ټولنیزه برخه

مایک ټایسون د اسلام په اړه

حامد افغان

د نړۍ وتلی باکسر مایک ټایسون ( Mike Tyson) وایی: که زندان ته له ننوتلو مخکې چا د اسلام په باره کې راته ویلي وی؛ ناشونې وه چې ما به قناعت پرې کړی و، ځکه هغه مهال زما ژوند له مستیو ډک و، زه په شرابو، ښځو او خوندونو اخته وم او له غرور او تکبره ډک وم، کله چې زندان ته ولاړم غرور مې مات شو، روح مې مخ پر پاکي روانه شوه، خو یواځیتوب او وحشت کړولم او له دې کړاوه یواځې اسلام نجات راکړ.

د اسلام له منلو وروسته مې چې لمونځ پیل کړ د وحشت او یواځېتوب له عذابه خلاص شوم. کله له ځانه سره وایم چې زندان عذاب و، خو په حقیقت کې همدا زندان زما د اسلام منلو لامل شو او د زندان له لارې مې د اسلام ازادي ترلاسه کړه! که ما ته څوک اختیار راکړي چې زندان او اسلام غواړې که هغه پخوانۍ مستې او خوندونه؟ نو زه به خامخا زندان او اسلام غوره کړم.

غواړم امریکایانو ته یوه مهمه خبره وکړم، هغه دا چې زما مسلمانیدل دا معنا نه لري چې ګواکې زه ملایکه شوم، خو زه باور لرم چې تر پخوا به ښه سړی شم، ځکه زه ټول کوښښ کوم چې له سپکو کارونو او ګناهونو ځان وساتم او که چرته زه ګناه وکړم دا معنا به نه لري چې اسلام ناقص دی، بلکي دا به زما کمزوري ګڼل کیږي، اسلام د دې لپاره راغلی چې زموږ کمزورۍ او غلطۍ راسمې کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x