ټولنیزه برخه

قران سره د مینې عجیبه کیسه

حامد افغان

یو عرب شیخ لیکي: زما د یوې مېرمنې مور نه څه لوستلی او نه څه لیکلی شي، له کله نه چې ما له دې سره واده کړی، هره روژه کې د شپې دولس بجې له خپلې مور سره اړیکه ونیسي، د قران یو یو لفظ ورته وایي، مور یې ورپسې وایي ان تردې چې یونیم ساعت کې یوه سېپاره ورته ختمه کړي! له دې وروسته یې مور په دعاګانو ورته سر شي، په ژړا او عجیبه اخلاص ښې ډېرې دعاګانې ورته وکړي.

کله چې د روژې وروستۍ شپه شي نو په همدې توګه دواړه قرانکریم سره ختم کړي او په دې ورځ یې د مور د خوشالي انتهاء وي، په دې خوشالي او د خوشالي په ژړا کې عجیبه خوندورې دعاګانې کوي. شیخ وایي زه د دوی تلاوت اورم د مور او لور له قران سره دومره زحمت، صبر او مینې ته هک حیران پاتي یم او خپلې مېرمنې ته هم په تعجب کې یم چې له خپلې مور سره څومره مینه او ښه کوي!

قرانکریم د الله تعالی سپېڅلی کلام دی، مومن باید تردې هم زیاته مینه او اړیکه ورسره ولري. الله تعالی دې د شیخ په کور او اولاد خپل رحمتونه او برکتونه واوروي او الله دې زموږ اولادونه او کورنۍ هم نېکې او ټول د قرانکریم عاشقان وګرځوي.

یادونه: دا کیسه مې د عبرت او قران سره د عامو خلکو د مینې پیدا کولو لپاره راخیستې ده، د تنقید او څرنګوالي په نیت د خلکو نظرونو پوښتلو لپاره نه ده، د ځینو عادت وي چې خامخا هر شي کې خپل عقلانیت ننباسي. لطفاً توجه مو غواړم…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
دوکتور غروال

غیرتی افغان ملت دا ۴۳ کاله کیږی چی د رنګارنګو اجنبی جاسوسانو او قاتلانو له خوا د تباهی سره مخامخ دی او ظالمو اجنبیانو ته ئي د افغانستان خاوری دروازی خلاصی کړی دی ، عجیبه داده چی یو ډول اجنبیوغلامانو د قرأن شریف ضد شعارونه ورکول او د مذهب د ضد لپاره ئي په ملیونو افغانان ووژل او بل ډول اجنبیانو غلامان د قرأن شریف څخه د خنجر کار اخلی او دوی هم د اجنبیو تر رهبری ئي افغان ملت وژنی باندی ناستومانه لګیا وو او دی او دریمه ډله کښی د اجنبیو په کومک کمونیستان ، تش په نامه… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x