نړۍ

دښکلا خبر: یوي اماراتی میرمني په یوملیون او دوه سوه زره اماراتي درهمه عبایه وپیرودله

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۵) څو ورځي مخکی دلبنان هیواد پلازمینه بیروت کی د متحده عرب اماراتو د عبا یو له یوه نمایشي مرکز څخه یوه عبایه په یوملیون او دوه سوه زره امارتي درهمه باندي یو اماراتی میرمنی رانیوله، ویل کیږی دغه عبایه له دی څخه علاوه چی له ډیره ګران بیه رخته څخه ګنډل شوی ده، نور سره زر دالماسو او قیمتي ملغلرو غمی هم په کی  کارول شوی دي.

په دوبی کی (دارتیزانا احجار) په نامه سره د عبایو دیوه نمایشی مرکز مدیری رنا القدسی له خبري رسنیو سره دخبرو پر وخت وویل، دغه عبایه چی داماراتی دانه سیټ په نامه سره یادیږي اصلی بیه یی یو ملیون او پنځه سوه زره اماراتی درهمه ده، خو کومي میرمنی چی دغه عبایه وپیرودله له متحده عرب اماراتو څخه بیروت ته راغلی وه، دنوموړي په غوښتنه باندی چی غوښتو یی له عبایی څخه څو داني دالماسو او ملغلرو غمي کم شي ترڅو بیه یی راټیټه شي، چي له ځینو غميو لری کولو څخه وروسته ددغي عبایی بیه و یوملیون او دوه سوره زره اماراتی درهمو ته راکښته شوه.

رنا القدسی چي یوه ډیزاینره ده او دارتیزانا احجار په نامه سره نمایشي مرکز مسؤله هم ده له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت وویل، په دغه عبایه کی ۷۵ خالص دسرو زرو ټوټي لګیدلي دي او دسرو زرو دوړوکي ټوټو شا اوخواکی دسپینو او تورو الماسو غمي او همدارنکه دملغلرو داني لګیدلی دی.

نوموړی وویل ددي عبایی دجوړیدو کار له ډیرو مرحلو څخه تیریږي او پرجوړیدلو باندی یی له شپږو میاشتو څخه زیات وخت لګیږی.

رنا القدسي وایی دغه عبایه له خالصو اټالوی ریشمو، فرانسوي او سویسوي شیفون څخه رغول کیږی چي ددغه رخت یومټر له دوه زره اماراتي درهمو څخه بیا تر ۷۰ زره درهمه پوري رسیږي، اودغه عبایه کوم چي مونږ وپلورله یواځي درخت بیه یی ۸۱ زره اماراتی درهمه ده.

دپلورل شوی عبایی مراقبت او ساتل:

رنا القدسي وایی زمونږ مرکز ددغي عبایی له رانیونکی کس سره دعبایی دساتلو او بیا نوی کولو یو تړون لاسلیکه وي ، ځکه دارنګه عبایی چي څوک پیرودی، په هغه کي دسرو زرو او الماسو دکارولو له کبله دغه عبایه ټول وخت له ځانه سره ساتي، نو که عبایی ته کوم زیان رسیږی او یا خیري نیسی، دارتیزانا دعبایو دنمایش مرکز دامسؤلیت په غاړه اخلي چی دغه عبایه ورته بیا نوي او ډیزاین کړي.

نوموړی زیاته کړه اوس زمونږ سره یوه عبایه پرته ده چی اوه کاله مخکی کوم ګیراک رانیولي وه اوس یی مونږ بیرته ورته دپخوا به شان تازه او نوی کوو.

القد سیی وویل دګران بیه عباوو په رانیولو کي دنړي په کچه دخلیج میرمني زیاته دلچسپي لري، په تیره بیا دقطر او متحده عرب اماراتو میرمني، له دي څخه مخکي دقطر دهیواد یوي میرمني په ۳۰۰ زره اماراتی درهمو یوه عبایه رانیولي وه او همدارنګه یوي اماراتی میرمني بیا په اوه زره ۷۰۰۰ اماراتي درهمه یوه عبایه رانیولی وه.

خو ترټولو ګران بیه عبایه په ۲۰۰۸ کال کی چي دیوه لندني ډیزاینر له لوري ګنډل شوی وه، ۵۰۰۰ زره دالماسو واړه غمي په کی لګیدلی وو، ۳۵۹.۷ ګرامه سپین زر او دالماسو وزن یی ۸۵.۱۳ قراطه ته رسیدی په ۱۷۵ زره پوڼده باندي پلورل شوی وه، چي ۹۹۲.۸ زره اماراتی درهمو ته رسیږي.

خواوسني عبایه چي په یوملیون او دوسه زره اماراتي درهمو باندی وپلورل شوه ترټولو ګران بیه عبایه ده چي دنړي په کچه پلورل کیږي.

ډیزاینره رنا القدسی وایی دغه عبایه به داسي یو شکل او مهارت باندی ترتیب شوی ده چي څوک یی کاپی نه شي جوړه ولای، اوددي لپاره چي په نړی کي یواځي دغه میرمنه کوم چي عبایه یی رانیولي ده  دارنګه عبایه ولري، مونږ له دغه ډیزاین څخه یواځي یوه عبایه جوړه وو.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x