ځانګړي راپورونه

د اسامه بن لادن لسم تلين؛ د هغه د جاسوس شکيل اپريدي وضعيت په زندان کې څنګه دی؟

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امريکا لپاره قهرمان، خو په پاکستان کې خاين پېژندل شوی ډاکټر شکيل اپريدي لس کاله مخکې د خیبر پښتونخوا په ایبټ اباد سيمه کې امريکايي استخباراتو لپاره د القاعدې د پخواني مشر اسامه بن لادن جاسوسي کړې وه، د رپوټونو له مخې د نوموړي د معلوماتو پر بنسټ بن لادن ووژل شو او وروسته ډاکټر شکيل اپریدی هم د پاکستاني استخباراتي ادارو له لوري ونيول شو او تر اوسه په زندان کې دی.

د ۲۰۱۱ کال د مې په دوهمه نېټه امريکايي استخباراتو د نړۍ تر ټولو مطلوب شخص اسامه بن لادن وواژه او ډاکټر شکيل د دې عملياتو يو مهم کردار و او نن د دغو عملیاتو لس کاله پوره شول.

اسوشيټيډ پريس خبري اژانس ليکلي، چې د امريکا مرکزي استخباراتو «سي ای اې» ته ځينې معلومات په لاس ورغلي وو، چې اسامه بن لادن په ايبټ اباد کې اوسيږي، خو د هغه د ځای او کور په اړه د کره معلوماتو تر لاسه کول د امريکا لپاره اړين و او دا معلومات ډاکټر شکيل اپريدي ورکړل.

ډاکټر شکيل اپريدي د ګوزڼ ضد «پوليو» واکسين په کمپاین کې دنده درلوده او له دې لارې يې د بن لادن د وينې نمونه تر لاسه کړې او امريکايي استخباراتو ته سپارلې وه.

تر اوسه دا نه ده روښانه، چې د اسامه پر خلاف د امريکايي ځواکونو د عملياتو لپاره د ډاکټر شکيل اپريدي معلوماتو څومره ګټور و؟ خو د بن لادن له وژنې څو اونۍ وروسته پاکستاني چارواکو نوموړی ونيو او تر اوسه په زندان کې دی.

د رپوټونو له مخې تر اوسه پر شکيل اپريدي کوم تور نه دی ثابت شوی، خو د پخوانيو قبايلو د استعمار د وخت قانون له مخې شرخوښو خلکو سره د مرستې په تور نوموړی په ۳۳ کاله بند محکوم شوی دی.

امريکايي حکومت وخت پر وخت د شکيل اپريدي د بندي کېدو په اړه پاکستان ته خپل احتجاج کړی، خو پاکستان تر اوسه په دې اړه د امريکا غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی، په عين حال کې ځينې داسې رپوټونه هم تر لاسه شوي، چې اسلام اباد او واشنګټن د بنديانو د تبادلې په يوه مسوده فکر کوي، خو تر اوسه په دې اړه نور معلومات نه دي تر لاسه شوي.

اونۍ کې دوه ځله د ږيرې خريلو اجازه لري

ډاکټر شکيل اپريدی د پنجاب ایالت د ساهيوال ښار په زندان کې د تنهايۍ زندان تېروي، د هغه ورور جميل اپريدی وايي، چې نوموړی په يوه پنجره کې بندی دی، څو ګامه په کې اخيستی شي او سپک ورزش هم په کې کولی شي.

جميل اپريدی وايي، چې ورور ته يې له قرانکريم پرته د بل کتاب يا ورځپاڼو د لوستو اجازه نه شته.

د اسامه بن لادن استوګن ځای

جميل اپريدی زیاتوي، چې ورور يې د ساتونکي په شتون کې اونۍ کې دوه ځله د ږيرې خريلو اجازه لري او د زندان له نورو زندانيانو سره د ناستې پاستې او خبرو اجازه هم نه لري.

د خپلې کورنۍ له غړو سره په مياشت کې يوازې دوه ځله د اوسپنپنیزو خنډونو تر شا ملاقات کولی شي او د دغه ملاقات پر مهال نوموړی له خپلې کورنۍ سره په خپلې مورنۍ «پښتو» ژبه هم خبرې نه شي کولی.

د جمیل اپريدي په وينا د زندان مسؤولينو ورته ويلي، چې ډاکټر شکيل سره د سياست او د زندان دننه حالاتو په اړه خبرې کول بند دی.

امريکايان هم د شکيل اپريدي ډېر غم نه کوي

په واشنګټن کې د ویلسن څېړنيز مرکز کې د اسيا د څانګې مرستيال څېړونکی مايکل کوګلمين اې ايف پي خبري اژانس سره د خبرو پر مهال ويلي، چې ډاکټر شکيل اپريدي د اسامه بن لادن په عملياتو کې تر ټولو زياته بيه پرې کړه.

د کوګلمين په وينا له له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل او د اسلام اباد او واشنګټن سړې اړيکې د دې ښکارندويي کوي، چې د ډاکټر شکيل اپريدي موضوع ډېره توده نه ده.

د اسوشيټيډ پريس په وينا د اسامه بن لادن له وژلو وروسته په پاکستان کې د امريکا خلاف د کرکې او نفرت فکر نور هم زيات شوی او ډېر لږ شمېر خلک به له ډاکټر شکيل سره خواخوږي ولري.

د پاکستان د استخباراتو «ای ايس ای» پخواني مشر اسد دراني ويلي، څوک، چې د بل هېواد لپاره جاسوسي وکړي، نو د هغه جرم نه بښونکی بلل کيږي.

د اسد دراني په وينا د پاکستاني چارواکو له لوري شکيل اپريدی د دې لپاره نيول شوی، چې نوموړی د ولسي خلکو له کرکې او غوسې وژغوري.

اسامه بن لادن د خپل ژوند تر پایه له امريکا سره خپل مخالفت او دښمنۍ ته دوام ورکړ او بالاخره په ایبټ اباد سيمه کې د امريکايي ځانګړو ځواکونو له لوري ووژل شو، خو د هغه د وژنې لپاره د معلوماتو ورکوونکی ډاکټر شکيل د امريکايي چارواکو له ياده وځي او نور يې په زندان کې لس کاله پوره کيږي.

د ډاکټر شکيل اپريدي له امله په پاکستان کې پر واکسين د خلکو باور کمزوری شوی دی.

پاکستان کې اوس هم ډېرې داسې کورنۍ شته، چې خپلو اولادونو ته د ګوزڼ ضد واکسين نه کوي، ډېری خلک د واکسين ټيمونه استخباراتي مامورين بولي او د بن لادن له وژنې وروسته د پاکستان او په ځانګړې توګه د خیبر پښتونخوا په ګڼو سيمو کې د پوليو واکسين پر ټيمونو بریدونه شوي، چې لسګونو روغتيايي کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
9 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

د امپریالیسټانو او استعمارګرانو او توطئه ګرانو او د هغوی د مزدورانو او دلالانو او دلاکانوڅرګندونی او کړنی اکثراً د تناقض څخه ډکی وی چی البته تشریح ته ئې اړتیا نشته.

محمد اکرم خان

احمد ورورہ ہر سڑئ خبر دی سی پہ پاکستان کی د امریکے جاسوسان سوک دی؟ مشرف پہ یوازی سر لس ارب ڈالر لہ امریکہ وخوڑل، ضیاءالحق او د آغہ جرنیلانو وخوڑے، زرداری او نوازشریف او لہ دوئ سرہ ملگری تس پہ نامہ انسان ، اسلام او افغانپشتونپالانو وخوڑے، کتابونہ ورباندی ولیکل سول ، سی سومرہ ڈالر ورسیدلی دی۔ عرب لہ شزو سرہ لاس تڑلی خرس ہںے کڑل ، ایمل کاسئ ہںے لاس تڑلئ ورکڑئ، د ڈالرو د پارہ پہ لکونو افغانپشتانا پہ مرگ ورسیدل، پہ کروڑونو لر بر ب کورہ مہاجر ب عزت سول، تہ او خدائ پروند پہ لوگر… نور لوستل »

دوکتور غروال

وهابی بن لادین اودده کورنۍ په کالونو راهیسی د خائين بوش کورنۍ سره په تجارتی معاملو کښی شریک او همدا امریکا وه چی د وهابی بن لادین ( خائین خلیلزاد په پښاور کښي دده څنګ ته همیش موجود وو ) او سعودیو شهزاده ګانو په ملتیا نور عربی شیخان هم پاکستان ته راتشویق کول ، هغه وخت پدی برخه کښی او د طالبانو مصنوعی دینی مدرسو باره کښی اعتراضونه وشول او ځواب ئي داوو چی کله شوروی یو مملکت ته داخل شی نو بیا دا مملکت دوامداره تر استعمار لاندی ساتی لدی کبله افراطیومذهبی حلقو تولید ته اشد ضرورت دی… نور لوستل »

دکتور مجاهد

دکتور غروال صاحب ، رښتیا هم اسامه بن لادن خو ستاسی ړد کمونستښ خیالی باغونه او جنتونه ونړول ، مګر تاسی ته کمونستنی او دموکراسی یو شان غبرګون خویندی دی . روسان چه مات شول امریکایانو ته یی د مجاهدینو د غچ اخستنی د پاره پناه یووړله امریکایانو یی پناه په شرطو ومنله چه افغانی کمونستان به و رته په اجاره ورکوی ، دوهم اشغال کی به ورسره لاس اړونه لری یعنی د موازی استعمار خوبونه دی له سره وباسی د ناتو په شان دی نړیوال استعمار کی ونډه ولری روسانوړ ورسره جبرا ومنله له هغه وروسته هماغه امپریالیزم د… نور لوستل »

احمدشاه

مجاهد وروره اسلام علیکم
وروره زه فکر کوم چه دغه ## ته به په گانا او نایجیریا کی هم پناه ورنکړی حکه چه دغوی حانونه دسی شرمولې چه د دنیا هیح ملک به پر دی ### نور عتبار ونکړی

دوکتور غروال

پروفیسور مجاهد مولانا صاحب ، سپین سترګی او تحقیر امیزه دروغ ګوئی هم حدود لری اما تاسو محترم نظر د تاسو عادت ته حتی د شوروی کمونیستانو پر ضد د افغان ملت ملی قیام او ددی قیام بریالتوب په بی شرمانه شکل سره د وهابی شیخ بن لادین ( د خائين بوش کورنی صمیمی دوست ) په نام ختموۍ او همدارنګه د امریکا ، انګلیس ( د پنجابی پاکستان په تام ملاتړ ) غلامانو محوه کیدو د ملت په زور ته هم اوس بل ډول ډنډوری روانی دی بلی اموخته شوی غلامان همداسی خصلتونه لری او ملی غرور ورڅخه اخستل… نور لوستل »

دکتور مجاهد

دکتور غروال صاحب! ستاسی د خوشالیو د پاره به اسامه رح یو مجرم ومنو ، مګر دا مجرم د روسانو ضد جهاد کی نه یواځی مجرم نه وو بلکه مجاهد او رهبر وو او پلویان ( القاعده ) هم مجاهدین وو افغاانستان ته د راتګ د پاره د ویزو او تکتو لاس اړونه هم ورسره امریکا کوله. کله چه روسان مات شول او امریکا د روسانو ځای ناستی شوه امریکا د مجاهدینو په ضد زمونږ هیواد اشغال کړو اسامه او القاعده بد خلک شول. دا خو د امریکایی استعمار حق دی چه خپل دشمن په بدو نومو وستایی موږ او… نور لوستل »

دوکتور غروال

پروفیسور مجاهد صاحب ، بلی د غلامانو سره د هدف تر رسیدو وروسته د استعمارګرو له خوا ددوی سره د بل پلیت هدف شروع لپاره همداسی خائين پلانونه عملی کیږی لکه چی په افغانستان کښی د ۴۳ کالونو جریان کښی افغان غیرتی ملت ددی شاهد دی ، دی کمونیزم ، مذهبیزم او دیموکراتیزم په وسیله استعمارګرو افغان غیرت ملت تباه او د ستری بدبختی سره مخامخ کړۍ دی ، افغانانو په تاریخ کښی بی له عربو ، چیچانیانو ، اوزبکانو، پنجابی پاکستانیانو او هم بی له افغانی غلامانو ته د ډالرو ، پونډونو او روبلونو ویشلو څخه د خپلی خا… نور لوستل »

طوطی

دا یو حماقت دی څوک چی خپلو ماشومانو ته د پلیو واکسین نه ورکوی. د پلیو واکسین د اوبو په شان قطری دی چی د ماشومانو په خوله کی اچول کیږی. د پلیو واکسین وینی سره هیڅ کوم ارتباط نلری صرف هغه ماشومان چی عمر یی ۵ یا له پنځو کم وی هغوی ته ورکول کیږی. د پلیو واکسین ماشومان د کوزڼ له بیماری څخه ژغوری دا یو حقیقت دی. دا بیماری صرف په ټوله دنیا کی په پاکستان او افغانستان کی پاتی ده. بله دا چی د پنجاب فوځ هیڅ کله هم ریښتیا نه وایی او همیشه یی دوه… نور لوستل »

Back to top button
9
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x