شعـــــرونه

غونچې د وحيو…/ بشارت

دادمحمد بشارت

نجماً نجماً را کوزېدلې به غونچې د وحيو
اخ پۀ نړۍ وې څۀ سپېڅلې زمانې د وحيو

ده پرې زیبا ام القری او مدينه د جانان
آن لا تر اوسه پۀ کې شتون لري وږمې د وحيو

حيران يم دې ته دا نړۍ به نو هغه نړۍ وي
په کې جانان ته چې راتللې پرښتې د وحيو

د حرا سمڅې د هما سيوری دې وشو پر سر
لۀ غېږ دې پيل شولې سپېڅلې سلسلې د وحيو

په هغو کاڼو ، هغو لارو، غرو رغونو سلام
چې ستا لۀ خولې يې اورېدلې زمزمې د وحيو

درسته نړۍ دې وړي حجازه دا احسان پۀ اوږو
ستا له افق پرې لوريدلې دي سپيدې د وحيو

د رب جلال ، ستا شفقت او خپل تقصير درک کړمه
چې بشارت وګورم کله سپارې د وحيو

د.م بشارت

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x