افغانستان

د جنبش ګوند مهم قومندان د طالبانو په برید کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): په تخار ولایت کې د جنبش ګوند مهم قومندان او جنګسالار «پیرام قل ضیایي» له طالبانو سره په مخامخ جګړه کې وژل شوی دی.

امیر پیرام قل چې د دوستم په مشرۍ د جنبش ګوند د مرکزي شورا مرستیال و،‌ په تخار ولایت کې یې د اربکیانو مشري هم کوله او د یاد ولایت له مهمو جنګسالارانو شمېرل کېده.

د تخار امنیه قومنداني وایي، تېره شپه طالبانو د تخار ولایت د روستاق ولسوالۍ اړوند «قلعه ګرداب» نومي سیمه باندې برید وکړ، چې له امله یې پيرام قل ووژل شو او درې تنه ملګري‌ یې ټپيان شول.

ورته مهال د جنبش ګوند یو بل غړي «عنایت الله بابر فرهمند»‌ هم د پیرام قل د وژل کېدو خبر تایید کړی او په خبره یې، هغه د دوستم له نږدې او پخوانیو یارانو څخه و، چې په یوه چاودنه کې ووژل شو.

د فرهمند په خبره، پیرام قل د شمال په امنیت کې مهمه ونډه درلوده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد اڅګزۍ

طالبانووروڼوچه وس موکیږی دغه ظالمانی ډلی ټپلی اوس لازیرزبرکۍچه دکفاروتروتلووروسته داخلی اختلافات خطم سوی وی دغه قومی اختلافات نوی چه داپښتون دۍ داتاجک دۍ داهزاره دۍ دااوزبک دۍ ټول مسلمانان وروڼه دۍ مفسدین بایدله منځه ولاړسی دالله اودرسول دښمنان بایدخطم سی.

pttang

ددښتې لیلې قاتلان باید خپله جزا وویني او جهنم د ځای وي !

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x