
شعـــــرونه
په خپل دريځ باندې مظبوط اوسېږه/ مهاجر
هلال مهاجر
اوسه مضبوط په خپل داریځ د زړګي سر طالبه
ځار د سنګر طالبه، بری دې وړی
ته خپل سنګر ساته، مورچل ساته تیار اوسیږه
ټوپک چنټه دې لرې نکړې ښه بیدار اوسیږه
پریکړه مني که نه مـني د یرغلګر طالبه
اوسه مطيع، کړه توجو دې نظامي لوري ته
د روزنتون اعداد، تدریب او هر غازي لوري ته
شه سیاسي پریکړې ته ملګری د دفتر طالبه
مات شولو مات مغرور دښمن په نظامي ډګر کې
هم په ممبر سنګر دفتر او سیاسي ډګر کې
کړل په ګونډو د میز په سر ملا برادر طالبه
نظامي ځواک دې کړه غښتلی اتلان وروزه
څوک د پیکا، څوک د راکټ ویشتادویان وروزه
کړه برابر نښان ویشتونکي د لیزر طالبه
یوه زاره چاته تیر نشې له سپیڅلې دریځ
وایي هلال، تل افرین ستا په ښاغلي دریځ
کړل دې سرټیټې د نړۍ ټول اشغالګر طالبه