افغانستان

څېړنه: د طالبانو لخوا د امریکايي اډو ساتنې په هکله د رویټرز راپور حقیقت نه لري

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبانو هغه آوازې رد کړي، چې ګواکې د دوحې تړون له مخې په امریکايي اډو د بریدونو نه کولو ترڅنګ له نورو وسله والو ډلو ددغو اډو د ساتنې ذمه واري په غاړه اخیستې وه.

تیره ورځ رویټرز خبري آژانس د یو شمېر لویدیځو چارواکو له قوله راپور ورکړی ؤ، چې طالبانو څه پاسه یو کال راهیسې په افغانستان کې د امریکايي پوځي اډو د ساتنې دنده ترسره کړې ده؛ خو طالبانو دغه راپور په بشپړه توګه رد کړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن ټکي اسیا ته ویلي، چې دا خبره حقیقت نه لري، ځکه د دوحې تړون له مخې دوی یوازې د مئ میاشتې تر لومړۍ نیټې(نن ورځې)په امریکايي ځواکونو بریدونو نه کولو ته ژمن وو، نه داچې هغوی وساتي.

هغه داسې ویلي: « د مجاهدينو لخوا د امريکايانو د بیسونو ساتلو موضوع. په موږ پورې اړه نه درلوده او نه موږ داسې کومه ژمنه کړې وه، بلکې صرف موږ په ۱۴ مياشتو کې په امريکايي بیسونو بريد نه کاوه‌«

باید وویل شي چې تردې وړاندې کابل نیوز هم څو ځله په خپلو راپورونو کې دغې موضوع په هکله د خپلو ناڅرګندو سرچینو په حواله راپور ورکړی وو، چې ګواکې د دوحې تړون د پټو ضمایمو له مخې طالبان پر امریکايي اډو د برید نه کولو ترڅنګ د هغوی د ساتنې مکلفیت هم لري؛ خو اوس څرګنده شوه چې دغه ټولې آوازې او راپورونه بې بنسټه وو.

په ورته مهال د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمدنعیم هم د ضمایمو په هکله نن ټکي اسیا ویلي، چې ضمایم شته؛ خو دا هغه ضمایم دي چې د دوحې تړون د ښه عملي کولو لپاره وضع شوي؛ نه داچې کومه نوې موضوع په کې ځای شوې وي.

ډاکټر محمدنعیم داسې ویلي:«د ضمایمو موضوع موږ نه ده رد کړې، البته دا مو رد کړې چې په ضمایمو کې نوي ضم نسته د توافقنامې د عملي  تطبیق په اړه تفصیل پکې ذکر شوی.»

دا لومړی ځل نه دی چې لویدیځې رسنۍ او په ځانګړې توګه رویټرز د دوحې د سولې تړون او نورو  اړونده موضوعاتو په هکله ناسم راپورونه خپروي، د کومې له امله چې په افغاني ټولنه کې تشویشونو او شایعاتو ته لاره هواره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

په فوتوشغاپ عکسونو صرف د کوچینی مغز خاوندان غولیږی، ثانیآ دا رپورت دروغ ندی. طالبانو ویل چی پس د می له اول تاریخه به زمونږه عملیات پر خارجیانو شروع شی خو اوس وایی چی منتظر یو چی ## مشران مو څه وایی. ما ویل چی په والله که پری یو ډز هم وکړی خو طالبانو بیا په اول د می د لوګر په محصیلینو، بیوزله ماشومانو د کورونو په منڅ کی خپل جهاد شروع کړ. تاسی او الله د روژی په مبارکه میاشت په کوم دین کی داسی بیرحمی په نوم د جهاد روا دی؟ ###

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx