويې ويل:
– تاسې غواړئ چې دې سړي ته خپل مال بيرته ورکړل شي؟
– هو، موږ همدا غواړو.
– نو داسې وکړئ چې د خپلې سيمې ټول بدمعاش او لوچک جومات ته راټول کړئ، بيا يو-يو بهر ته باسئ او له دې سړي پوښتنه کوئ چې: دا هماغه غل دی؟ که غل نه و، سړی دې انکار کوي چې نه دی او که غل وي، سړی دې چُپ پاتې کېږي، نه دې «هو» وايي او نه هم «نه»؛ نو تاسې به پوه شئ چې دا غل دی. په دې توګه به هم غل معلوم شوی وي او هم به په دې سړي ښځه طلاقه نه وي.

خلکو په دې مشوره عمل وکړ، هم غل پيدا شو او هم د دې مظلوم مال بيرته ورکړل شو. (تقي الدين حموي رحمه الله: ثمرات الاوراق علی المستطرف ج: ۱ ص: ۱۴۶ او ۱۴۷
————————————————-
د امام صاحب د ذهانت يوه بله کيسه:
يو سړی امام صاحب ته ورغی او ورته ويې ويل چې ډير وخت تير شو چې خپل مال مې چېرته ښخ کړی او اوس يې ځای رانه له ياده وتلی دی، که کوم تدبير راوښيې.

امام صاحب ورته وويل چې دا خو د فقهې مسئله نه ده، البته يو تدبير او چل به درته وښيم. کور ته لاړ شه او نن ټوله شپه نفلونه وکړه، اميد دی چې د خپل ښخ کړي مال ځای به درياد شي، ان شاءالله.

سړی لاړ او د شپې يې نفلونه پيل کړل. د شپې څلورمه حصه لا نه وه تيره شوې چې د ښخ شوي مال ځای ورياد شو. سړی بيا امام صاحب ته ورغی او کيسه يې ورته وکړه.

امام صاحب رحمه الله ورته وويل چې زه پوهيدم چې شيطان به دې ټوله شپه نفلونه ته نه پرېږدي، خو تا بايد د ځای له يادېدو وروسته هم ټوله شپه نفلونه کړي وای او په دې توګه دې د الله تعالی شکر اداء کړی وای. (پورتنۍ حواله: ج: ۱ ص: ۱۴۶)
———————————————
د امام صاحب رحمه الله خوب
په څلور رکعته لمانځه کې له دوهم رکعت وروسته ناسته کې يوازې «التحيات» ويل کيږي او درود نه ويل کيږي. د امام صاحب مسلک دا دی چې که چا په غلطۍ سره د دوهم رکعت په قعده کې له التحيات وروسته (اللهم صل علی محمد) پورې درود ووايه، د سهوې سجده پرې واجبيږي.
په دې هکله د امام صاحب رحمه الله يوه لطيفه رانقل شوې ده.
يو وخت امام صاحب رحمه الله نبي عليه السلام په خوب وليد. نبي عليه السلام ترې وپوښتل: څوک چې پر ما درود ووايي، ته څنګه سجده سهوه پرې واجبه بولې؟
امام صاحب ځواب ورکړ: ځکه چې پر تا يې په غلطي او هيره درود ويلی دی.
نبي عليه السلام يې ځواب خوښ کړ. (البحرالرائق ج: ۲ ص: ۱۰۵)
————————————————
نورې برخې به ستاسې د دعا په برکت درسره شريکيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x