نظــر

اُندلس او اوسنی افغانستان!

احمد طارق خلیلي

زه اوسنی وضعیت داسې انګېرم لکه څنګه چې له ۴۵۸ هـجري کال نه دېخوا د اندلس حکومت په درباري شاعرانو او ځان غوښتونکو ولاړ وه، چا به چې پخپله قصیده کې د پاچا په تړاو څومره ښکلي بیتونه راکښلي ول هغومره به یې انعام ډېر وه.

خو زموږ له هغوی سره دومره توپیر دی چې هغوی به د قصیدو په ویلو امتیاز ترلاسه کاوه؛ زموږ وال یې په فېسبوک کې پر چاپلوسۍ د څو کرښو له کښلو وروسته امتیاز ترلاسه کوي چې دا خورا غمجنوونکی حالت دی.

له دې لا غمجنوونکی حالت دا دی چې یو څوک دې په بربنډې شاعرۍ مډال تر لاسه کړي؛ حالانکې چې په هېواد کې مو د هغو لیکوالانو شمیر کم نه دی چې د هغو د لیکلو له وجهې قامت لرونکي غرونه اوبه کېږي؛ د هېواد د بچیانو په را ویښوولو کې یې هغه کرښې کښلي دي؛ چې تر اوسه ورته د درباري او کوڅه ډبو لیکوالانو په فکر کې هم نه دي تېر شوي خو تر اوسه یې نه مډال او نه هم کوم امتیاز ترلاسه کړ بلکې بېخي ورته د انسان په سترګه نه ګوري؛ خو هغه ورځ لرې نه ده چې خدای به زموږ د دغو مخلصو او فاتحو لیکوالانو غږ، فریادونه او کریغې واوري. ان شاءالله.

د اندلس په ورانۍ کې چې خپله د وخت حاکمانو(معتمد او ابن عمار) کومه خطا وکړه نه هېرېدونکې ده او نه به هېره شي.
موږ ته بویه چې خپل ځانونه هغسې جوړ کړو چې د وا معتصما په غږ سره ځانونه د هرې کونډې او تور سرې د غچ اخېستلو لپاره له ځان نه حضرت عمر(رض)، خالد بن ولید(رض)، معصتم(رح) جوړ کړو؛ او هغوی ته ځانونه ورسوو، دا په هغه صورت کې د امکان وړ خبره ده چې موږ د هغوی په پل پل کېږدو.

اوس موږ عملاً وینو چې په هماغسې حالت کې قرار لرو، راباندې مسلط مشران په خپلو عیاشیو کې غرق و پرق دي، تر خپلو مستیو او عیاشیو اخوا ورته هېڅ څوک ارزښت نه لري؛ موږ وینو چې څو د ګوتو په شمېر خلک راباندې خپله واکمنی چلوي، دا چې دوی ته هر څه پېښېږي بار به یې ملت پورته کوي؛ او د ارګ له سمېنټي دېوالونو نه دېخوا په پوره توګه هېڅ خبر نه دي چې څه تېرېږي؟ هېوادوال روغ دي او که نه؟ د هېواد له مظلومو خلکو سره چې موږ(ارګ مېشتو) کومې دروغجنې وعدې کړي آیا موږ هغه په پوره توګه پر ځای کړي؟.

خو نه دوی یواځې پر دې مشغول دي چې له خپلې مور(وطن) سره د څومره جفا کولو وس ولري هغومره یو له بل نه د مخکې کېدو او زور وهلو په حال کې وو/دي.
مظلوم هېوادوال مو چې د سهار ناشته وکړي، دې ته په فکر کې وي چې د ماسپښین یوه ګوله ډوډۍ به ورته پیدا شي او که نه؟
خو په همدې هېلو او امیدونو شپې ورځې سبا کوي چې یوه ورځ به له افقه ورباندې سپینې رڼاګانې را وخېژي دا چې کله به دغه رڼاګانې را خېژي تر اوسه یې ډېرو ان خپل ارمانونه ګور/قبر ته یوړل؛ خو بیا یې هم خپلې هیلې تاندې او ژوندۍ ساتلې دي.

د مهربانه رب دربار ته لاسونه لپه کوم چې پر موږ ورحمېږي؛ زموږ زورېدلی وطن بېرته د اندلس په څېر یو وار بیا په خپل دنګ غرور او قامت را څرګند کړي.
موږ ته پر خپلو فرایضو د ادا کولو لپاره لا د عمل کولو توفیق راکړي؛ دا چې له هر طریقه وي خو چې د رب د رضا حاصل کړو دا زموږ لپاره سره کرښه ده.

یا الله! ته پر موږ او هېواد د دې مبارکې روژې په برکت خپل خصوصي رحم وکړه.
خدایه! دا څلوېښت کاله مو جنګونه ولیدل نور ستړي یو نه غواړو چې نور دې زموږ ګلِ ګلزار وطن د بمونو او باروتو په دودونو کې ووینو، نه غواړو چې بیا دې هر سهار د یوه غم په خبر پیل کړو.

خدایه! ستا دربار زموږ له سوچ او فکره هومره لوی دی چې موږ یې په اړه نه پوهېږو، ته زموږ په بېچاره او مظلومو وطنوالو ورحمېږه.

خدایه! زموږ زړونه ستا پر مینه مست کړه، خدایه! زموږ زړونه په خپل مبارک دین قایم او دایم وساته.
خدایه! زموږ زوړنه ستا په لاسونو کې دي ربه! ته یې په ایمان نور هم کلک او مضبوط کړه.
او په اخره کې درنه د خپل هېواد په حق کې ربه! په ژړا او زاریو د خپل زورېدلي، کړېدلي او بېچاره افغانستان لپاره د سولې، آرامۍ او سوکالۍ غوښتنه کوو.
ربه! ته یې راته په سوله ونازوه، یا الله! ستا لپاره هېڅ هم ناشونې نه ده ته پر موږ ټولو خصوصي رحم وکړې.

امين ثم امين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x