
پاکستان امریکايي ډګروال د څو ساعتونو دننه خوشې کړ
نن ټکی آسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳): پاکستاني امنیتي ځواکونو امریکايي ډګروال د څو ساعتونو توقیف کول وروسته خوشې کړ.
نوموړی نن غرمه مهال د اسلام آباد په نړیوال هوايي ډګر کې د تمانچې او مرمیو سره پاکستاني امنیتي ځواکونو ونیولو، چې د څو ساعتونو د تېریدو وروسته په شخصي ضمانت خوشې کړای شو.
ایکسپریس ورځپاڼه وايي چې امنیتي ځواکونو امریکايي ډګروال ولیم جونز د اسلام آباد په هوايي ډګر کې له یوې تمانچې او مرمیو سره ونیولو.
راپور کاږي چې دغه امریکايي امریکا ته روان و، چې د تلاشۍ پر مهال یې له شخصي سامانه یې تمانچه او مرمۍ وموندل شوې.
پولیس وايي چې د دغه امریکايي ډګروال په خلاف يې د ناقانونه وسلو ګرځولو دوسیه جوړه کړې وه، خو څو ساعته وروسته د امریکا سفارت د یو چارواکي په ضمانت خوشې کړای شو.
یاده دې وي چې ۲ میاشتې دمخه د کراچۍ په نړیوال هوايي ډګر کې هم د ایف بي آی یو ایجنټ د وسلې سره ونیولو، خو د امریکا د فشار له امله ډير ژر خوشې کړای شو.