روغتیا

هند کې د کرونا (۴ لکه) نوې قضيې، روغتیا پوهان وایي حقیقي شمېره له دې څو چنده لوړه ده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غویي، ۱۴۰۰ل): په هند کې د کرونا وبا له کبله وضعيت د سمېدو پرځای ورځ تر بلې اندېښمن حالت ته روان دی، چې يوازې په تېرو څلورويشت ساعتونو کې له ۴ لکو زياتې رسمي قضيې ثبت شوي دي.

د هند د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ په هند کې ۴ لکه یو زرو ۹۹۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې ۳ زره ۵۲۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، په دې سره د ټولو فعالو ناروغانو شمېر (۳.۲ نیم) ملیونو ته او د مړو شمېر ۲۱۲ زرو ته پورته شو.

خو روغتیا پوهان وایي چې د مثبتو پېښو او د مړو حقیقي شمېره له ذکر شویو هغو څو چنده لوړه ده، ځکه چې د معایناتو شمېر په کافي اندازه نه ترسره کیږي او د مرګ لاملونه هم په دقیق ډول نه دي ثبت شوي.

بل لوري ته هند غواړي په راتلونکي کې د کرونا پر وړاندې د واکسینو لګولو پروسه لا پسې چټکه کړي، تر دې مهاله دغه هېواد کې ۱۵۰ ملیونه کسانو ته د واکسینو خوراکونه ورکړل شوي چې د هندوستان د نفوس یوازې (۱۱.۵) سلنه کیږي.

د هندوستان مهاراشترا او دهلي ایالتونو خبرداری ورکړی چې دوی د واکسینو کافي ذخیره نه لري او د اداري مخالفتونو، د نرخونو ګډوډي او تخنیکي ستونزو له کبله یې د واکسیناسیون پراخول له ګواښ سره مخ دي.

هندي چارواکو د شنبې په ورځ ویلي، تېره ورځ د هند په لویدیځ ایالت د ګجرات په یوه روغتون کې اور لګېدو له کبله د دوه روغتیایي کارکوونکو په ګډون ۱۸ تنه مړه شوي دي.

د رويټرز خبري اژانس د هندي ساینس پوهانو په حواله لیکلي، د مارچ میاشتې په لومړیو کې د ویروس نوې بڼې کشفېدو پرمهال چارواکو ته د کرونا پراخې خپرېدو خبرداری ورکړل شوی و، خو حکومت د ویروس د مخنیوي لپاره د پام وړ محدودیتونه وضع نه کړل.

هغه مهال په مذهبي مراسمو او سیاسي لاریونونو کې چې د هند لومړي وزیر او د هند د واکمن بهارتیه جنتا ګوند مشرانو او د اپوزیسیون سیاسیونو له لوري چمتو شوي وو، ملیونونه کسانو برخه اخیستې وه.

د دهلي ایالت په ګډون په ځینو ایالتونو او ښارونو کې د هند دولت اړ شوی د کرونا پراخ خپريدو مخنیوي لپاره لږ تر لږه د یوې اونۍ لپاره بشپړ ګرځبندیز عملي کړي.

د ۴۰ زیاتو هېوادونو له لوري نړیوالې اعلان شوې طبي مرستې، په دې اونۍ کې هندوستان ته رسېدل پېل شوي دي، چیرته چې روغتونونه د بسترونو، آکسیجن او درملو له سخت کمښت سره مخ دي.

په هند کې د ناسم وضعیت له کبله د امریکا، استرالیا او بیلجیم په ګډون یو شمېر هېوادونو ځمکني او هوایي تګ راتګ د ټاکلې مودې لپاره ځنډولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x