نړۍ

ترافیکي پېښې د آی ایس آی ۵ مامورین وژلي

نن ټکی آسیا (جمعه، چنګاښ ۲۷مه ۱۳۹۳): د پنجاب آیالت په سرګودها ښار کې په یوې ترافیکي پېښه کې د پاکستان د څارګرې ادارې ۵ مامورین وژل شوي.

ډان پاکستانۍ ورځپاڼې د راپور په اساس دغه ترافیکي پېښه پرون رامنځته شوه چې له امله یې ۱۱ د آي ایس آی مامورین ټپي شول. راپور زیاتوي چې ۵ يې نن سهار د ټپونه تاب رانه وړ او ووژل شول.

راپور کاږي چې دغه مامورین د لاهور د پروني لس ساعته برید کې د وژل شوي عسکر جنازې ته ساهیوال نومې سیمې ته تللي وه چې د بېرته ستنېدلو پر مهال يې له یوې لارۍ سره ټکر وکړ.

پولیس وايي چې د ټکر وروسته یې ټپيان نیږدې روغتون ته ویوړل چې ۵ کسانو يې نن سهار د سختو ټپونو له امله ووژل شول.

د یادونې وړ ده چې پرون د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف کور سره په یو نیم کیلومترۍ کې وسلوالو کسانو د پاکستان پوځ سره ۱۰ ساعته مقاومت وکړ چې برید د ۲ امنیتي عسکرو او ۳ وسلوالو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د آی ایس آی دا عسکر په داسې حال کې وژل کیږي چې بېګا ماښام د پاکستان پوځ د خیبر ایجنسۍ کې د وسلوالو په یوه کمین کې پریوت چې په ترڅ کې ۸ عسکر ووژل شول او ۲ نور يې ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x