نظــر

د ویتنام او افغانستان د جګړو ورته والی او توپيرونه

احمد جاويد شکیب

د شلمې پيړۍ له پيل سره سم د امریکا متحده ایالات د نړۍ د ستر صنعتي، اقتصادي او نظامي ځواک په توګه د نړۍ رهبري په لاس کې واخېسته.

د امریکامتحده ایالات د هېواد په توګه له رامنځته کیدو سره سم په جګړو کې ښکیله ده، د خپل ټول عمر ۹۳ فیصده وخت يې په جګړو کې تیر کړی دی. د امریکا متحده ایالاتو کلني نظامي مصارف له ۷۳۱ بیلیونو ډالرو څخه اوړي. حال دا چې چین سره له جغرافيوي پراخوالي او د نفوسو ډیروالي، ۲۶۱ بیلیونه امریکايي ډالر کلني نظامي مصارف لري، هند ۷۱ بیلیونه او روسیه ۶۵ بیلیونه ډالره پر پوځ مصرفوي.

د امریکا متحده ایالاتو د ویتنام او افغانستان د جګړو څخه پرته تقريباً نورې ټولې جګړې ګټلي دي, یوازې د کوریا جګړه تقریباً مساوي پای ته ورسیده.

په لومړۍ او دویمې نړيوالو جګړو کې د بریا او بیا وروسته په سړې جګړې کې شوروي اتحاد ته د ماتې ورکولو سره سم، امریکا متحده ایالات د ټولې نړۍ برتر (هژموني) طاقت شو. د چین او روسيې په څیر ستر سیال هېوادونه هم د امریکي هژمون ته تابع شول.

د حیرانتیا او د معجزې خبره دا ده، چې سره له دومره نظامي، سیاسي او اقتصادي قدرت سره د امریکا متحده ایالاتو په ویتنام کې ویت ګانګ او په افغانستان کې طالبان ځانته تابع نه شوی کړی.

ویت کانګ او طالبان نه یوازې د امریکا برتري ته تسلیم نه شول، بلکه د اوږدو جګړو او ډیرو قربانیو په ورکولو سره بلاخره امریکا د شدید قوت د استعمال څخه وروسته، د دواړو ډلو پر وړاندې خپله جګړه ودرلودله.

پوښتنه دا ده، چې دا دوه ډلې په خپلو کې کوم ورته ټکې درولودل، چې د امریکا په څیر طاقت ونه شو کولی چې دوی د ځان تابع وګرځولی؟

په دې لیکنه کې هڅه شوې چې همدې پوښتنې د ځواب په موخه د ویتنام او افغانستان د جګړو ځینې عمومي ورته والی او توپيرونه په نښه شي.

د ویتنام او افغانستان جګړې د امریکا متحده ایالاتو دوه تر ټولو اوږدې جګړې دي، چې د توپيرونو ترڅنګ له یو بل سره ډیر ورته والی هم لري. کیدای شي د ویتنام او افغانستان جیوستراتیژیک، انټروپولوجي او سوسیوپولیټیک جوړښت په جګړو کې د امریکا د ناکامۍ باعث کرځيدلي وي.

د ویتنام او افغانستان د جګړو هر توپير او ورته والی ځانګړې څیړنې ته اړتیا لري او کیدای شي، د سیاسي علومو د محصلانو د مونوګرافو موضوعګاني شي. دلته لیکوال هڅه کوي، چې یوازې د ویتنام او افغانستان د جګړو ځینې، لوی او ښکاره ورته والي او توپيرونه په عمومي شکل ذکر کړي.

لومړی د ویتنام او افغانستان د جګړو ورته والی:

1. د امریکا د کانګرس پریکړې:
ویتنام او افغانستان دواړه جګړې د ځان د دفاع تر نامه لاندې امریکا متحده ایالاتو پيل کړې. د ویتنام د جګړې له پیل څخه مخکې د امریکا متحده ایالاتو داسي څرګنده کړه، چې کواکې دوښمن د دوي پر پیړۍ او هېواد حملې وکړې، چې دوی باید عکس العمل ښکاره کړي.

امریکا مستقماً هغه مهال د ویتنام په جګړه کې ښکیله شوه، کله چې د یوې ادعا په اساس د ټونکن په خلیج چې د ویتنام ختیځ کې پروت دی د امریکا په یوې پیړۍ برید وشو.

له دې سره د امریکا کانګرس د ټونکن خلیج پریکړه لیک صادر کړ، په دې پریکړه لیک کې د امریکا د وخت ولسمشر لینډن جانسن ته د جګړې پراخ صلاحیت ورکړل شو.

د افغانستان جګړه بیا د ۱۱ سپتمبر د پیښې وروسته د طالبانو د حکومت په وړاندې ځکه پيل شوه، چې کواکې اسامه بن لادن د ۱۱ سپتمبر پیښه طرح کړې وه. اسامه په افغانستان کې پټنځای درلود او طالبانو ورته هلته پناه ورکړې وه.

په اصل کې پر افغانستان د تیري لپاره د امریکا د کانګرس پریکړه لیک پر ویتنام د ټونکن د پریکړه لیک کاپي ده. دواړه پریکړه لیکونو کې یوشان جملې او ولسمشرانو ته ورته صلاحیتونه ورکړل شوي دي.

2. د ویتنام او افغانستان د تاریخ ورته والی:
د ویتنام او افغانستان خلګ له بهرنیو یرغلګر څخه کرکه لري. دواړه ملتونه د تاریخ په اوږدو کې هیڅ یوه یرغلګر ته نه دې تسلیم شوي. د هر بهرني یرغلګر په وړاندې يې مقاومت کړی دی.

ویتنامیانو له کلونو څخه د ګاونډي چین هېواد برتري نه ده منلي، په شلمه پیړۍ کې د ستر صنعتي هېواد فرانسوي استعمار په وړاندې وجنګیدل. فرانسويانو ته يې په هندوچین کې سخته ماتې ورکړه او له خپل هېواد يې په زور وشړل.

بیا ویتنامیان د جاپان د یرغل په وړاندې هم سخت وجنګیدل. کله چې امریکا ویتنام ته ورغله د امریکایانو په وړاندې هم وجنګیدل، امریکایان يې هم مات او له خپل هېواد څخه وشړل.

افغانان هم د ویتنامیان په څیر د بهرني یرغلګرو د نه زغملو اوږد تاریخ لري. په اسلامي نړۍ کې یوازې درې هېوادونه، چې یو افغانستان دی د استعمار په دوره کې مستعمره نه شول. افغانانو په ۱۹ پيړۍ کې استعماري برطانيې ته ماتې ورکړه، بیا په ۲۰ پيړۍ کې يې شوروي اتحاد یرغلګري له خپل هېواد څخه په زور وشړل. اوس په ۲۱ پيړۍ کې امریکايي یرغلګر هم له ورته پایلې سره مخامخ دي.

3. اعتماد پر نفس او کلک عزم:
د نړۍ پر سطحه یو لوي اقتصادي او نظامي ځواک په وړاندې جګړه عیناً خود کشي ښکاري. خو ویتنامیانو کې ویت ګانک او افغانانو کې طالبان اعتماد پر نفس او عزم او مرال دومره لوی وو، چې د امریکا نظامي او اقتصادي ځواک هیڅ پروا يې ونه کړه. د ویتنامیانو رهبر هو چې مین ویلي وو، چې دی سل کاله نور هم جګړې ته تیار دی.

طالبانو بیا امریکایانو ته ویلي که تاسو سره ساعت دی له موږ سره وخت. د طالبانو رهبر ملامحمد عمر چې کله د امریکا کواښ واوریدل، چې امریکا به دی نیسي او یا به يې وژني نو وویل: “الله له موږ سره وعده کړې، چې زما ځمکه پراخه ده او امریکا ما تۀ وايي، چې زه به دې پيدا کړم او وبه دې وژنم وبه ګورو چې د چا وعده رښتیا ثابتیږي.” همدارنګه د طالبانو مشر یو ځل له بي بي سره په مرکه کې ویلي و، چې امریکا به په افغانستان کې ناکامه کیږي، حال دا چې نظامي موازنې سره دا نظرونه په ټکر کې وو. یوازې د لوړ مرال او قوی اعتماد پر نفس درلودونکي کسان د داسي خبرو او عمل جرئت کولی شي.

4. د ستر یرغلګر هېواد د ماتي امکانات:
دا چې ویتنامیانو د فرانسې په څیر ستر نظامي ځواک ته مخکې ماتې ورکړې نو دوی په دې متیقن وو، چې که یو یرغلګر ډیر قوي او ستر هېواد هم وې نو ماته يې ممکنه ده، ځکه د یرغلګرو هېوادونه له پوځي او سیاسي ځواک سره، د جګړې لپاره مرال، اخلاقي جرئت او مشروعیت شتون نه لري.

د استعماري فرانسې په وړاندې ډیری ویتنامي جنګیالي د امریکا په وړاندې هم جګړه کوونکي وو. د ویتنامیانو په مشهورو جنرالانو کې جنرال ژیاپ وو، چې هم يې فرانسې ته ماتې ورکړه، هم جاپان او امریکا ته.

افغانان هم په دې باورې وو، چې لکه څنګه، چې انګریزانو او بیا روسانو په افغانستان کې ماتي وخوړه نو امریکا شکست هم ممکنه دی. ځکه ډیری جنګيدونکي افغانانو خپله مبارزه مشروع ، د حق، عدالت او د ځان د دفاع جګړه ګڼله. حال دا چې امریکایي یرغلګر د خپلې جګړې پر مشروعیت له پیل څخه شکمن وو.

که څه هم د افغانستان په قضیه کې ډیری هغه افغانان چې د روسانو په وړاندې يې جګړه کړې وه، له امریکا سره یوځای شول. په دوی کې یوازې یو محدود شمیر رهبران، چې د شوروي اتحاد په وړاندې جنګیدلي وو، د امریکا په وړاندې هم جګړې ته زړه ښه کړل، د بیلګې په توګه ملامحمد عمر، استاد یاسر، جلال الدین حقاني او داسې نور …

5. ګوریلايي جګړې:
ویت ګانګ او طالبان دواړو ډلو د خرپ او ترپ له جنګي تخنیک څخه استفاده کوله. په دې ډول جګړو کې د ستر هېوادونو د جګړې لګښت ډیر زیات وي حال دا چې ګوریلا جګړه ماران بیا په ډیرو کمو مصارفو جګړه جارې ساتلی شي.

6. د ګاونډیانو دوه مخی سیاست:
د ویتنام په جګړې کې د ویتنام د ګاونډي هېواد کمبودیا او د افغانستان په قضیه کې پاکستان په جګړې کې دوه مخی سیاست ولوبول، کمبودیا له یوې خوا د امریکا متحده ایالاتو څخه ۸۰ میلیونه ډالره مرستې ترلاسه کړې، بلخوا يې له شمالي ویتنامیانو سره هم اړیکې غځولې وې. پاکستان هم له یوې خوا د امریکا متحده ایالاتو څخه له ۲۰ بیلیونو څخه ډیره مرسته ترلاسه کړه، له بل لورې یې د امریکا متحده ایالاتو دوښمنانو په وړاندې غوښتل شوي جدي اقدامات ونه کړل.

7. طبیعي او جغرافيوي جوړښت:
د ویتنام ځنګلونه او د افغانستان غرونه، ویت کانګ او طالبانو ته نعمت او امریکایانو لپاره غضب وو. همدارنګه دواړو هېوادونو ته د امریکا متحده ایالات له یو بلې لويې وچې څخه راغلې وه، نو د فاصلې لریوالی هم د دواړو هېوادونو مشترک صفت دی.

8. د یرغلګرو ترمنځ نه توپير:
افغانانو او ویتنامیانو ته د امریکا، روس او فرانسي ترمنځ توپير نه کیده. دوی دواړو ته په یوه سترګه کتل، ځکه په یرغلګرو کې ښه او بد نه وي، یرغلګر یوازې هغې ډلې ته ښه وي، چې مادي منافع يې ورسره نغښتې وي.

9. فساد او له فرهنګ او کلتور:
په جنوبي ویتنام کې د امریکا لاسپوڅي حکومت کې فساد خپل اوج ته رسیدلی وو، خلګو په حکومت اعتماد نه درلودل. د ویتنام خلګ بودیستان خو ولسمشر يې کاتولیک عیسوی و، چې د عامو ویتنامیانو له فرهنګ سره یې هیڅ اړخ نه لګول.
په افغانستان کې هم د امریکا ملاتړی حکومت کې د جنوبي ویتنام د حکومت په څیر اداري او اخلاقي فساد شتون لري. ډیری واکمنان يې د افغانستان د خلګو له کلتور او فرهنګ څخه بیګانه دي. غربي ارزښتونو پر اسلامي او افغاني ارزښتونو کلتور او عنعناتو غوره ګڼي.

10. د جګړو پټ اسناد:
د ویتنام جګړې په دوران کې د امریکا د متحده ایالاتو پټ اسناد رسوا شول، چې د پنټاګان اسناد بلل کیدل. په دې اسنادو کې امریکايي جنرالان متیقین وو، چې د ویتنام جګړه نه شي ګټل کیدای؛ خو دې جنرالانو د جګړې د جارې ساتلو په موخه د امریکا ولس ته دروغ ویل.

په ۲۰۱۹ کال کې واشنګټن پوسټ بیا په افغانستان کې د امریکا د جګړې پټ اسناد خپاره کړل، چې د مرکو په مټ چمتو شوي وو. په دې اسنادو کې د ویتنام په څیر امریکايي جنرالانو د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا ولس ته دروغ ویل. د افغانستان جګړه پر غلط لورې روانه وه او جګړه نه شوی ګټل کیدای.

11. د سولې پروسه او د سولې لپاره دفترونه:
د جنوبي ویتنام د حکومت د خوښې پرته د امریکا متحده ایالاتو د ویت ګانګ کمونستانو سره مستقیماً مذاکرات پیل او په فرانسه کې يې ورته رسمي دفترپرانیستل.
په افغانستان کې هم د امریکا متحده ایالات د افغان حکومت د خوښې خلاف له طالبانو سره د سولې مستقیمې خبرې پيل کړې او په دوحه کې يې ورته دفتر پرانیستل، چې د وخت ولسمشر حامد کرزي د امریکا دا اقدام سخت وغانده.

12. د مخالفینو غوښتنې:
د امریکا سره د سولې د خبرو په دوران کې د ویت ګانګ د مذاکراتو سره کرښه له ویتنام څخه د امریکايي سرتیرو بشپړ وتل وو، چې همداسي وشول، بلاخره د امریکا ټول سرتیري له ویتنام څخه ووتل.
د امریکایانو سره د طالبانو د مذاکراتو په دوران کې اساسي غوښتنه او د طالبانو سره کرښه هم له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو بشپړ وتل دي.

13. بشري حقوق:
که څه هم امریکا د رسنیز قدرت په ذریعه ډیری عام خلک په دې غلطوي، چې دوی بشري حقوقو ته درناوي کوي، خوحقیقت داسي نه دی. په ویتنام کې د امریکا متحده ایالاتو بیلابیلې ډلیزې وسلې، چې د نړیوالو قوانیو کې منع دي وکارولې، د ویتنامیانو کلي او کورونه يې وسوځول. ویتنامیانو ته يې بلکل د انسان په سترګه نه کتل د جګړې ټول قوانین يې تر پښو لاندې کړل.

په افغانستان کې هم د ویتنام په څیر بشری حقوق تر پښو لاندې شول، ودونه بمبارد شول، کورنه ړنګ او په زرګونه ښځې او ماشومان ووژل شول. حتی د بی ګناه افغان ماشومانو ووژل شول، ګوتي يې د یادښت په موخه امریکايي سرتیرو له ځان سره وساتلې. ډیری بی ګناه افغانان په کلونو، کلونو په بیلابیلو زندانونو کې وساتل شو.

که څه هم د ویتنام او د افغانستان جګړې ډیر نور ورته والي هم لري، لیکوال همدا کافي بولي.
اوس به د دواړو جګړو یو څو توپیرونه په نښه شي

دویم د ویتنام او افغانستان د جګړې توپيرونه:
1. د ویتنام جګړه یوازې د امریکا جګړه وه، یوازې امریکايي سرتیرو په ویتنام تیری وکړ، خو د افغانستان جګړه بیا د نړیوال ائتلاف جګړه ده.

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو پر وړاندې یو ستر نړیوال ائتلاف جوړ شو. د دې ائتلاف پوځي برخه کې د ناټو هېوادونو ترڅنګ د ۴۲ هېوادونو نظامیان شامل وو. په اسلامي هېوادونو کې ترکيه، عربي متحده امارات او اردن هم افغانستان ته د جګړې لپاره سرتیرې واستول.

2. د جګړې ایډیالوژیکي اړخ:
له آیډیالوژیک پلوه د ویتنام جګړه د دوو نړیوالو ایډیالوژیو کمونیزم او کپيټلیزم ترمنځ جګړه وه. یو پلو ویت کانګ د کمونیستانو ډله وه، چې د پخواني شوروي اتحاد او چین يې ملاتړ کول. بل پلو امریکا او د آزاد بازار نړۍ وه، چې د جنوبي ویتنام د لاسپوڅي حکومت ملاتړې وه. ویتنام ته د سړې جګړې دویمه ګرمه جګړه هم وايې یعني د سړې جګړې په دوران کې امریکا او شوروي اتحاد په درې ځایونو کې ګرمې جګړې وکړې، چې یو يې کوریا دویم ویتنام او دریم افغانستان وو.

د طالبانو او القاعدي په وړاندې د نړیوال ائتلاف جګړې له ځان سره د سمويل هانټنګن د تمدنونو د ټکر نظریه درلوده. د غربي تمدن ټکر د اسلامي تمدن سره. د امریکا ولسمشر جورج ډبلیو بوش خپلې جګړه صلیبي جګړه یاده کړ. صلیبي جګړې د کاتولیک کلیسا او مسلمانانو ترمنځ تر ټولو اوږدې له ۱۰۹۵ – ۱۲۹۱ پورې جګړې دي.

3. انتخابات:
د ویتنام د جګړې څخه مخکې د امریکامتحده ایالات د انتخاباتو مخالفت وکړ، ځکه امریکایان ویریدل، چې د انتخاباتو په پایله کې به کمونیستان واک ته ورسیږي، خو په افغانستان کې بیا امریکا د ډیموکراسي او انتخاباتو ملاتړي وه.

4. د جګړې اهداف:
په ظاهري ډول د افغانستان د جګړې هدف دا وو، چې د امریکا په اصطلاح د ترهګرو پټنځايونه له منځه یوړل شي او طالبان پرې نښودل شي، چې بیا داسي اسلامي امارت جوړکړي، چې د غربي ارزښتونو سره په ټکر کې وي. خو ویتنام په جګړې بیا د کمونیستان نفوذ او نورو هېوادونه د کمونیست کیدو ویره وه.

5. ملاتړ:
ویت ګانګ ډلې د امریکا په وړاندې په جګړه د ګاونډیو هېوادنو هر یوه لاوس، کمبودیا ترڅنګ د سترو هېوادونو چین او شوروي اتحاد اخلاقي، نظامي او مالي ملاتړ له ځان سره درلود. د ویت کانګ جنګیالي له لاوس او کمبودیا کې پټنځایونه درلودل او د تونلونو له لارې جنوبي ویتنام ته ننوتل او هلته يې پر امریکايي او جنوبي ویتنام پر نظامي هډو او سرتیرو بریدونه کول.

خو وسله طالبانو بیا د امریکامتحده ایالاتو او افغان حکومت پر وړاندې په جګړه کې د پاکستان له ملاتړ څخه پرته په ظاهرې ډول د بل هیڅ کوم ستر (چین او روسیه ) هېوادونو ملاتړ له ځان سره نه درلود.

د پاسنیو توپيرونو سره سره د افغانستان او ویتنام ترمنځ نور ډیر توپيرونه هم شتون لري، چې په دې لیکنه کې پر همدې توپيرونو باندې اکتفا کیږي.

يو څه چې د ویتنام او افغانستان جګړو د ورته والي او توپیرنو ترمنځ پاتې ده او لا معلومه نه ده، هغه دا ده، چې له جنوبي ویتنام څخه د امریکايي سرتیرو له وتلو وروسته سیګان ( د جنوبي ویتنام پلازمینه) د جګړې پر مټ ویت کانګ لاس ته پریوت. امریکايي وروستۍ چورلکي، چې څومره کسان د سفارت له بام څخه ژوندي ویستل هغه ژوندي پاتي نور ټول د ویت کانګ رحم ته پریښودل شول، چې ټول ووژل شول.

اوس پوښتنه دا ده، چې آیا له افغانستان څخه د بهرنیو سرتیرو د وتلو وروسته افغانستان به جنوبي ویتنام ته ورته د طالبانو په لاس له سقوط سره مخامخ شي او یا د جنوبي ویتنام څخه په توپير د افغان حکومت او وسله وال طالبان به د مذاکراتو په میز د سولې یوې موافقي ته ورسریږي، چې په ترڅ کې به یو ټولشموله سوله اییز اسلامي حکومت رامنځته شي؟

په دې هېله، چې د افغانستان جګړه په دې برخه کې د ویتنام له جګړې سره ورته والي ونه لري. په جګړې کې ښکیل غاړي له زغم، فداکاري او تعقل څخه کار واخلي د نظام د ړنګیدو پر ځای د نظام اصلاح غوره وګڼي، ځکه یو فاسد او خراب نظام هم د نه نظام څخه غوره دی.

په درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x