شعـــــرونه

د یو درد د انعکاس مهرباني ده/ مهاجر زاهد

مهاجر زاهد ساپی

د یو درد د انعکاس مهرباني ده
زړه کې غوټه د احساس مهرباني ده

په اوږه مې ستا د لاس مهرباني ده
که د وهم او وسواس مهرباني ده

د هر ښکلي څېره تاته ورته پایم
د تمثیل او د قیاس مهرباني ده

بغاوت له هر جابر په هسکه غاړه
د خپل رب په مونږه خاص مهرباني ده

چې غصه دې هم په نرمه مسکا اخلم
څه بې ځایه د اخلاص مهرباني ده

شاعري څۀ ده؟ زاهده خو کوو یې
چې د خوړین زړۀ د بړاس مهرباني ده
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ
مهاجر زاهد ساپی

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x