دیني، سیرت او تاریخ

نبوت انساني اړتيا ده- ۲۲ مه برخه

اسدالله رزين

رښتیا هم چې امت په دغسې حالاتو کې ابوبکر ته اړتیا لرله چې: دا رنګه هر لوریز کړنیز نظام په میراث ورته پریږدي چې په اسانۍ پکې واوسیدای شي، نو ځکه د خلافت د عظیم مقام لپاره د رسول الله (ص) له لوري په نښه سوي، د قحافه زوی خپل ټول هغه فرصت چې ورته حاصل و، سیرت ته په کتو کې و کاراوه او د امت د چوپړ په سر شارې جذبه کې یې دا رنګه په امانت دارۍ او رښتینولۍ کې سرته ورساوه چې د دوستانو خولې له خوشالۍ او دښمنانو خولې له غمه او همه ورته پرانستې پاته سوې.

ابوبکر صدیق(رض) ته ناروغي ورپېښه سوه او دا چې ناروغي یې نور د مرګ حالت ښود، نو د محمدي سیرت صورت ابوبکر(رض)د امت د برخلیک په فکر کې پاته سو. ابوبکر صدیق(رض)ته وخت نازک ښکاره سو، نو ځکه یې د مشورو لړۍ پیل کړه او د ځای ناستي د نومولو لپاره یې د عبدالرحمن بن عوف(رض) او عثمان بن عفان(رض) رایه معلومه کړي او له هغو دواړو سره بیا سعید بن زید ابا العوار، اسید بن المحضیر او نورو مهاجرینو او انصارو مشورې وکړې او له ابوبکر(رض) وروسته یې عمر (ض)داسې شخصیت بیاموند چې په هر لحاظ د دې لوړ مقام لپاره وړ و او ویل به یې چې په موږ کې د هغوی په څېر بل نشته.

ابوبکر صدیق(رض) حکم وکړ چې د مشورو په پایله کې عمر(رض) د بیعت اخستلو لپاره په لیکلې بڼه کې د خلکو منځ ته یوسي. لیک ولیکل سو، خو د عمر(رض)نوم پکې له یاده ووت او ونه لیکل سو.
په دغه شیبه کې په ابوبکر(رض) د ناروغۍ د شدت له کبله بې هوښي ورغله. کیدای سي چې په همدغه دلیل به د عمر(رض) نوم لیکنه له یاده وتلې وي، خو عثمان(رض)د عمر (رض) نوم ولیک، ابوبکر(رض) یوه ښه شیبه بې هوښه پاته سو، خو چې کله ښه سو، نو سمدستي یې د لیکل سوي لیک د بیا لوستلو غوښتنه وکړه.

ابوبکر(رض) چې د امت د ځوریدو ډیر درسونه له خپله پیشوا (صلی الله عليه وسلم) اوریدلي او زده کړي و. زما په اند به د لیک د بیا لوستلو لامل د عمر(رض) د نوم د نه لیکلو اندیښنه وه.

امتي صاحبه! د لیک بیا لوستل روان و چې ابوبکر(رض) د عمر(رض) نوم پکې واورید، له مبارکې خولې یې چې څومره کولای سوای، د الله اکبر ناره په ډیر احساساتي آواز کې را وایسته او زیاته یې کړه: که زه تللی یعنې وفات سوی وای او د عمر(رض) نوم نه وای لیکل سوای، نو به بیا د خلکو تر منځ د نفاق اوربل سوی وای.

ابوبکر(رض) لیک ټاپه کړ او عمر(رض) چې اسید بن سعید القرظي هم ورسره و د عثمان بن عفان په واسطه د خلکو په لویه ټولنه کې داسې اشاره ورته وسوه. څوک چې په دغه لیک کې د بیعت اخستو لپاره نومول سوی بیعت ورسره کوئ؟
ټولو په هو سره ځواب ور کړ او عمر(رض) د دوهم خلیفه په توګه وټاکل سو.

د حضرت ابوبکر صدیق(رض) د محمد رسول الله(ص) په امت د لوریدنو پیالې لا ډکې پاته وې، نو ځکه یې طاقت ونه سوای کړای او حضرت عمر(رض) یې بیا یواځې را وغوښت او د لوریدنو ډکې پیالې یې عمر(رض) ته په خپلو اخلاصمنو او تقوا پیچلو ټکو کې د وصیت او نصیحت تر سرلیک لاندې چې دواړه لاسونه یې د عجز د اظهار لپاره د الله تعلی(ج)په دربار کې د صدیق د عجز په بڼه کې پورته کړي و دارنګه تشې کړې.

اللهم اني لم ارد بذلک الا صلا حهم و خفت علیهم الفتنة فعلت فیهم بما انت اعلم به واجتهدت لهم رایی، فولیت علیهم خیرهم، اقواهم علیهم، احرصهم علی ما ارشد هم، وقد حضرني من امرک ما حضرفاخلفني فیهم ، فهم عبادک و نواصیهم بیدک اصلح لهم و الیهم ، واجعله من خلفائک الراشدین یتبع هدی نبي الرحمة و هدی الصالحین بعده و اصلح له رعیته.(۱)

عمـــربن الخطاب (رض) د ابوبکر صدیق(رض) د خلافت موده دوه کاله او درې میاشتې وه. د ناروغۍ موده یې پنځلس ورځې وه په کوم عمر چې محمد رسول الله(ص) وفات سو. د ابوبکر(رض) هم هغه (۶۳)کاله عمر و، ابوبکر(رض) هم د دوشنبې په ورځ وفات سو او په هغه شپه کې چې د لمانځه ورکولو ویاړ یې هم عمر فاروق(رض) ته حاصل سو.

د خپل پیشوا حضرت محمد مصطفی(ص) له خوا سره د خاورو حسن او پکې پټ کړل سو او له مرګ وروسته یې د وفا بل دفتر پرانست چې د انساني تاریخ په آیینه او حافظه کې به د تل لپاره پاته وي او امت ته په درسونو کې به یو بل باب ور و ګڼل سي.

امتي صاحبه!
رښتیا هم چې دا ډیر بختور امت دي، د هرې زمانې، هرې شیبې، شپې او ورځې، کور، دفتر، غر او سمې، تجارت، کرهڼې، شپني، مزدوري، جنګ، سولې، دعوت، ژوند او مرګ د ښه ترسره کولو بهترین او تر ټولو طلا و طلایي عملي او نظري درسونه لري او دغه ټولې ښېګڼې د یوه صالح نظام او صالح مشرتابه په شتون او پایله کې ورته حاصلې دي.

امتي صاحبه!
انساني نړۍ د ډیرو نظامونو تر سیوري لاندې واوسیده، خو رښتیا او د خوند خبره دا ده چې یوازې د هغه صالح نظام او صالح مشرتابه تصور کوم چې له رسول الله(ص) یارانو ته په میراث ور پاته و په انساني ذهنیت کې تازه او زرغون پاته ده. زما په فکر خو د راشدینو خلفاوو نظام آو ټوله موده یې د نبوي سیرت یوه نه بیلیدونکې برخه ده او وي به.

د خواشینۍ خبره داده چې له ایزمونو ستړی او ځوریدلی انسانیت چې د یوه صالح نظام په هیلو کې اوسي ولې نه سوای کولای چې همدغه نظام ور خپل او د سکون او پرمختللي ژوند ته لاره پیدا کړي. ځکه چې دا د انسان لپاره د خدای نظام ده چې بلکل انساني فطرت تمثیلوي. نه د انسان لپاره د انسان نظام چې له فطرت سره په ټکر کې دي. خامخا به یا تور یا سپین یا ښي یا چپ او یا نورو ته منسوب وي. لکه چې وینو یې انسان نه سې پکې اوسیدلای.

پیړۍ تیرې سوې، خو انسان نه ویسا او نه هم پکې بسیا سو. دموکراسي چې نور یې انسان د نوم اوریدلو حوصله نه لري. لګیا ده او د فطرت وژنې، غیرت خوړنې او عزت لوټونې دنده مخ ته بیايي او په نړۍ مسلط قومونه یې د خپلو ګټو لپاره کاروي. د داسې اصالت په بڼه کې یې خلکو ته ور پیژني چې هیڅ خارجي شتون نه لري، نوم او عمل یې د پوره توپیر ننداره وړاندې کوي او دا چې صالح نظام ولې د انسانیت نظام نه منل کیږي کیدای سې چې ډیر لاملونه ولري، خو زما په اند یو پیاوړی لامل به یې دا وي چې مسلمان پخپله نه ده توانیدلی چې د دعوه لرونکي صالح نظام بیلګه انسانیت ته وړاندې کړي. موږ او تاسې وینو چې د ۲۱پیړۍ په ځانګړي ډول د خلیج عربي هیوادونه د اسرائیلو وزیر اعظم (نتنیا هو) ته د فلسطین د اشغال مبارکي ور کوي او وایي چې له اسرائیلو سره روابط د هرچا په ګټه دي.

عمر فاروق(رض) هم چې کله د صدیق اکبر(رض) له وفاته وروسته د خلافت لپاره و ټاکل سو. دوی(رض) هم د خلافت جهان شموله دنده په خپله په زړه پورې علمي او عملي خطبه کې چې یوازې د عمر د وس خبره وه. دا رنګه د محمد رسول الله(صلی الله عليه وسلم) له منبره چې د خطبو د ښکلا څلی وه پیل کړه.

اخرج الحاکم واللا لکا یی و غیر هما عن سعید بن المسیب(ض) قال:

ای خلکو! زه پوهیږم چې تاسې زما د شدت تبصرې کوئ، په داسې حال کې چې زه تل د رسول(ص) په چوپړ کې لکه کشلې توره داسې وم چې هم یې پوه کولای او هم یې منع کولای سوای او د هغوی(ص)تر وفاته پورې له ما غلطي نه سوه پیښه او هغوی(ص) له ما راضي و. نو زه د خدای شکر اداء کوم، ځان بختور ګڼم او د رسول الله(ص) له وفاته وروسته بیا د رسول الله(ص) د خلیفه ابوبکر صدیق(رض) په چوپړ کې هم لکه د هغوی په لاس کې توره داسې وم.

تاسې پوهیږئ چې هغه څومره مهربانه، جواد او نرم انسان و، هغوی زما شدت له خپلې نرمۍ سره ګډ کړ. هغه هم زه منع کولای او را ګرځولای سوای. د هغوی تر وفاته پورې ما هیڅ غلطي او خطا ونه کړه. هغه هم له ما راضي و او زه حمد او ثنا وایم او ځان نیکبخته ګڼم. نن ورځ چې تاسې زه خلیفه وټاکلم. پوهیږم چې له ځينو خلکو سره به زما په اړه د شدت اندیښنه وي او یا دا چې نا اهله به را باندې و ګماري.

تاسې ما پیژنئ له ما پوښتنه مه کوئ، تاسې زه آزمویلی یم، تاسې ما د خپل نبي په شریعت کې و ګورئ، تاسې هغه پیژنئ. ماله رسول (ص) څخه ډیرې پوښتنې کولې او پرې پښیمانه نه یم.
خبر اوسئ چې: په ظالم او تیري کوونکي او له پیاوړي د کمزوري د حق اخستلو په صورت کې به زما شدت څو چنده سي او زه له هره شدته وروسته د خپل عجز اظهار رب ته په سجده لګولو او د بخښنې په زاریو او اوښکو تویولو کې وړاندې کوم. که چیرته زما او تاسې تر منځ کومه لانجه پیښه سوه زه نه خپه کیږم او نفس مې هم نه خرابیږي چې هر ځای تاسې د پریکړې لپاره وړ بولئ زه هلته درسره ځم او یا که له تاسې کوم دریم ګړې پریکړه وکړئ هم زه یې منم.

د خدای بندګانو!
له خدایه وویریږئ او له ما سره مرسته وکړئ چې په تاسې تیری و نه کړم. د امر باالمعروف او نهی عن المنکر د تطبیق په برخه کې زما لاس را ټینګ کړئ او د خلافت د درانه مسئولیت د سرته رسولو په باره کې مې له خپلو نصیحتونو مه بې برخې کوئ.

امتي صاحبه!
د محمد رسول الله(ص) دوهم یار هم د دې بهترین، اصیل، آسانه، ارزانه او انساني نظام په رڼا کې ډیر زر انسان د انسانیت د خیر او سکون هغه مقام ته ورساوه چې انسان پخپله ور ته ایښ بیښ پاته و او په ډیر کم وخت کې یې هر اړاخیزې څپې د نړۍ هر ګوټ ته ورسیدې او د انسانیت دروازې یې د رحم په مهربانه لاس وروټکولې او کړیدلې انسان یې د رحم او عاطفې د نظام لورته راوباله او د هرچا دروازه چې به له مخې وټکیده هغه به ځان تر نورو بختور شماره.

امتي صاحبه! هلته دروازه ټکول اندیښنه نه وه، هلته دروازه ټکول انسانیت ته د ور بللو زیری و، هلته نور د خپل مهال د امریکایانو په وحشي او له انسانیته په لرې لاسو او د خرو په لغتو د چا دروازه نه ور ټکیده، هلته به د غرب د داړونکو سپو په غپلو او په دروازو د غوټو وهلو په دردونکي او ځورونکي شور کې بې ګناه انسان د شپې په تیارو کې د دوی د ماډرنې نړۍ د بربریت ننداره نه کوله او خوبونه به یې نه ورتښتول. هلته ناټو نه ځائیده چې خپل سپي په شواروزو وږي وساتي او بیا یې د بېوزلو او خالي لاس تور سرو او ماشومانو په معصومو غوښو ماړه کړي.

[1]حیاة الصحابة ج۲ص۲۶

[2]ابدایة والنهایة ج۲ص۳۶

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx