روغتیا

برتانيا کې د استرازينيکا واکسين لګولو وروسته په ۴۱ کسانو کې د وينې غوټه کېدو قضيې ثبت شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۱ غوايي، ۱۴۰۰ل): د برتانيا يوې څارونکې ادارې ويلي چې دغه هېواد کې د کرونا ويروس پر وړاندې د استرازينيکا واکسين لګولو وروسته په ۴۱ کسانو کې د وينې غوټه کېدو پېښې رامنځته شوي، خو په وينا يې ګټې يې له ستونزه څو چنده زياتې دي.

د برتانیا درملو او روغتیا پاملرنې محصولاتو د کنترول ادارې د کوویډ-۱۹ ضد واکسینو اړخیزو اغیزو په اړه په اوونيز راپور کې راغلي، چې د استرازینیکا واکسینو لګولو وروسته د پلیټلیټونو شمیر کمېدو سره د وينې غوټه کېدو او فالج ټولې ۲۰۹ قضیې ثبتې شوي، په داسې حال کې چې دغه پېښې تېره اونۍ ۱۶۸ وې.

لا هم روغتيا پوهان د استرازينيکا واکسينو د دقيق څيړلو لپاره کار په سر دي، خو په کم عمره کسانو کې د وينې غوټه کېدو پېښې پوهان اندېښمن کړي، په دې لړ کې برتانيا هغو کسانو ته چې عمرونه يې مناسب نه وي د يادو واکسينو نه ورکولو سپارښتنه کړې ده.

ددې سربېره په برتانيا کې د استرازينيکا واکسينو له کبله چې په ځينو انسانانو کې د وينې غوټه کېدو لامل شوي، ټولټال ۴۱ کسان مړه شوي چې ۹ يې له تېرې اونۍ څخه دي.

د يادونې وړ ده چې په يو شمېر اروپايي هېوادونو کې د استرازينيکا واکسينو له کبله د انسانانو په دماغو کې د وينې غوټه کېدو ستونزې رامنځته او يو شمېر کسان ترې مړه شول، دا ددې لامل شو چې د ټاکلې مودې لپاره د يادو واکسينو استعمال په ګڼو هېوادونو کې ودرول شو.

د کرونا پر وړاندې د استرازينيکا واکسين په افغانستان کې هم کارول کيږي خو تر دې دمه د روغتیا وزارت له لوري د داسې کومې پېښې پخلی نه دی شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x