شعـــــرونه

شرميدلې ديموکراسي/ نومير

فدا محمد نومير

چې ګيدړ څخه کار اخلي د زمري
دا سړي نه دي هيڅله هم سړي

که هزار ځله ځان و لړې په رنګ
لايق نه دي چغالان د پاچهي

چې همېش کوي څوک طمع د بل لاس ته
طامع نه لري ابرو او ازادي

لوی، واړه به يې په تيږو باندي ولي
کوڅه ډبه په کوڅو کې سور لنډي

ځان تړل په بيګانه و باندې نسي
خپل به نه سي د پردي کلي پردي

د پردو په غلامۍ چې ېې وي وياړ
مرګ بهتر دی تر يو ورځې غلامي

نه په زور او نه په زر خلک تسليم سي
په شرمو وشرميدل ډيموکراسي

په ګونډ سوه فرعونان د زمانې
په نصيب د افغانانو  خپلواکي

و الله (ج) ته نومير پريوت په سجود
چې پيرزو يې په افغان کړه سر لوړي

۱ / مې / ۲۰۲۱

متحده ايالات ، کلفورنيا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x