افغانستان

حامد کرزی د کابینې له ځینو غړیو سره ارګون ته تللی

نن ټکی آسیا(جمعه، چنګاښ ۲۷مه، ۱۳۹۳): ولسمشر حامد کرزي د کابینې له ځینو غړو سره یو ځای نن د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالي کې له ویر ځپلو سره ولیدل.
حامد کرزی د ارګون بازار ته لاړ او د تېرې سه شنبې په ورځ د شوې زورورې چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره يې خبرې وکړي.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي وايي چې ولسمشر له زیانمن شويو دوکاندارانو سره هم ولیدل او د ارګون د بازار د بیا جوړېدو ژمنه يې وکړه او هم يې له دوی سره د نغدو پیسو ورکولو وعده هم وکړه.
دا په داسې حال کې دی چې پرون پنجشنبه د حامد کرزي په ځانګړیو ساتونکو د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کې د طالبانو له لوري برید وشو.
د ولسمشر ساتونکو غوښتل د هغه د سفر لپاره د لارې حال واخلي او د خوندیتوب لپاره يې هڅې وکړي، چې د زرمت ولسوالي په هیبت خېلو کې د طالبانو له کمین سره مخ شول. طالبانو پخپله خبرپاڼه کې ویلي دي چې په دغه برید کې يې چې تر ماسپښينه يې دوام وکړ پنځه ویشت عسکر يې وژلي دي، چې د دریو تنو جسدونه په سیمه کې پاتې دي.
ولسمشر حامد کرزی د ارګون په پېښه خواشینی و او هغه يې د پېښې په ورځ وغندله، دولتي مسوولینو د دې چاودنې پړه په طالبانو ور واچوله خو طالبانو دغه چاودنه وغندله او ويلي يې دي چې عاملین به يې پیدا کوي.
له بلې خوا ځينې سیاسي مبصرین پر دې اند دي چې د ارګون پېښه په هېواد کې دروانو سیاسي لوبو نه د خلکو د مخ اړولو په خاطر شوې ده. چې د لیکوال او شنونکي دکتوره میره کي په خبره یاده چاودنه د شمال ټلوالې په پلان شوې ده.
د دکتوره میره کي خبره د ارګون ځينې اوسېدونکي هم مني، د دوی په خبره په پکتیکا کې د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله هم له ټلوالي سره نږدې اړیکي لرلې.
عزیز الله نږدې دوه اونۍ وړاندې په يوه سرتېري برید کې مرګونی ټپي شو چې د نا تاید شویو راپورونو له مخې له چاودنې دوه ساعته وروسته ومړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x