نظــر

له خټینې حُجرې د سپینې ماڼۍ زوال

شهاب غزنوي

۲۷کاله مخکې د اسیا زړه (افغانستان) د زور واکو او لنډغرو د وحشتونو او بربریت ځاله وه غلا، فساد، لواطت، ظلم، او د هلکانو ودول یو رواجي کار و، هلته مظلوم او بې وسه افغانان نور لدې وحشتونو او ظلمونو مهربان رب (جل جلاله) ته لاس په دعا ول، چې د دې بربریت څخه د خلاصون لپاره الله (جل جلاله) یو داسې بنده پیدا کړ، کوم چې مظلومو افغانانو ته لدې ستر وحشت او دهشت نه د نجات سبب جوړ شي.

دا چې دا هیواد (افغانستان) له پېړیو پېړیو د آتلانو ټاټوبی دی، ستر ستر آتلان او غازیان لري، خو په دې حساس وخت کې هم یو آتل او رهبر ته ضرورت د رلود، چې رب العالمین د دې رهبریت او اتلولۍ لپاره ها د خټینې ابادۍ او حُجرې یو باعزمه، شُجاع، د مظلومو افغانانو په حال دردمن ملا محمد عمر مجاهد (ثالث عمر رحمه الله) د خپلو آتلانو ملګرو سره د ظالمو او بې رحمه پاټکیانو د سر کوب کولو لپاره را پورته کړ.

ظالم پاټکیان او تش په نامه مجاهدین یې د هر راز قربانیو په بدل کې له دې سپېڅلې خاورې ځینې وشړل او ځینې یې د ابد لپاره ختم کړل او د آسیا زړه (افغانستان) یې له بربریت او وحشت څخه خلاص کړ، افغان مجاهد ولس یې کلک ملاټر وکړ او ملا محمدعمر مجاهد یې د جیدو او مخورو علمآء کرامو له یوې سترې غونډې وروسته د مؤمنانو امیر (امیرالمؤمنین) وټاکه د محمدي سپېڅلي شریعت احکامات یې جاري کړل، د هیواد ۹۵% خاوره یې د سر سپارلو طالب شازلمیو د سر په بدله تر واک لاندې را وسته.

خو دا چې غربي بلا او مل اتحاد یې د اسلام سر سخته د ښمنانو (یهودو او نصاراوو) دا هر څه څارل، د افغانستان په غیور ولس د محمدي شریعت نافذ کېدل د دوی خوب حرام کړی و، چې بالآخره يې د ۴۸ غربي او کفري هیوادونو په ملتیا د اسلام د سر سخت دښمن (بوش لعین) د واکمنۍ په مهال( ۲۰۰۱ ع م) کال د آسیا په زړه (افغانستان) په خپل ټول زبر ځواک سره یرغل وکړ، چې په دې سره یې د طالب شازلمیو تحریک ړنګ کړ، په بدل کې یې خپل په لاس جوړ شوی کفري قانون جوړ کړ.

د یرغلګرو د یرغل نه څه موده مخکې کفري رسنیو د اسلامي امت له دې عظیم رهبر (ثالث عمر رحمه الله) سره څو څو ځله مرکې وکړې، چې په هر وار سره به ملا محمدعمر مجاهد (رحمه الله) د مظلومو افغانانو د بریاء او د یرغلګرو د شکست خبره کوله، خو په پیل کې دا هیڅ چاته د منلو وړ نه وه.

د اسلام سر سپارلو آتلانو خپل مقاومت ته د پای ټکی کېنښود، بلکې د قربانۍ یوه نوې مرحله یې د خپل محبوب رهبر (امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمه الله) په مشرۍ او د اسلامي احکاماتو په رڼا شروع کړه.

له ها خټینې ابادۍ او خټینې حُجرې د طالب شازلمیو د محبوب رهبر (ثالث عمر رحمه الله) رهبري او د دوی هر راز قربانیو او تکالیفو رنګ راوړ، په عصري ټکنالوژۍ او پرمختللو وسائلو سمبال د سپینې ماڼۍ واکمنانو او اجیرانو ته یې د سر په کاسه کې اوبه ورکړې، د دې عصر د ولي (ثالث عمر رحمه الله) وړاندوينه رښتونې شوه.

سپني ماڼۍ د خټینې ابادۍ د حُجرې له ولي الله (ثالث عمر رحمه الله) له سپېڅلي رهبریته دده رحمه الله په ژوندون کې شکست وخوړ او د خپلې ماتې اعتراف یې د صلحې (سولې) تر نامه لاندې د امریکا د نوي حکمران (اُباما لعین) په خوله سره وکړ.

خو د مسلمه اُمت دا عظیم رهبر د مؤمنانو امیر د حقیقي ژوند په لوري د ابد لپاره وکوچید، دده قربانیو رنګ راووړ، دده په لاس جوړ شوی اسلامي امارت د غربي بلا زور اوبه کړ، د دوی پرمختللې ټکنالوژي او وسائل یې ور دړې وړې کړل، یرغلګر یې د خبرو میز ته راکش کړل او په ماتې او شکست یې ټوله نړۍ شاهده سوه.

له مغروري نړۍ جوړه ده سوالګره
خپلواکي مو ترېنه واخیسته په نره
اې تر تورو خاورو لاندي قلندره
سر راپورته که ملا محمد عمره
(چنار ټکور)

د ثور میاشتې ۴ د مرحوم امیر المؤمنین (ثالث عمر رحمه الله) د وفات اتم تلین دی.
په همدې ورځ اسلامي امت او په ځانګړې توګه افغان ولس له خپل مشفق، زړوَر او مجاهد رهبر څخه بې برخي شول.

د خوښۍ او ویاړ ځای دی، چې د نوموړي رحمه الله تګلاره او مسیر په نظامي او سیاسي برخه کې د ده رحمه الله په مسیر تلونکو (مجاهدینو) له لوري په ښه بڼه تعقیبېږي.

د ملا محمد عمر د لارويانو د بشپړې بریا او هيواد د آزادۍ په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

15 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غ.حضرت

دا ډول هالیووډی او بالیووډی ( په حقیقت کی انګریزۍ ) سناریوګانی فقط د عقل او ایمان څخه بېګانه کسان غولولای سی او بس.

pttang

زما د ښوونځي د یاداښتونو ، تیر تاریخ او زما د حافظې له قوله دغسې تبصرې لکه د حضرت صیب زما هغه راپوزي قنداریان همصنفیان را په یاد کړل چې زما سره به کلکه پښتو وېیله او خبرې کولې خو په حقیقت کې به یې بیا د ایرا ن د شیعه ګانو پلوي کوله او انتي پښتون دریځ به یې غوره کاوو ! که این کړې او که پين کړي دا پټی به شینکړې ! که یې غواړې او که نه طالب یو حقیقت دی او جعفرې فقه به له اساسي قانونه باسي !!

غ.حضرت

اولاً ددې یا هغی فقه د حقانیت د اثبات هڅه د ملی او وطنی مسائلو سره هیڅ ربط نلری ثانیاً د افغانستان اکثریت خلک د حنفی مذهب پیروان دی، همدا د حنفی مذهب پیروان د حنفی! طالب په هکله دا فریادونه تر خوله را باسی چی: طالب یوه انګلوساکسونۍ – استعماری پروژه ده کومه چی نه یوازی د اساسی قانون څخه د جعفری فقهی د اِمحاء او اِلغاء او نورو نژادی او قومی کړکیچونو د ایجاد لپاره ګومارل سوې ده بلکه د افغانستان د هیواد او خلګو د ټولو شنو او زرغونو هیلو د کاروانونو د مسیر د انحراف په… نور لوستل »

pattang

ا ( اولاً ( ددې یا هغی فقه د حقانیت د اثبات هڅه د ملی او وطنی مسائلو سره هیڅ ربط نلری د خلقیانو تر وخته پورې دافغانستان ټولې فيصلي ددیني احکامو او فقه په اساس حل او فیصله کیدي  او په راتلونکي کې به هم د‌اسلامي نظآم په چو کاټ کې کيږي   (‌ ثانیاً د افغانستان اکثریت خلک د حنفی مذهب پیروان دی، همدا د حنفی مذهب پیروان د» حنفی! طالب په هکله دا فریادونه تر خوله را باسی چی: طالب یوه انګلوساکسونۍ – استعماری پروژه ده کومه چی نه یوازی د اساسی قانون څخه د جعفری فقهی د اِمحاء او اِلغاء او نورو نژادی او قومی کړکیچونو د ایجاد لپاره ګومارل سوې ده بلکه د افغانستان د هیواد او خلګو د ټولو شنو او زرغونو هیلو د کاروانونو د مسیر د انحراف په موخه را منځته سوېده څو د نړیوال استعمار او صهیونیزم لپاره د افغانستان د خلګو د ټولو مادی او معنوی شتمنیو د لوټ او تالا کومه بله لیاره پرانیستل سی.) د خلقو فریادونه د حنفي طالب له لاسه ندي بلکې داښغال او تپل شوي غیرې حقیقت او تپل شوې جګړې نتيجه ده ، نو اولس هم د اشغال په وړاندې د ازادي د پاڅون حق لري !! او د UN د منشور په اساس ټول ازادی غوښتونکي اولسونه اخلاقي مسئولیت لري چې د اشغال شوي ملت دازادي له بړېڅو سره مرسته وکړي خو متاسفانه چې دافغانستان دنیمه فیودالې ټولنې مخکښ ټول په دالرو اخیستل شوي دي کوم چې د طلوع او نورو غربي تلویزونو په پردو  کې د غلامي او خرڅلاو بدلې بولي… نور لوستل »

غوربندی

فکر کوم دا تېر شل کاله دې د ټوپک ډز نه دی اورېدلی،،

چې د طالب یو ګوزار دې په زر مترۍ کې هم مشاهده کړی وای نو لومړی به دې اودس مات او بیا به دې کله هم د دوی سپېڅلې مبارزې ته هالیووډي/ بالیووډی سناریوګانې نه ویل،،

اصلا طالبانو کرامو د کافرو یرغلګرو هالیووډي/بالیووډي طلسم او مورال په خوټو درته وواهه، اوس یې د التیام په ارمان کې همداسې سوزه!

غ.حضرت

د یو ” متحجر ” او دراز ګوشِ مقدس ” او ” پنجابی اجاره ای مدرسو مدیرانو ” په نزد مقدس جهاد! هغه دی کوم چی بې ګناه ووژنی. کاشکی طالب رشتیا هم یوازی امریکائیان او انګریزان او اشغالګران وژلای ( ډیر احتمال شته دی چی وژل سوی اشغالګران پخپلو منځونو کی سره وژل سوی او یا د نورو نامحسوسو او ګُمنامو آسمانی یا زمینی موجوداتو پلاس وژل سوی وی ). دا چی د وروستی یوه کال په اوږدو کی طالب جان د امریکائی اډو د ساتنی دنده تر سره کړېده نو معنی ئې دا ده چی امریکائیان نور پټ… نور لوستل »

طاهر ثابت

وایی خرګوش چه ویده کیږی پیښی اسمان ته غزوی. وایی چه اسمان ړنګیده نو دی به یی په پښو تکیه کړی. ستا خبری دهمدی خرګوش خیال څخه تعبیر کوی.
دخیراتخورو دشلو کالو واهیات په همدی تعبیرو ولاړ دی. هغه کسان چه نه مزدور وی او نه خیراتخور او دلیږ فکر خاوند وی ستاسو په بالیوودی او هالیوودی فیکشنو باندی باور نلری.

غ.حضرت

ما خو پښې آسمان ته ته نه دی نیولی بلکه تا غوندی کسان می د خپلو پوښتنو د ځواب د ناتوانۍ له وجی دېته اړ ایستلی دی چی خولې آسمان ته او پر غوږو لاسونه ونیسی. بیا در څخه پوښتنه کوم: آیا په تاریخ کی داسی خلیفه او امیر پېژنې چی نه اُمت له نژدې لیدلی وی او نه ئې کومه خطبه ترې اورېدلی وی او نه ئې کوم لیکلی آثار لیدل سوی او لوستل سوی وی؟ البته د بی بی سی مهارت ددې لامل ګرځېدلی دی چی څو کلونه ډېر کسان ددې ډول اوهامو په جالونو کی مسحور او… نور لوستل »

احمدشاه

د مشهور فزیک پوه البرت  انشټاین یوه مشهوره مقوله ده وایي کائنات او د انسان حماقت دوه داسې شیان دي چې حد نلري.
حما په اند ## دغه پرتا دیر شه د تدبیق وړ مقوله ده

غ.حضرت

ما ته د ویاړ ځای دی چی د البرټ انشټاین د یو لایق شاګرد د پاملرنی وړ وګرځېدم!!!!!!!

pattang

وروره سر به نه سره خوږه وو ستاد دلائل او پرو پا ګنده ستا د راپوځي وروڼو او د شمال د لنډغروائیه ده !

غوربندی

غ. حضرت صاحب که له حسد او کینې خالي قضاوت وکړو،، ملا عمر رحمه الله د خپل ایمان په امتحان کې کامیاب شو،، دوهم د مفکر ثاني په سبک هغه متل دې اېزده ده چې وایی: خان یې په یاران یې،،، ملاعمر رحمه الله په خپل کفرشکن موقف سره په ځوان نسل کې د جهاد فی سبیل الله روحیه ژوندې او نړیوال کفر یې په افغانستان کې مطلق U-Turn ته اړ کړ،، والحمدلله،،، چې څوک یې نه مني هغه به حاقد، حاسد، او بدبخته وي،، او دا هغه صفات دي چې ستاسو د یوه ارادتمند په صفت مې په تاسو… نور لوستل »

pattang

هغه په جرمني اوغرب کې د طالبانو له برکته خیراتي او مفتې ډوډۍخوړلې دي !

غ.حضرت

په جرمنی او غرب کی داسی کسان هم اوسی چی د سوسیال د خیرات تر څنګ د طالب خیراتونه هم خوری او ټول ما غوندی لټان نه دی.

طوطی

ملا عمر دی ملک ته نه سوله راوړه او نه یی اسلام. دومره چی طالبانو د اسلام نوم پر ټوله نړی بد کړی په والله که کمونیستانو بد کړی وی. نن سبا د طالبانو کلپونه مستند موجود دی چی په مساجدو کی دوی څه کوی. دا بیوزله خلک چی نن له لشکرګاه څه او له نور ځاینو څخه مجبورآ وستل کیږی دا ټول د طالبانو له وجی دی.

Back to top button
15
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx