تاریخ او شخصیتونه

د امت څراغان؛ سیدنا ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله عنه

حبیب الرحمن محبُ الرسول

قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: (لكل امة امين، وأمين هذه الأمة ابو عبيدة)

د اسلام او صحابه کرامو رضی الله عنهم د لښکر امیر، جنتي صحابي، بدري صحابي، د محمدي امت امین، د شام او روم فاتح، حضرت سیدنا ابوعبیده بن الجراح رضی الله عنه چې اصلي نوم یې عامر بن عبد الله بن الجراح و او د قریشو د بنو فهد کورنۍ ته منسوب و د سابقون الأولون صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه دی، د حضرت امیرالمؤمنین صدیق اکبر رضی الله عنه په دعوت هغه وخت په اسلام مشرف سو چې فخر الرسل صلی الله علیه وسلم دار ارقم ته نه و داخل سوی.

حضرت ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه د بدري صحابه کرامو رضی الله عنهم څخه و هغه چې الله جل جلاله خپل رضا ورته اعلان کړی ده او د عشره مبشرة صحابه کرامو څخه هم و هغه چې محبوب صلی الله علیه وسلم پر یوه ځای پر لسو نفرو جلیل القدر صحابه کرامو رضی الله عنهم د جنت زیری وکړ.

په هغو صحابه کرامو کي هم شامل و چې تر ونې لاندې یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاس د سرښندنې بیعت کړی و چې په سورة الفتح کي الله جل جلاله د ونې لاندې بیعت کوونکو صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین څخه خپل رضاء اعلان کړه.

کله چې حضرت ابو عبيدة رضی الله عنه د اسلام حق دعوت قبول کړي، نو دا داسې وخت و چې په هغه وخت کې اسلام قبلول د اور په سکروټو کې د لاس ننه ايستلو په معنا و خو ابو عبيدة رضی الله عنه دغه اور ته په ورین تندي او پوره افتخار سره ور ودانګل ځکه چې الله جل جلاله او رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته له خپله ځانه ډیر ګران وه.

ابو عبیده رضی الله عنه یو سرښندونکی مجاهد و او د زهد او تقوی، صدق او امانتداري یو سمبول و، له همدې امله کله چې په نهم ۹ هجري کال کې د نجران د خلګو نمایندګان مکې مکرمې ته راغلل او ویې غوښتل چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم استازی ورسره ولاړ سي او د حق دعوت او تعلیم ورته وکړي نو سرور کائنات صلی الله علیه وسلم هغوی ته وفرمایل زه به له تاسو سره یو رښتينی امانتدار وليږم یعنې زما په امت کې تر ټولو امین کس ستاسې سره لیږم.

حضرت عمرفاروق رضی الله عنه فرمایي کله چې محبوب صلی الله علیه وسلم د لمانځه څخه فارغ شو نو راسته او چپه خوا ته یې کتل او ما به د ځان د ورښولو لپاره ځان ورغځاوه تر څو چې دغه سعادت او د امین لقب را په برخه سي چې پدې وخت کې د محبوب صلی الله علیه وسلم نظر په ابو عبیده رضی الله عنه باندې ولګیده او ورته یې وفرمایل:
د دوی سره ولاړ سه او د دوی ترمینځ د دوی د خپل مینځي شخړو په هکله د حق فيصله وکړه او پدې وخت کې پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمایل: لكل امة امين، وأمين هذه الأمة ابو عبيدة ( د هر امت لپاره یو امین سته او ددې امت امین ابوعبیده دی )
حضرت ابو عبیده رضی الله عنه حبشې ته هم هجرت کړی و او بيا د مدینې په لومړیو مهاجرینو کې هم شامل وو.

ابو عبیده رضی الله عنه ته الله جل جلاله او رسول صلی الله علیه وسلم او د اسلام مبارك دين تر مور او پلار او خپلو خپلوانو ډیر محبوب و، د دې اثبات ابوعبیده رضی الله عنه د بدر په معرکه کې ښکاره کړ چې د الله جل جلاله د خوښې لپاره یې د خپل پلار سر په توره ورپریکړ.

د احد په جګړه کې چې مسلمانان په سخته ازموينه کې ولویدل ابو عبیده رضی الله عنه د محبوب صلی الله علیه وسلم سره د خپلې بې حده مینې څرګندونه داسې وکړل چې ابوبکر الصدیق رضی الله عنه وایي: د احد په ورځ په رسول الله صلی الله عله وسلم باندې یو سخت ګوزار داسې وسو چې د زغرې د جنګي خولۍ دوې کړۍ د هغه صلی الله علیه وسلم د سر په دواړو خواوو ښخې سولې، زه د هغه خواته ور روان وم، کتل مې چې یو سړی پداسې تیزۍ د محبوب صلی الله علیه وسلم خواته ورغی لکه چې په وزرونو الوزي او دا سړ ابوعبیده رضی الله عنه و، ما چې کله غوښتل چې د سرور کائنات صلی الله علیه وسلم له سر نه کړۍ وباسم نو ابوعبیده رضی الله عنه راته قسم وکړ او ویې ویل:
د الله جل جلاله روی مي در وړی دی دا کار ماته پریږده زه به یې وکړم او بیا یې په غاښو باندې د محبوب صلی الله علیه وسلم د خول یوه کړی راوایستله، کله چې یې کړۍ وغورځوله د هغه غاښ هم ورسره وغورځیده، بیا یې د بل مخ کړۍ په بل غاښ سره ونيوله، هغه یې چې وایستله بل غاښ یې هم ورسره ووت، ددې زړه دردوونکي منظر په کتلو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مبارك مخ په وینو رنګ و، ابو عبیده رضی الله عنه په خواشینۍ سره وویل: څنګه به کامیابه سي هغه قوم چې د خپل پیغمبر صلی الله علیه وسلم مخ یې په وينو رنګ کړ او هغه صلی الله علیه وسلم یې د پروردګار خواته دعوت کوي.

د رب جل جلاله د لارې دغه ستر مجاهد په ټولو غزاګانو کې د یو تکړه قوماندان په صفت برخه واخیستله څومره لوی شان و د ابوعبیده چې د سلاسل په غزا کې چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم د عمرو بن العاص رضی الله عنه لپاره د مرستې لښکر ولیږه او په هغه کې حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه او حضرت عمر رضی الله عنه غوندې شخصيتونه شامل وه نو ابو عبیده رضی الله عنه یې ددغه لښکر قوماندان وټاکه.

د خبط په غزا کې چي کله رسول الله صلی الله علبه وسلم څه له پاسه درې سوه تنه مجاهدین د حضرت ابو عبیده رضی الله عنه تر قیادت لاندې ولیږل، پدې غزا کې له مجاهدینو سره د خوراك لپاره د یو څه اندازه خرماوو نه پرته نور څه نه وه حتی دومره سختي پرې راغله چې یو تن مجاهد ته به یې د ورځې یوه دانه خرما ورکوله، ټوله ورځ به يوه سړی هغه يوه دانه خرما داسې رودله لکه ماشوم چې د مور تی روي، اوبه یې ورپسې څښلې او په هغې به یې ګوزاره کوله او کله چې هغه هم ختمې سوې بیا به یې د ونو پاڼې خوړلې او اوبه به یې ورپسې څښلې خو د مجاهدینو په صبر او ثبات کې څه سستي رانغله.

د محبوب صلی الله علیه وسلم له رحلت څخه وروسته ابو عبیده رضی الله عنه د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه او عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې د الله جل جلاله په لار کې جهاد ته ادامه ورکړه.

کله چې د شام او ایران د جګړو اوږده لړۍ شروع شوه ابوبکر صدیق رضی الله عنه د شام خواته ابو عبیده رضی الله عنه د فلسطین خواته عمرو بن العاص رضی الله عنه د اردن خواته شرحبيل بن حسنه رضی الله عنه او د دمشق خواته یزید بن ابي سفیان رضی الله عنه وټاکل خو د رخصتیدلو په وخت کې یې ورته هدایت ورکړ چې که د جګړې په ترڅ کې تاسې يو ځای کیدو ته اړ وځي نو بیا به ستاسې ټولو قوماندان ابوعبیده وي.

حضرت ابو عبیده رضی الله عنه چې کله روانیده ابوبکر صدیق رضی الله عنه تر مثنية الوداع پورې ورسره مشایعت وکړ او د رخصت په وخت کې یې ورته وويل: ابوعبیده ښه عمل کاوه چې ژوندی یې جهاد کاوه چې  شهید مړ سه الله جل جلاله دي ستا عملنامه ستا په راسته لاس کې در کړي په دنیا او اخرت کې دې ارمان پوره سه، په الله جل جلاله قسم زه هیله من یم چې ته له هغو خلګو څخه یې چې د الله جل جلاله څخه ډیر بیریږي، د دنيا سره یې مینه نه وي، د اخرت غوښتوونکي وي، الله جل جلاله په تا باندې ډیره پیرزوینه کړې ده چې ته د اسلام د لښکر د مشر په حیث د الله جل جلاله د دښمنانو سره د جنګیدو لپاره روان یې نو کوم خلک چې د الله جل جلاله څخه منكر دي، د الله جل جلاله سره شریك نیسي او د دروغو خدایان یې ځان ته نیولي دي له هغو ټولو سره جهاد وکړه.

الله جل جلاله حضرت ابوعبیده رضی الله عنه ته پدې سترو جنګونو کې ستره فتح په نصيب کړل د شام او روم لښکرو ته یې ماتې ورکړه او په بې شمیره سیمو کې د توحید بیرغ ورپیده.

په عمري خلافت کې حضرت عمر رضی الله عنه د شام د اوږدو جګړو په ترڅ کې حضرت ابوعبیده رضی الله عنه ته د حضرت خالد بن ولید رضی الله عنه په ځای د قومانداني فرمان ولیږه هغه دا فرمان پټ وساته او د جګړې له پای ته رسیدو نه وروسته یې ورکړ، خالد بن وليد رضی الله عنه وويل:

ابو عبيده! الله جل جلاله دې په تا باندې رحم وکړي، ولي دې همغه وخت خبر نکړم چې دغه فرمان درته رارسیدلی و؟
امین الامة رضی الله عنه جواب ورکړ: انی کرهت أن اكسر عليك حربك وما سلطان الدنيا تريد ولا للدنيا نعمل كلنا في الله اخوة ) ما دا ښه ونه ګڼله چې جګړه درباندې خرابه کړم، موږ خو نه دنیوي اقتدار غواړو او نه د دنیا لپاره کار کوو، موږ ټول د الله جل جلاله په لاره کې وړونه یو.

ابوعبیده رضی الله عنه د یرموک په هغه سخته او قاطع غزا کې د اسلامي او جنګیالي لښکر امیر و په دغه جنګ کې د کفارو او رومیانو شمیر تقریباً اووه لکه ۷۰۰۰۰۰ و او د مسلمانانو شمیر دولس زره یا پنځه ویشت زره و چي وروسته الله جل جلاله فتحه مسلمانانو ته ورکړل او د روم د فتحه کولو لپاره لاره خلاصه سول او د هرقل پایتخت ته مسلمانان ورسیدل.

کله چې شام فتحه سو نو عمرفاروق رضی الله عنه د مجاهدینو سره د ملاقات لپاره هلته ورغلی نو هلته د لښکر قومندانانو د مسلمانانو د امیر عمر فاروق رضی الله عنه ډوډۍ وکړله خو ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه د امیرالمؤمنین رضی الله عنه ډوډۍ ونکړله نو امیرالمؤمنین رصی الله عنه ابو عبیده رضی الله عنه ته وویل:
ټولو قومندانانو زما میلمیستیا وکړله خو یوازې ته یې چي زما ډوډۍ دې ونکړله، ابوعبیده رضی الله عنه ورته وویل که چیرې ته زما ځای ته راسي نو وبه ژاړې خو عمر فاروق رضی الله عنه ورته وویل چې یا خامخا درځم نو ابو عبیده رصی الله عنه عمر فاروق رضی الله عنه ته دعوت وکړ، کله چې عمر فاروق رضی الله عنه د امین الامة ابوعبیده ابن الجراح رضی الله عنه خېمې ته ورغلی نو ویې کتل چې هلته هیڅ شي نسته فقط د خیمې په یو څنډه کې ریګ پراته وه او د آس زین پروت و چې پر ریګو به ابو عبیده رضی الله عنه پریوت او د آس زین یې تر سر لاندې کاوه، کله چې عمر فاروق رضی الله عنه کښیناست نو ابوعبید بن الجراح رضی الله عنه ورته وچه ډوډۍ څو پارچې، مالګه او اوبه راواخیستلې ویل دا وخوره، کله چې عمر فاروق رضی الله عنه دا حال ولید نو ډیر یې وژړل او ابو عبیده رضی الله عنه یې په غیږ کې ونیو او ورته یې وویل چې یوازې ته زما ورور یې پر تا دنیا کوم تاثیر ندی کړی.

ابو عبیده رضی الله عنه د عمر فاروق رضی الله عنه څخه مخکې وفات سو.

حضرت عمر رضی الله عنه يوه ورځ وفرمايل: لو كان ابو عبیدہ بن الجراح حيأ لاستخلفته فان سالنی رب قلت استخلفت امين الله و امین رسوله ( یعنی که ابو عبیدہ بن الجراح رضی الله عنه ژوندی وای ما به خپل جانشین ټاکلی وای او که الله جل جلاله د هغه په اړه زما څخه پوښتنه کړې وای مابه ورته ویلي وای چې ما  د الله جل جلاله او رسول الله صلی الله عنه امین خپل جانشین ټاکلی و.

دا د ابو عبیده بن الجراح رضی الله عنه مقام و.

(رضی الله عنهم ورضو عنه)

مأخذونه:
اسدالغابه
البدایه والنهایه
حیاة الصحابه
حقپالوونکي
تاریخ ابن حیات الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx