افغانستان

پولیسو په پکتیکا کې د حق غوښتنې ولسي غورځنګ مشر وهلی ډبولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): د پکتیکا مرکز ښرنې ښار پولیسو د حق غوښتنې ولسي غورځنګ مشر او قومي مخور حاجي نیاز امیر سخت وهلی ډبولی او د ټوپک ډزې یې ورباندې کړي دي.

دا پېښه تیره ورځ ماسپښين د ښرنې ښار لومړۍ امنیتي حوزې اړوند ولایتي روغتون ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه، کله چې پولیسو د حق غوښتنې ولسي غورځنګ مشر حاجي نیاز امیر او یو مدني فعال باندې د کونداغونو ګوزارونه وکړل او د هغوی د لا ویرولو په خاطر یې ورباندې ډزې هم وکړې.

له پېښې لږ وروسته د حق غوښتنې ولسي غورځنګ سلګونه پلویانو په ښرنې ښار کې لاریون وکړ او د ښرنې ښار یې د اعتراض په توګه وتړلو.

د ښرنې یو اوسېدونکي او د یاد غورځنګ غړي قاري محمدکبیر د لاریون پرمهال څرګنده کړه، چې له تیر یو کال راهیسې یې د خپلو حقونو د غوښتنې په موخه سوله ییز مبارزه پیل کړې ده؛ خو په ولایت کې یو شمېر چارواکي او کړۍ د خپلو شخصي منافعو په خاطر ددوی ولسي او مدني حرکتونه زغملای نه شي او په مختلفو پلمو یې د مخنیوي هڅې کوي.

نوموړی ټینګار وکړ چې د زورواکو او مفسدو چارواکو په وړاندې به خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او په دې لاره کې به هرډول سختۍ وزغمي.

قاري کبیر دغه راز وویل، هغه دولتي چارواکي او د پولیسو منسوبین چې په رښتیا هم د ولس خدمت کوي، دوی ورته د احترام په نظر ګوري؛ خو د مفسدینو او خاینانو پر وړاندې چوپ نه شي پاتې کېدای.

معترضو لاریونوالو که څه هم د کوم چارواکي نوم یاد نه کړ؛ خو د حق غوښتنې ولسي غورځنګ د  مشر حاجي نیاز وهل ډبول یې یو پلان شوی عمل وبللو چې په خبره یې له دې لارې یو شمېر کړۍ د پکتیکا د ولس او حکومت ترمنځ د واټن ډیرولو هڅه کوي.

د لاریون یو بل ګډونوال بیا څرګنده کړه چې حاجي نیاز له تیرو څو ورځو راهیسې د مفسدو پولیسو تر څار لاندې ؤ، چې بلاخره تیره ورځ یې د روغتون مخې ته پرته له دې چې ملامت او سلامت یې وګوري وهلی ډبولی او د سر په ناحیه کې ټپي کړی دی.

لاریون ته د وینا پرمهال د یاد غورځنګ مشر حاجي نیاز امیر وویل، د خپل ولس لپاره مې که داځل سر مات شوی خیر دی؛ په دې لاره کې آن د خپل سر پرېکولو ته هم تیار یم.

پکتیکا کې د حق غوښتنې ولسي غورځنګ مشر حاجي نیاز امیر
پکتیکا کې د حق غوښتنې ولسي غورځنګ مشر حاجي نیاز امیر

یو شمېر لاریونوالو د ښرنې ښار عمومي څلور لارې ته څېرمه د تحصن خیمه ووهله او ګڼ شمېر نور ځوانان او قومي مشران بیا د عدالت غوښتنې په پار د مرکز کابل په لور روان شول، دوی خبرداری ورکړ که غوښتنو ته یې مثبت ځواب ونه ویل شي نو په کابل او پکتیکا کې به پراخ مدني حرکتونه او ولسي لاریونونه راوباسي.

د پکتیکا مرکز ښرنه کې د حق غوشتنې ولسي غورځنګ د تحصن خیمه
د پکتیکا مرکز ښرنه کې د حق غوشتنې ولسي غورځنګ د تحصن خیمه

د پکتیکا د امنیه قومندانۍ چارواکي بیا د حق غوښتنې ولسي غورځنګ مشر حاجي نیاز امیر باندې تور لګوي، چې لومړی دده لخوا پولیس وهل شوی او پولیس د خپل ځان په دفاع کې په هغه ګوزارونه کړي دي.

باید وویل شي چې تیرکال روژه کې هم د حق غوښتنې ولسي غورځنګ لخوا د پکتیکا د یو شمېر مفسدو چارواکو او پولیسو د قومندانانو پرضد لاریونونه کړي وو او د تحصن خیمه یې درولې وه، چې وروسته بیا د ولایتي ادارې په منځګړیتوب او ځینو چارواکو په لرې کولو سره دغه  اعتراضونه پای ته ورسېدل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

پکتیکا خو په هر صورت دا د لوګر غمیزه پدی پاڼی کی صرف یو ځلی ښکاره شوه او بیا مو څه ونه لیدل دا ولی؟ اکثر د ازری ځوانان هغه محصلین چی د کانکور د آزموینی لپاره یی دلته شپی او ورځی سبا کولی د روژه ماتی په وخت د طالبانو د انتحار ښکار شول او څنګ ته یی نورو د خلکو کورنو، شفاخانه هم زیانمنه شوه، پکی ماشومان، زنانه او سپین ږیری شهیدان شول. ما فکر کاوو چی طالب به په اول د می له کافرو سره جهاد شروع کړی ولی بر عکس هغوی د لوګر بیوزلو بی دفاع… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x