تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه (۱۳)- بې پايلې اړيکې

شهرت ننګيال

۱۳۶۶ لمریز کې ډاکتر نجیب الله له مولوي جلال الدين حقاني سره لیکنۍ اریکه نیولې، د دوی تر منځ څو ليکونه تبادله شوي، خو دا چې دغه اړیکې څرنگه پرې شوې، د اختلاف کومو ټکو دغه لړۍ تر يوه توافق ونه شوی غځولی څرگنده نه ده – لږ تر لږه ما داسې کوم درک ونشوى لگولی. عابد خان، حاجي غلام حسن او حاجي گلبت خان چې دغه ليكونه يې په منځگړيتوب يو بل ته رسېدلي ما ونشوى موندای، زه کوښښ کوم له دوی سره وگورم او خپلو پوښتنو ته ځوابونه تر لاسه کړم.

حقاني صاحب په دې اړه په لنډو هغه ځواب راکړ چې ما يې وړاندې یادونه وکړه. البته ډاکتر نجیب الله بهر کې يو شمېر یادو افغانانو ته هم ليکونه استولي، خو رابرسېره شوي نه دي. خو د ليکونو د تبادلې دغسې يوه لړۍ ښایي په دغه بڼه نه وي غځېدلې، د ډاکټر او حقاني صاحب تر منځ تبادله شوي ليکونه په زړه پورې دي – د يو بل موقف او موقعیت نه دا چې پاموړ بلل شوي بلکې دروند تلل شوی، که څه هم کله نا کله خبره ستوغه شوې او د گواښ بڼه يې خپله کړې، خو له چوکاټ نه ده وتلې، د دیپلوماسی رنگ يې څرگند دی.
د حقاني صاحب لیک کې دسولې لپاره د يوې سیمې غوراوی، چې دواړه خواوې ترې خپل جنگي ماشين وباسي د سولې پر وړاندې د هڅو د عملي ارخ بریا او ژمنتیا په ډاگه کوي.

د خوست، گردیز، ارگون يا بلې سیمې نومونه د سولې لپاره د عملي نوښت لومړی خو پوخ او دروند گام ختلی شوای. په هر صورت پر ليکونو د حذف او نفې دريځ سيوری نه دی غوړولی، چاپېریال او فضا يې دوستانه یا لږ تر لږه د دښمنۍ پاللو نه ده.

ليكونو کې له ناندريو، تورونو، پېغورونو ډډه شوې، پر مطلب راگرځي، لنډون د دغو لیکونو بله ځانگړتيا ده. د ډاکتر نجیب الله ليکونه له دې امله پاموړ گڼل کېدی شي چې په بشپړو دوستانه ټکو او درنښت لیکل شوي، حقاني صاحب موعظې، پند او نصیحت پسې نه دی تللی، د کفر ټاپه یې نه ده وهلې بلکې په روښانه ټکو يې خپل وړاندیزونه او غوښتنې مخې ته کړي دي.

بله دا چې ليکونه په پټو اړیکو، مادي غوښتنو، وړانديزونو او مخفي کارۍ ته راگرځي، بلکې د معقولو وړانديزونو، عملي طرحو او څرگند دریځ نمايندگي کوي.
ليکونه د خبرو او پوهاوي شونتيا او اړتیا را مخې ته كوي، زغم او د يو بل منلو ظرفيت د لیکونو بله ځانگړتیا ده، جرگي، نرخ او کاڼي ته ژمنتيا د لیکونو محتوا گرځېدلي، د اواري موندلو ټکي يې څرگند دي. د دښمن یا مخالف درناوی د لیکونو تر ټولو بارز خصوصیت دی، چې له دواړو خواوو ځلیدلي دي.

د سولې لپاره د يوې سیمې یا زون ځانگړي کول او غوراوی د جرگې د بریالیتوب او خبرو په رښتينتوب د بشپړ باور څرگندوی بلل کېږي. ليکونه يو په بل پسې له کنگال شوې فضا او ترینګلتیا راوځي.

حقاني لومړی لیک په السلام على من التبع الهدی پیلوي. په را وروسته ليكونو كې جناب ډاکتر نجیب الله خطاب کوي، ده او ملگرو ته احترام وړاندې کولو ته ورگرځي. ډاکټر نجيب الله، حقاني صاحب ته درنښت وړاندې کوي، د ده سلامتيا غواړي او د میړني او اسلامي مشر په نامه يې يادوي. لیکونه د متن او محتوا له اړخه خپلې ځانگړتیاوې لري، چې د دوو مخالفو بلکې دښمنو مشرانو له خوا ملي او قومي ارزښتونو ته د دوی ژمنتیا ثابتوي.

د یادولو دا چې ليكونو كې د معاملې او سازش خوا ته کومه نغوته نه تر سترگو کېږي. بلکې له دواړو اړخونو پر سوله ټينگار، له جگړو وتل او ملي آواري ته تعهد او پوهاوي اړين گڼل کېږي. لیکونو کې د يو باور د زرغونېدا څرک هم لیدل کېږي – ډاکټر نجیب الله د ۲۰ وزیرانو او لويانو د برمته ورکولو وړاندیز لري، حقاني صاحب له ډاکټر سره د لیدو هوکړه کړې، گویا جرگه، نرخ او ولسي کودونه، نه يوازي پاموړ بلل شوي، بلکې ډاډ پرې څرگند شوی او تكيه پرې شوې ده.

دواړو غاړو خپل لیکونه په لېټر پېډ نه دي کښلي، ډاکتر نجیب الله د رسمي مکتوب پاڼې نه دي کارولي – درې ليکونه ټيپ او نور په قلم کښل شوي دي، حقاني صاحب هم خپل ليکونه پر رسمي پاڼو نه دي کښلي – ځان لپاره يې كوم القاب نه دي کارولي – جلال الدين حقاني يې ليکلي دي.

ډاکتر نجیب الله لومړني لیک کې له خپل نامه سره دا. خ. د. ک سکرتر جنرال او نورو کې د افغانستان جمهور رئيس نجيب الله كښلي.
حقاني صاحب د ډاکټر نجیب الله پر وړاندې د تسلیمۍ پر ځای له جهاد سره د ملگرتيا خبره ایښې، دومره دروند يې تللی چې خپله يې دفاع ته د درېدو ټټر وهلی دی.

د حقاني صاحب لومړني لیک کې چې ما نه دی تر لاسه کړی، ښایي د شوروي پوځونو په وتلو ټېنگار شوی وي، چې ډاکتر نجیب الله پخپل لیک کې هغه ټکي را غبرگ کړي دي. د ډاکتر نجیب الله له لومړي لیک داسې برېښي چې له شوروي اړخ او خپلو ملگر سره یې په احتياط کښلي وي، خو نورو هغو کې یې د خپلې مدعا په وړاندې کولو کې سړی آزاد گوري.

د مودو لټون سره مې دغسې يو ځواب تر لاسه نه کړی شو چې د دغو اړیکو په شلون ما قانع کړی شي، په داسې حال کې چې لیکونه د اړیکو د شلون کومه نغوته نشي وړاندې کولی، د دغې پروسې ناكامي گڼې پوښتنې را ولاړولی شي، دا چې د سولې دغه هڅې چا څرنگه له بري را گرځولي دي؟

د دغې لړۍ ټول لیکونه ما نه دي تر لاسه کړي زه کوښښ کوم هغه وموم – د حقاني صاحب او ډاکټر لومړني دوه ليکونه نشته د ډاکتر یو لیک چې د پرمختگ وروستی پړاو پکې په گوتو شوی له ما بې درکه دی، کیدی شي نور ليکونه هم تبادله شوي وي، چې د حقاني صاحب له خوا د دغې لړۍ لومړي لیک کې د ((ليكونو)) خبره شوې، خو هغه چې ما موندلی د مهمو تاریخي اسنادو په توگه يې دلته وړاندې کوم.

۱۳۶۶د حوت ۲۵ مه محترم مولوي جلال الدین حقاني!

السلام عليكم ورحمة الله و بركاته
ستاسې لیک را ورسېد، د ملي سولې په هکله ستاسې له نظرياتو څخه ستاسې په نيت پوه شوم – ستا او زما په روان جنگ کې بېگناه مسلمانان وژل کېږي، د پښتنو کلي او کورونه رنگیږي او زموږ وطن ته سخت زیانونه اوړي، د وطن او ملت له بربادۍ څخه د ژغورنې په خاطر زه د خپل گوند له پلوه له تا سره د روغې جوړې ذمه پر غاړه اخلم – ته د اسلام د مقدس دین په هکله ډاډه اوسه، زما انقلابي حکومت العياذ بالله بې دينه نه دی او د اسلام د مقدس دین د بې ارزښته گڼلو او له نظر څخه غورځولو بیخي اراده نلري – د قانون په دويمه ماده کې راغلي چې د دين په حیث د اسلام احترام او درنښت پر ټولو واجب دی او اوس خود حکومت په نافذ کړی شويو قوانینو کې اسلام ته په زړه پورې مقام ورکړ شوی دی – پر دې سربېره حکومت ديني شعائرو ته د ترجیح ورکولو په چارو لگیا دی.

پاتې شول روسي پوځونه – كله چې د سولې باوري امکانات څرگند شي نو زموږ له سلا مشورې ورکولو به د شوروي اتحاد محدود قطعات بېرته ولاړ شي – باید ووایو چې روسي پوځونه په افغانستان کې د بهرنيو لاسوهنو د ختمولو لپاره راغلي څو ژر تر ژره افغانستان يو خپلواکه او ناپېيلی هېواد شي.
ځکه خو هغه ورځ لرې نه ده چې دغه حقیقت د رڼا ورځې په څېر څرگند او درواغجن پروپاگندچیان پخپلو کړو شرمنده شي.

زما له خوا ښاغلى استاد سلېمان لایق زما استازی دی، ما هغو ته له تاسې سره د لیدلو دنده سپارلې ده، هغوی به تاسې له نور تفصیل او زما له ښه نیت نه خبر کړي – تاسې مهرباني وکړئ په بشیر ډاډ او اعتماد له ما سره د ملاقات لپاره تشريف را وړئ.

” تاسې ته به دا خبره هغه وخت ثابته شي، چې تاسې له موږ سره د خبرو اترو په نتيجه کې کوم حل ته ورسېږئ او کله چې دغه کار وشي نو بیا دغه جنگ هم بند بدلی شي او بيا به موږ او تاسې په گډه د وطن د تعمیر او پرمختگ لپاره سلا مشورې کوو، موږ ستاسې د شخصي حيثيت او عزت د خوندي ساتلو ډاډ درکوو، د الله تعالی په فضل سره موږ هوډ لرو يو داسې اسلامي حکومت جوړ کړو چې هوسا او سپېڅلی وي داسې هېواد چې په هغه کې د بشري حقونو، ناموس او شرافت د ساتنې حاکمیت وي.

درناوی د ا. خ. د. گ. سکرتر جنرال ډاکتر نجیب الله

ښاغلی ډاکتر نجیب الله!
السلام على من تبع الهدی ستاسی لیک له تفصیلي ټکو سره را ورسېد – زه باور لرم چې زما له اړخه د درلېږل شويو ليکونو په ذريعه به تاسې زموږ پر اصلي اهدافو وپوهېدلي یاست.

بیا هم ستاسې د لیک په ځواب کې خپل دریځ په لاندې توگه په ډاگه کوم:
تاسې په کمونيستي گوند کې د شمولیت اوږده سابقه لرئ – په تېره د خاد د مشر په توگه مو ماضي ټولو ته معلوم دی.
ستاسې د مفکورې او گوندي کړنلارې له امله په هېواد کې د جگړې اور بل دی او په زرگونو بېگناه هېوادوال، بوډ اگان، تورسري او ماشومان پکې سوځيزي – چې تر اوسه نژدې يو مليون افغانان په دغو جگړو کې شهیدان شوي او په مليونونو نور مهاجرت ته اړ شوي دي – ستاسې د ژمنو پر خلاف افغانان د کور پر ځای گور – د کاليو پر ځای کفن او د ډوډۍ پر ځای د خاورو څټلو ته اړ شوي دي.

دا يوازې زما او ستا کړکېچ نه دی چې په دومره اسانۍ حل شي، دا به خوب او خيال وي چې له عملي گامونو پرته يوازې د خولې په خبرو او دعاگانو هوار شي.
موږ پوهېږو پر هغه ورځ چې خدای مه کړه د سره ښکېلاک منگول پر هېواد ټينگه شي نو روسي پوځونه به خود بېرته ستنېږي.
له دې دمخه ما د هغو هڅو یادونه وکړه چې په افغانستان کې د کمونېزم د حاکمیت لپاره ترسره شوي دي – که هر څو يې تېر په هېر وګڼو نو اوس ستا لپاره اسلام او وطن ته د خدمت لارې چا نه دي تړلي، لارې ډېرې دي خو په دې شرط چې تاسې په رښتیا سره د هغې په لټه کې شئ. يوازې د قانون يوه ماده نشي کولی له دين سره د ضدیت او دښمنۍ ماضي او روحيه له منځه یوسي او د روسانو د تېري، وحشت او بربریت کیسه پټه کړي.

روسان د خپل وحشیانه تېري له امله د ټول ملت او نړۍ د کرکې وړ دي – که چېرې تاسې هم د خپل وطن پېښو او حالاتو ته په غړېدلو سترگو وگورئ – ښایي په همداسې کرکه ورته وگورئ – که داسې نه وي نو بیا ستاسې نظر علاج ته ضرورت لري.

له هېچا پټه نه ده چې روسانو پر افغانستان د څه لپاره يرغل کړی او څه نیت لري؟ – د روسانو په سیاست، پالیسي او نیت هېڅ باور نه دی په کار – چې ستا د اسلافو برخليک يې ژوندی مثال دی.
ځکه خو تاسې ښایي د خبرو اترو اصلي ټکو ته پام وکړي که چېرې په رښتیا هم اسلام او وطن ته د خدمت او کمونېستي افکارو د پرېښودلو هوډ لرئ، نو زما دغه لاندیني وړاندیزونه ومنه!

1- بې قيده او شرطه د روسي يرغلگرو د فوري او يو مخيز وتلو اعلان وکړه.

2- يوه سيمه لکه خوست، گردیز، ارگون یا بل ځای د مرکز په توگه وټاکه، هلته به پوځي فعاليتونه بند کړو چې له هماغه ځایه د سولې پروسې عمليه پیل شي.

3- پر خپلو تېروتنو او ماضي اعتراف وکړه او د جهاد ملگرتيا ته را وگرځه – مجاهدین به ستا د ژوند ضمانت وکړي.
په دې اړه چې په موږ هر څه کېږي هغه نه در څخه سپموو.
زه د وزارتونو او واکمنۍ وږی نه یم خو د وطن په خاطر تاسې ته ډاډ درکوم چې په دې صورت کې به زه شخصاً ستا دفاع کوم.

جلال الدين حقاني
۱۳۹۷
د حمل لسمه

محترم مولوي جلال الدین حقاني سلام؟
خبره دا ده چې ما تر اوسه له بل هېڅ فرد سره قلمي اړیکه نه ده نیولې، ما د وطن ، اسلام او غيرت په خاطر تا ته ستا بښنلیک درلېږلی دی.

قدرمنه؟ خبره دا ده چې له دې وروسته د وينو هغه لمبې باید مړې کړای شي چې تر اوسه زموږ په هېواد کې بلېدې – د دې کار لپاره زما او ستا ليده: که هر ځای وي خورا ضروري دي – دغه لیده کاته به ستا لپاره هم زښت زیات گټور وي – ته چې هر څه غواړې زه هغو ته چمتو يم، زه نه غواړم چې ستاسې د ځدراڼو د پگړۍ شمله ټيټه شي:

موږ د نويو سيمو لپاره یو لړ تصمیمونه نيولي، غواړو چې د سټو کنډو، وازه خوا، بهرام خېل او سپېرې سیمې بېرته ابادي کړو – البته کله چې زه او ته پر يو ټغر سره کېنو، د دې په باره کې به هم خبرې اترې
وکړو – زما د لیدو کتو په دغه غوښتنه کې هېڅ راز دوکه او چل نه شته. خو بیا هم ستاسې د اندېښنې په خاطر له ملاقات د مخه د خپل حکومت شل تنه وزيران او لوړ رتبه افسران تا ته د يرغمل په توگه درلېږلو ته چمتو يم – دا هر څه به تاسې پخپلو سترگو وگورئ، دغه لیک د پکتيا والي د ټينگار له امله په بیړه سره لیکم.

زموږ پوځونه د سټو کنډو پر سر ځای پر ځای شوي دي د ۱۳۶۶ کال د ليندۍ میاشتې له پنځلسمې څخه موږ جگړه او بمباري درولې، ځکه موږ غواړو دغه مسئله د خبرو له لارې حل کړو، که داسې وشوه نو موږ به خپل پوځونه له ستو کندو څخه بېرته را وغواړو.
پردې هم پوه شه چې حکومت ډېرې زیاتې او ډول ډول وسلې لري چې تر اوسه ما د هغو د استعمال اجازه نه ده ورکړي.
هیله ده ددغه لیک ځواب ژر تر ژره را ولېږي – لیک ټایپ نه کړی شو ځکه وخت نه و، تاسې هم څومره چې ژر کیدی شي ځواب يې را ولېږئ.
له دې وروسته به د حالاتو د خرابتيا د سيمې د کونډو او يتيمانو ذمه واري زما پر ځای ستا پر اوږو وي. ” بله خبره دا چې د کومو بندیانو خوشي کول غواړي د هغوی ټول کوایف را ته ولیکه زه به ټول خوشي کړم.

۱۵/۳/۱۳۶۷

جناب ډاکتر نجیب الله او ملگرو ته یې احترامونه!

ستاسې لیک را ورسېد زه يې په مطلب پوه شوم.
تاسې چې زما په باره کې د ۱۳۶۵ کال د غبرگولي په لومړۍ نېټه (۱۹۸۶ جولای) د اعدام د تنسیخ حكم د يوه فرمان له لارې د ۱۳۶۶ کال د لیندۍ په ۱۱مه (۱۹۸۷ کال د دسمبر ۲مه) د قانون د دويم ټوک د ۷۵مادي له مخې صادر کړی او د هغه يوه کاپي مو ما ته هم را لېږلې ده – ما ته د اسلام او وطن په مقابل کې کوم ارزښت نه لري. ځکه چې د اسلام او وطن په لار کې شهادت د مسلمان ستر ویاړ دی. همدارنگه د روسيې ښکېلاک تر واک او سيوري لاندې ژوند که څه هم د مادي اسانتیاوو او اقتدار له مخې بیساری وي خو زما پر وړاندې سپک او طوق لعنت دی.

تاسې ليکلي چې په هېواد کې د وینو د اوچتو شویو لمبو سړول په کار دي – دا ښه خبره ده، پوښتنه دا ده چې د وينو دغه سېلاب د روسانو د تیري او کمونستانو د ظلمونو له امله روان دی، که تاسې دومره صلاحیت او ځواک لرئ چې د روسانو د تېري مخه ونیسئ او کمونېزم ته خاتمه ورکړئ په دې صورت کې د وينو دغه بلې کړی شوې لمبې سړېدی شي.
تاسې دا هم ليکلي چې نه غواړئ د ځدراڼو د پګړۍ شمله ټيټه شي، په داسې حال کې چې له سلگونو زیاتو روسي الوتکو، توپونو او توغنديو په ځدراڼو د اور باران اورولی او په سلگونو تنه یې شهیدان کړي دي.

د بنديانو په اړه زه دومره ویلی شم چې د افغانستان ټول بندیان زما ورونه دي که ستا مطلب د پکتیا یا ځدرانو بنديان وي نو يوازې د هغوی خلاصون گټور نشم گڼلی.

د لاندينيو شرطونو د منلو په صورت کې زما او ستا په ليدو کتو خبرې کیدی شي

ا- د ځدرانو له سیمې د روسانو او رژیم تول پوځونه سملاسي وباسئ.

٢- هغه کسان چې موږ یې لازم بولو او فهرست يې در استوو د يرغمل په توگه موږ ته وسپارئ.

اوس هم ستا لپاره حالات مساعد دي د بېهوښۍ او خوب نه ځان وباسه او د سره ښکېلاک له سحر نه ځان ازاد کړه.

جلال الدین حقاني
۱۳۶۷/۴/۱۱

۱۳۷۰/۰۷/۲۴

بسم الله الرحمن الرحيم

محترم او عزتمند ورور حاجي صاحب!
السلام عليكم ورحمة الله و بركاته!

د تاسې لیک چې د حاجي گلبت، عابد خان او حاجي غلام حسن په لاس مو را لېږلی و په ۱۳۷۰
/ ۰۷ / ۲۳ را ورسېده او ومې لوست، دا چې تاسې سلامتي لرئ خوښ شوو او د خدای څخه تاسې ته د قوم ، وطن او د خدای د بنده گانو د خدمت کولو لپاره لا نوره سلامتي غواړو.

تاسې ته معلومه ده چې زموږ په سیاسي پېشنهادونو کې د داخلي قوماندانانو ونډه او دا چې هغوی د جهادي قوماندانانو شورا د جنگ لوی پیټی پر غاره وړي او هغوی وطن ته د سولې په را وستلو کې لويه ونډه لري، طرحه شوي او د اول وار لپاره هم موږ د قوماندانانو شورا سولې ته د رسېدو لپاره مذاکرې ته رابللي او اوس هم، زموږ دريځ هماغه دی چې يوازې افغانان پخپل منځ کې په کېناستو سره سوله راوستی شي، دا چې خدای تعالی زموږ او ستاسې په زړونو کې د تگ او راتگ او يو بل ته د خط لیکلو خواهش پیدا کړ دا د حق سبحانه و تعالی د رحم نښې دي، خدای د زړونو مالک دی او يوازې دی کولای شي چې په زړونو کې مینه یا کرکه پیدا کړي، د مینې نه وروري، اخلاص او اعتماد پیدا کېږي لېکن له کرکې نه دښمني، بدگوماني او شرارت پیدا کېږي باور لرم چې خدای تعالی به په موږ او تاسې رحم وکړي او موږ به د حرب او ضرب له غضب نه خلاص شو وما ذلك على الله بعزيز.

موږ خو له پخوا له تاسې سره د ملاقات کولو خواهش درلود لېكن له بده مرغه تر اوسه دا ملاقات نه دی شوی. اوس يو وار بيا د ټولو غتو او وړو خبرو د حل لپاره تاسې مېړني او اسلامي مشر ملاقات ته دعوت کوم تر څو له نژدې سره خبرې وکړو دا د يوه پښتانه او مسلمان خبره ده په هر څه مطمئن اوسئ، نورې خبرې به حاجي گلبت، عابد او حاجي غلام حسن درته وکړي.

ومن الله توفیق
نجیب الله
د افغانستان جمهور رئیس

راتلونکی عنوان
سټو کنډو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x