افغانستان

طالبان:‌نور د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د هر ډول اقدام لار خلاصه ده

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): طالبان وایي، بهرنيو ځواکونو له طالبانو سره له کړې هوکړې سرغړونه کړې او په افغانستان کې یې خپل حضور د مۍ میاشتې تر لومړۍ نېټې ها خوا غځولی، چې له امله یې د هغوی په وړاندې د هر ډول اقدام لاره خلاصه شوې.

د طالبانو ویاند «ذبیح الله مجاهد» پر ټویټر لیکلي «دا چې له افغانستان څخه د بهرنيوځواکونو وتل د می میاشتې له لومړۍ نيټې څخه چې په توافقنامه کې ټاکل شوې وه ځنډیدلي، دغې سرغړونې اصولا د اسلامي امارت مجاهدینو ته  د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې د هر ډول مناسب اقدام کولو لاره خلاصه کړې.»

د مجاهد په خبره، طالب مشران په همدې تړاو په سلا مشورو بوخت دي او طالب جنګیالي د خپلې رهبرۍ اوامرو ته په تمه دي او د هغوی له هدایاتو سره مطابق وړاندې ځي.

طالبان داسې مهال د بهرنیو ځواکونو په وړاندې د تصمیم نیولو په تړاو سلا مشورې کوي، چې د طالبانو او امریکا تر منځ د لاسلیک شوې توافقنامې په اساس د بهرنیو ځواکونو د بشپړې انخلاء وخت را رسېدلی؛ خو ناټو او امریکا په افغانستان کې خپل پوځي حضور د شپږ میاشتو لپاره غځولی او د روان میلادي‌ کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نېټې یې په افغانستان کې د خپلو عسکرو د پرېښودلو هوډ کړی.

بل لور ته امریکایي او ناټو ځواکونو له افغانستانه د عسکرو د ایستلو لړۍ پيل کړې او ګڼو هیوادونو په افغانستان کې د دولتي‌ عسکرو د روزنې ماموریتونه هم پای ته رسولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
16 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

LA TAR OSSA YE MAGHZA PA KARAR NA DI
CHA CHI MA SARRAH WAHALLAI SAR PA SANG DI

عبدالمالک همت

درخت دوستی بنشان که کام دل به بار آرد

نهال دشمنی برکن که رنج بی‌شمار آرد

عبدالمالک همت

آسایش دو گیتی تفسیر این دو حرفست «» با دوستان مروّت با دشمنان مدارا

عبدالواحد اڅګزۍ

کفاردرواغجن منافقین اودوکه بازه دی دوی ۱۰۰فوجیان باسی او۵۰۰راولی داټول فریب اوخطایستل دی دکفاروپه وعده باورکول ناپوهیده

طوطی

ماته د افغان انګلیس جنګ را یاد شو چی ویل کیږی صرف ډاکتر برایدن یو تن انګلیس ژوندی تر جلال آباد پوری ورسید او نور ټول ووژل شول. خو بر عکس طالبانو چی چغی او سوری وهلې د می پر اوله یی یو ډز هم پر امریکایانو ونکړ خو په لوګر ولایت کی یی پر خلکو ښه جهاد وکړ هغوی چی ډیری محصلین د پوهنتون ول د روژه ماتی په وخت شهیدان کړل.

طاهر ثابت

طوطی خانه تالبان دافغانستان یوازنی مدافعین باید نسی. زه او ته هم دمورنی خاوری په آزادی کی مسؤلیت لرو. ما او تا څه کړی چه امریکایان وتیښتی ته مجبور سی. عجیبی خبری کوی. که دی دامریکایانو وتيښتی ته خپلی واڼی وتلی دی نو اقلا طالبان خو مه ملامتوه. دکابل مستبدین که دا خبری کوی نو هغه خو خپله یوه ګوله مړی ډوډی په کفری خیرات او مزدوری کی وینی. ددی په لیاره کی هغوی هر غیرمعقول اپلتی لیکی او وایی. ته څه مجبوری لری؟ ديوه سابق اجیر په کور کی میشته خلک دهغوی همکاران ښکاری. زما له مالوماتو سره سم… نور لوستل »

طوطی

ثابت ته: معقوله انسان یی د سړی په شان خبری او لیکنه کوی کور دی آباد. حکومت خو هسې بوډاګی دی پدی خو ټول پوهیږو صرف یوه پوښتنه کوم: آیا دا عمل د طالبانو په لوګر کی اسلام به پریږدو له انسانیت څخه لری نه وه؟ فکر وکړه هلته ټول پولیسان ول، آیا د شفاخانی څنګ ته، د خلکو د کورونو منځ کی د روژه ماتی په وخت داسی ناځوانمردانه عمل څوک کوی؟ زه خپله د پل علم اوسیدونکی یم راوښیه کوم پولیس یی وژلی؟ ماته هم حکومت او هم طالبان دواړه ملامت دی. په والله یو د سړی ځوی… نور لوستل »

طاهر ثابت

داشغال او داشغال دمزدورانو په مقابله کی ستاسو خطا دا ده چه عالی مقصد مو ښه ندی تشخیص کړی. هغه چه ځان شهیدوی هغه پوهیدل چه په کوم صف کی باید ودریږی او دقدرت غوښتونکی نوی. دهغوی په هکله ستاسو نظر توهین دی.
پریږده دا غربی فکرونه. غربیان او دهغوی مزدوران رښتیا هم دقدرت سوا بل هدف نلری. خو یو افغان او مسلمان دغرب پورتنی خبره نسی منلای. هغوی په خپل دین او خاوری مین دی. البته ماده پرستان داسی آرزو نلری او دهغوی تصور هم نسی کولای. راځه چه دمخلصو مسلمانو سره مخالف نسو.

طوطی

طالبان به څه اقدام وکړی په والله که پری یو ډز هم وکړی. هغوی د کافرو د هډو ساتنه کوله څه رسه چی ورسره وجنګیږی. طالبان پر افغانانو جهاد کوی نه په کافرو هغوی د کافرو نه پیسې اخلی او هډی یی ساتی.

محمد بلال (خادم)

له مسلمان نیولی ترکفر وته دتاسی لاری خلاصه ده حوک دی چی له تانه وپوشتی چی ولی وژنه کوی په گرده نری داسی نر به وی چی دتاسی مخه ونیسی تاسو با توران یاستی

طاهر ثابت

دامریکایانو دتړون ماتول سیمبولیک ده. هغوی دخپل تکبر په اساس دا کار کړی دی. هغوی ته دا تړون دشکست قبلول دی. نو په دی اساس هغوی کولای سی خپل مرامونه په نورو جامو کی پرمخ بوزی. هدف جنګ اوس نامرئی دی چه تنها دهغه سیوری به لیدل کیږی مګر عسکر نه. دا چه طالبان دا اعلان کوی چه نورددوحی تړون ددوی لاس ندی تړلی هم یو سیمبولیک خبره ده. خو دا ښه خبره ده ځکه دوی به ددښمن هر اقدام ته لازم ځواب پیدا کړی او په هغه کی به دتصمیم دنیولو ازادی ولری. که داسی لازم تصمیمونه ددوحی دتړون… نور لوستل »

غ.حضرت

د ذبیح … مجاهد د څرګندونو په هکله لنډه څرګندونه: د امریکائیانو د تصمیم بدلون خو آنی او ناڅاپی نه ؤ بلکه څو اوونۍ مخکی په ډاګه اعلان سو نو د طالب رهبرانو! ولی له لومړی سره ددې ( احتمالی ) بدلون په هکله د ( حتمی ) غبرګون سناریو نه وه په ډاګه کړې او یا نه په ډاګه کوی؟ په هر حال، د ټولو متحجرینو او غولیدلو احساساتی ځوانانو او پښتنی خلکیانو او فرصت طلبو نشنلیسټانو او په لاس اینجلس کی د تلویزیون اجیرو تبلیغیانو( عمر خطاب او زرغون شاه شینواری او ورته کسانو ) په وړاندی به… نور لوستل »

Karwan

غ حضرته، ته خپله تبعيض ته لمن وهي او فکر کوم د اهلي تشيعو له ډلي ئي او په پښتو ژبه ليکني کوي. ستا ټولي ليکني د پښتنو په وړاندي له تعصب او کرکي نه ډکي دي. ستا ځيره نوره هم بربنډه شوه، دعمر خطاب تلويزيون يواځني خپرونه ده، چه مطلق حقيقت وائي، نو ځکه دي نه خوشيږي، حقيقت نشي زغملي! ځکه تعصب د سترګي ړندي او غوږونه کاڼه کړي. د ښاغلي عزتمند ورور عمر خطاب خپروني ته ته هم کولي شي تليفون وکړي او خپل نظر ورسره شريک کړي! ته کوم دليل نلري، ځکه ستا نظر مذهبي او پښتتي… نور لوستل »

pttang

غلام حضرت د قندهار له قزل باشان مخه دی ، هغه له جعفري مذهبه هزارګانو مخه ډیر نور هم خطرناکه طائفه ده !

طوطی

غ، حضرت: ته خو په والله که # یی د لوګر پیښی ته جهاد وایی؟ جهاد به هغه وخت وه چی دا انتحار یی د خارجیانو په مرکز کړی وی. ## پدی برید کی اکثرآ د ازری ځوانان محصلین، د نزدی کورونو ماشومان او زنانه شهدان شول. بیا د روژه ماتی په وخت دا به کوم کافر ومنی. ته له کافره هم بدتره انسان یی چی دی برید ته جهاد وایی، آیا وژل شوی کسان بیکناه نول؟ قرآن مونږه صریحآ وایی چی: چا چی یو کس وواژه په نا حقه لکه چی ټوله دنیایی ووژله. ## خانه یو کس ویلی… نور لوستل »

طاهر ثابت

غلام حضرت خانه لیږ ځان دطالبانو په موقع کی تصور کړه. افغانستان به احساسات وګټی او که تدبیر او سړه سینه. طالبانو ډیر مخته امریکا ته اخطار ورکړی وو. دا چه حالات ثانیه په ثانیه بدلیږی نو څکه دطالبانو محطاط اقدام ته ضرورت دی. دهغوی هدف آزادی او اسلام دی. که آزادی په احتیاط راسی نو بهتره ده.
غلام حضرته مونږ باید ځان خطا نکړو. اوس ټول پوهیږی چه څوک لاسپوڅی دی او څوک آزاد. دطالبانو په هکله ستاسو نظر طفلانه ښکاری او مستند ندی.

Back to top button
16
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x