ورزش

پاکستان لومړي ټيسټ کې زمبابوې ته ستره ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غويي، ۱۴۰۰ل): د پاکستان او زمبابوې کرکټ لوبډلو ترمنځ له درې شل اوریزو سیریز وروسته د ټیسټ لومړۍ سیالي ترسره شوه چې په دریمه ورځ د پاکستان په بریا پای ته ورسېده.

د پاکستان لوبډلې د زمبابوې پر وړاندې په لومړي ټیسټ کې د یوې پاڼۍ او ۱۱۶ منډو په ستر توپیر بریا خپله کړه.

یاده لوبه کې زمبابوې لومړی توپ وهنه پېل کړه، چې په لومړۍ پاڼۍ کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو ۱۷۶ منډې جوړې کړې، پاکستان په ځواب کې د فواد عالم د سلیزې په مرسته ۴۲۶ منډې وکړې.

زمبابوې لوبډلې یو وار بیا توپ وهنه پېل کړه چې یوازې ۱۳۴ منډې یې وکړې او ویې ونشو کړای د پاکستان د یوې پاڼۍ منډې بشپړې کړي، په دې سره یې د یوې پاڼۍ او ۱۱۶ منډو په توپیر ماتې ومنله.

د پاکستان له لوري فواد عالم ۱۴۰ زیاتې منډې وکړې، دغه راز عمران بټ ۹۱، عابد علي ۶۰ او محمد رضوان ۴۵ زیاتې منډې جوړوونکي لوبغاړي وو. په توپ اچونکو کې حسن علي ۹ او شاهین افریدي ۴ لوبغاړي وسوځول.

باید وویل شي چې له دې وړاندې پاکستان لوبډلې د درې شل اوریزو سیریز کې هم زمبابوې ته په ۲-۱ ماتې ورکړې وه، ددوی ترمنځ به دوهمه ټیسټ لوبه د مې په ۷مه نېټه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x