ټولنیزه برخه

نېک اخلاق له انسان سره لازمه وسله!

صفي الله “احساس”

تعلیم او اخلاق حاصلول دواړه بېل، بېل لوی ستړي او د شپو شپو سفرونه دي، د هر یوه سفر لاره جدا خو سره لازم، ملزوم او موازي دي چې پکې بلا شمېر ستړیاوي او کړاوونه نغښتي دي.

خو بیا هم باید ووایو چې یادي دواړي سرمایې د الله تعالی له لوري سپېڅلي اِنعامونه دي چې ځیني ترې برخه مند شي او ځیني متأسفانه بیا هم له دې ستړي او سخت سفر، لوَړي او ژوَري لاري د طی کولو سره سره یې الله تعالی همداسي نا أمیده او خالي لاس را ستانه کړي.

د “اخلاق” کلمه که څه هم له اضدادو څخه ده چې په نېکو او بدو په دواړو یې اطلاق کېدای شي، خو اوس یې استمعال په نېکو اخلاقو کې زیات دی…

له دیني اړخه هم اخلاق یو اصل ده چې په دې اړه زموږ د خوږ پیغمبر (ص) افعال، کردار او کړه، وړه او هم د سلف صالحینو زرین تاریخونه ګواه او شاهد دي.

اخلاق یوه داسي سرمایه او داسي بله، روښانه او ځلانده ډېوه ده چې په سبب سره یې انسان کولای په ډېره آسانۍ سره د خدای (ج) په دربار کې د مستجابو دعاګانو مؤمِن، لپه لاسونه خپل کړي او هم په زړونو کې ځانګړی مقام ونیسي.

اخلاق هغه بله ډېوه ده چې په سبب سره یې په تیاره شپه، توره دښته، سخت منزلونه روښانه او هم لوَړي، ژوَري طی کېدای شي.

د اخلاقو په وسیله انسان کولای شي چې د دین په هره شعبه کې په داسي حال کې خدمتونه او او مبارزه وکړي چې د انتقاد منلو، اعتراض قبلولو، عجز کولو، اطاعت کولو او د اخلاص په جامه پټ او د دې هرڅه وړانګي ترې چاپېري او خوَرې وي.

دا چې اخلاق په هر آن، هر ځای او هر وخت کې د انسان د ژبي، قلم، لاس، ټول بدن او هم د متعدي او لازمي ضررونو څخه د ځان او نورو د ساتني او دفاع په موخه ځانګړې تېره اسلحه ده نو الله تعالی دي موږ ټول په هر آن او ځای کې په دې اسلحه سمبال او په دې ستر نعمت باندي مُنعَم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x