افغانستان

هلمند کې د «انتونیک» پوځي اډې څخه امریکايي ځواکونه ووتل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): له افغانستان څخه د بهرنیو عسکو د وتلو په جریان کې امریکايي ځواکونو نن د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د «انتونیک» په نوم پوځي اډه تخلیه کړې ده.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې چې امریکايي ځواکونو نن د یکشنبې په سهار دغه پوځي اډه ورته سپارلې او داچې په یادې اډې کې د امریکايي عسکرو بیرغ ښکته شوی او پرځای یې د کابل حکومت بیرغ رپاند شوی دی.

د انتونیک پوځي اډې د خالي کولو او د کابل حکومت عسکرو ته د تسلیمۍ پرمهال د میوند قول اردو د قومندانانو ترڅنګ یو شمېر امریکايي پوځي قومندانانو هم حضور لاره.

میوند قول اردو وايي، چې دغه اډه به په خپل پخواني پاته وي او هلته به د طالبانو په وړاندې د عملیاتو ترسره کولو په موخه ځانګړي کمانډو ځواکونه میشت کړي.

د ښورابک(انټونیک) پوځي اډه چې ستر هوايي ډګر هم لري د افغانستان په سویل کې د بهرنیو ځواکونو تر ټولو ستره پوځي اډه بلل کیږي، چې یو وخت په کې لسګونو زره بهرني پوځیان او د هغوی قراردادیان میشت وو.

پرون د شنبې په ورځ(مئ اوله) افغانستان څخه د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو بهیر رسما پیل شو او ټاکل شوې ده چې راتلونکو درې میاشتو کې زرګونه بهرني عسکر له افغانستان څخه ووځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالمالک همت

د تحفه نصائح کتاب د شعرونو وزن د مثال په ډول داسي وو: تحفه نصائح نام اين کردم ز حق دارم رجا کاندر نظر پاکان شود مقبول چون شير وشکر خو ما چي به د دې کتاب بيتونه پر دغه وزن نه سوای ويلای، نو به مي پلار لاندي پښتو بيت راته ووايه ول دغسي يې واييه : کوچ کوچ کوچ کوچ هی هی هی هی ښه سو چي ولاړې زموږ د در نه دي غپل نه دي غرږل په توتو لوی سوې بې ثمر خو اوس دغو په ماته وتونکو امريکايانو ته داسي پر خوله راغله کوچ کوچ کوچ… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x