ټولنیزه برخه

د روژې د ختمونو په اړه څو خبرې

مولوي عبدالهادي حماد

۱: د روژې په وروستیو لسو شپو کې ختمونه شروع سي دغه ختمونه په دې معنا نه دي، چي ختم وسو نور به نو تراويح نه کوي. بلکي دا صرف د قرانکريم د ختم لپاره وي، وروسته به ضرور تراويح کوي، که يې ونه کړي سم دم به يې سنت مؤکد پرې ايښي وي.

۲: ډېر خلک په دغه شپه خورا مېوې او خوراکونه راوړي، دغه کار جایز دی البته په دوو شرطو:
الف: عقیده به دې دا نه وي ، چې که یې نه راوړم نو ښه کار نه دی.
ب: ددغه کار لپاره به د خلکو څخه په خوله پیسې نه غواړي که چا په خپله خوښه راوړې ښه تر ښه که نه سوال ددغه کار لپاره جایز نه دی.

۳: ډېر خلک په مسجد کې د مېوو د راوړلو لپاره پیسې ټولوي ځیني خلک داسي هم پکې وي چې پیسې نه لري نور احتیاجات یې زیات وي د شرم په وجه یوه اندازه پیسې ورکړي، چې دا هم ښه کار نه دی، که خلک او خپل خیرات سره پاته سي ډېره ښه خبره ده.

۴: کوشش وسي د ختم شپې سره بدلې سي ځکه ممکن ځیني خلک فکر وکړي، چې دا ختم نو په بله شپه نه دی جایز.

۵: که په کوم ښار یا کلي کې اړمن کسان وي، لکه مسافر، یتیمان، مسکینان، بندیان او داسې نور، په دغسې صورت کې که دغه پیسې پر اړمنو کسانو مصرف سي ثواب به یې زیات وي.

۶: ځیني خلک د ختم تراویح نه کوي، لنډې تراویح کوي بیا هم د اوویشتم په شپه د خوږو یو خیرات جوړوي، دغه ختم بولي بیا تراویح نه کوي، د خوږو خیرات ښه کار دی خو تراویح پرېښوول ښه خبره نه ده، باید تراویح تر پایه وکړل سي ځکه تراویح او روژې سره تړلي دي، چې روژه وي تراویح به هم وي. دا خبره دې یاده وي چې دغه د اوویشتم د شپې ختم، چې د قرانکریم د ختم پرته یې کوي اصلا اساس یې له هغو ویناوو څخه اخیستل سوی دی، چې دغه شپه د قدر شپه بولي ځکه ځینې علماء په اخره لسیزه کې د اووه ویشتم شپه د قدر شپه بولي، بناء خلک په دغه شپه یوه اندازه خیرات وکړي، تلاوت او عبادت وکړي…البته یقیني د قدر شپه نه سي بلل کېدای او نه هم د تراويح د پرېښوولو په معنی دي.

والله اعلم
مولوي عبدالهادي حماد، ۲۰ رمضان ۱۴۴۲ هق

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x