تاریخي پيښينظــر

۱۲ ګرامه ماغزه- (۱۴) سټو کنډو

شهرت ننګيال

سټو کنډو
د جگړې له لیکو: خپله ژبه هم کلا ده هم بلا: له دوو میاشتو سټو کنډو کې يم، حقاني صاحب د سټو کنډو د غره پر سر د قوماندې مركز جور کړی.

کرۍ ورځ له يوه دوربین چې قیچي دوربین یې بولي د عملیاتو څارنه قوماندانانو او سرگروپانو ته قومانده، دې له هغه اړخه وروگرځي، لس متره وړاندې يې ونیسه، دا شمال له اړخه گلاب کوچي سره يو ځای شئ، خليل دې د غرب پوستې تر اور لاندې ونیسي.

په قیچي دوربين کې له پاسه گوري – خو زه چې ورته کسم څه نشم لیدی، د پرمختگ شیبو کې چې عبدالعزيز جامو کې نه ځایېږي  او…..

له داد او شاباس سره لګيا وي. هغه دی پوستې اور واخیست، له ټانګ لمبې خیژي، په منځ کې ولګېد، ما بیا هم دوربین کې څه نه شوای لیدی، دلته به نو له شرمه په درواغو اړ شوم، بالكل، بالكل، لمبې خېژي. اوهوو…

كله كله بمبار دومره زیات شي چې سړی سر نشي پورته کولی – اكمالات گرد سره کیدی نشي، د خوشه يي بمونو له امله په گز او پل مردکي، پارچې موښلي – دا داسې بمونه دي چې پر ځمکه له غورځېدا په لسگونو واره بمونه چوي، پنځوس په پنځوس مترۍ کې اور پورې کړي.

زما دنده پر رپورټينگ سربېره لومړۍ لیکې او د قوماندې مرکز ته د بهرنیو خبریالانو د رسولو ده.
د اسماني غونډ په مخه کې مو کوټه ده، پیرصاحب، فوتوگرافر احمد سينا او هدایت الله را سره ملگري دي.

د ورځې له ژورنالیستانو سره د قوماندې مرکز او كله كله لومړۍ کرښې ته ځغلو، پر کومه ورځ چې خبریالان نه وي، ورځ د قوماندې مرکز کې له حقاني صاحب سره اړوم، جنرال رحمت الله ساپی هم د قوماندې مرکز کې دی، جنرال سوله مل، جنرال مصطفی، چترال قاسم او… هم کله کله پېښه کوي.

له لومړۍ ليکې د دغو جنرالانو په راگرځېدو له حیرانۍ خولې خلاصې پاتې وي، جنرال قاسم په وارخطایۍ لګیا دی، د مجاهدينو پر جنگي تاکتیکونو او ستراتیژۍ زموږ لار نه شي خلاصېدی هغه څه چې موږ لوستي او تجربه یې لرو دغه تکتیکونه ستراتیژي ورسره اړخ نه شي لګولی، د خدای تعالی مرسته ده که نه د عسکري اصولو كوم درک سړی نشي لگولی، توكلي روان دي.

دلته مې داسې بهرني ژورنالیستان هم وليدل چې پر نسوارو روږدي دي – امريکايي ژورنالېست راب شولتایز کپ، کپ نسوار اچول.
د بېلابېلو هېوادونو لکه برتانیې، امریکا، فرانس، جرمني، ايټاليا او خبريالان رامات دي. هدایت وايي د دوی هغسې دغسې ټول جاسوسان دي. زه ورته وایم د څه شي جاسوسان. زموږ څه له چا پټ دي چې تر دغو غرو او خطرو يې را واړوي…؟

ما ته له ژورنالستانو د دوی افغان ژباړن مشکوک بلكې مرموز ښکاري، دوی د ژباړونکي په پرتله د نوكر څېره خپله کړې وي، ځینې په ناسمه ژباره لگيا وي، يو شمېر له ناپوهۍ، ځینې کیدی شي قصدي؟

له يو ځوان فرانسوي ژورنالېست سره يو فعال او خندنی ځوان یوازینی ژباړن دی چې پخپل ځانگړي کريکټر يې پر هماغه لومړۍ ورځ له موږ سره اشنايي ټينگه کړه. دی د فرانسوي خبریال په پرتله له موږ سره نژدې شو. ځان يې میرویس جلیل معرفي کړ – لغمانی، خو د کابل اوسېدونکی و.

میرویس جلیل دوی به چې سهار له موږ سره کلکه مخه ښه وكړه – ماښام به بېرته راگرځېدلي وو، له خندا ډکه خوله به د کوټې دروازه کې ولاړ و، ورته وایم میرویسه! دا نېک دې را ته خطرناک ښکاري؟ وايي له تاسې زړه نشي راټولولی.

سهار چې له لمانځه وروسته پر بستره وغځېدم، دوی بیا د تلو تابیا لرله… ما ویل پرېږده یې، ماښام به بیا دروازه کې ولاړ وي.

سترگه مې سره ورغلې وه، که گورم فرانسوي لاس په سينه ولاړ و. په ملا قات شي – بيا ودرېږي، بېرته لاس په سینه په ملا كوږ شي، درې وارې يې دا کار وکړ او له کوټې ووتل، ماښام را ونه ګرځېدل.

د سټو كنډو ساره په نامه دي، منی يې د کابل له ژمي سوړ، له ماسپښين وروسته سخته سیلۍ لگېږي.
مازیگر چې پټو کې غونج شم حقاني صاحب را ته ځیر شي، يوه شېبه ژور راته گوري، وايي:ته ولوېږه، زه هم دده له خولې دغو دوو ټکو ته انتظار وم.

د حقاني صاحب څېرې له سړو پوست اچولی و. نیم ساعت د سټو کنډو سرک ته په راکوزېدو او يو ساعت پک آپ کې د اسماني غونډ کوټې ته تر رسېدو.

ژوند ښه دي، اسانتیاوې شته؛ خو د ورځې له حقاني صاحب سره خورا سخته تېرېږي، دلته ډوډۍ پر تبۍ چې تېغنه يې بولي پخوي، لکه ربړ، پتيره او منځ كې خام اوړه، شکنه او كله كله بېخونده ښوروا.

جنرال ساپي وچې شیدې او کافي ورسره راوړې، يو کوتی يې پکې يوازې په پټه وهلی و، د خالي ډبي په لیدو په لټه کې شوم، تر هغې چې لاس په لستوڼي مې ونیو، ورته وایم ملگرتيا داسې وي؟ په خندا راته وايي: راسره شریک یې، خو چا ته به وایي نه.

د بیگا کټوۍ موږ خپله پخوو، زیاتره غوښه وي، احمد سینا د وچ چای بدل کې له شا و خوا كورو مستې او هگۍ تر لاسه کړې وې، له تازه مېوې اوونۍ کې يو کرت انگور رارسیږي.

موږ ته د حقاني صاحب په سپارښتنه غوړه رارسېږي چې د غونډ او مسوولینو ته يې وار له مخه زموږ د ناز اخيستو ټینگار کړی.

د غونډ مسوولين د زړه له پاسه ځان په دغسي لورينه اړ گڼي، وایي له مرگ سره دوی مخامخ دي مزې دفتريان كوي.

د دوی په خبره دفتريانو ته یې پر زړه نه اوارېږي. زموږ په اړه خو بيا هم لږ ډېره حوصله او زغم لرلی شي، خو خوست کې چې د نیول شويو جنرالانو ناز اخيستو ته گوري تر بدو ردو او کنځلو يې خوله
خلاصه کړې وي.

د حقاني صاحب یو گروپ د طالبانو دی – لکه هغه چت طالبان، خپله ډله يې ده، خپله خوښه. حقاني صاحب موټر ته خېژي، له ستړي مشې او پوښتنې سره يې يو بد تمیزه وایي حاجي صاحب جنرالان خو دې پر سر خېژولي، چې ښه بوټ دي د دوی په پښو وي، چې ښه جمپرونه وي دوي اغوستي وي.

د مجاهدينو په پیسو سگرټ وهي اوس دې له ځان پسې روان کړي وي دا بنديان دي که قوماندانان؟

د دوی جرأت ما ته يو ډول گستاخي ښکاره شوه، حقاني صاحب يې خبرو ته داسې غوږ نیولی، چې پر څېره يې د ناخوښۍ هېڅ نښه نشوی څرگندیدی.

ورته وايي ستاسي څه شی کم دي، وايي زموږ هېڅ کم نه دي، خو پر دوی ستا مهرباني زیاته ده.
له منځه یې یو ژڼی را وړاندې شو، ته خو يې درسره گرځوې، موږ مین ورته ږدو بیا که ستا موټر پرې ورپیښ شو له موږ نه.

لومړنی ژڼي په لاس وروسته ټېله کړ.

حقاني صاحب ورته وايي چېرې ځې؟ وايي تا ته درتلو، دا خبره مو درته کوله.

خبره نه خبرې مو وکړې، اوس ولاړ شئ – غونډ کې به چای وڅښئ، دمه به جوړه کړئ. په مخه ښه، خدای پامان.

علي جان ته وايي، شريف ته ووایه چې دوی څه شی غواړي ور برابر يې کړئ.

د سټو کنډو په سپېرو غرو کې زموږ له دغسې مزو او اسانتیاوو سره سړی د بلا خوله کې هم غورځېدی شوی.
يو ماسپښين حقاني صاحب خدای خبر څرنگه يو په يو د لومړۍ لیکې د ليدو پرېکړه وكړه، که څوک ورته وايي: حاجي صاحب مه ځه، لنډه ورپرې کړې: ته راسره مه څه، زه پټه خوله ولاړ یم. زما دې خبرو کې څه کار دی….؟
خپله ژبه هم کلا ده هم بلا… ما ته خپله ژبه بلا شوه … ما داسې گڼله چې هرو مرو به وایي نه، خو ما ته خپله ژبه بلا گرځېدلې وه، حقاني صاحب راته کړه: هو

لکه پر ځمکه میخ شوم، شا و خوا مې وکتل د تېښتې لاره، لوری نشوای موندل کېدای، پر ځمکه د ننوتو شونتيا نه وه.

بس غاړه مې کړه کړه. خدای چې چا ته پېښه کا، ځان دې ورته مېښه کا.

علي جان پک آپ چالان کړ، حقاني صاحب مخکني سيټ کې کېناست، دويم سيټ كې زه یوازې ناست يم.
له کنډو په اوښتو د هاوان تر برید لاندې راغلو، دز – غورمب د پک آپ مخ، څنک او شاته هاوان لگېږي. شگې خاورې پر موټر موښلي. له علي جان موټر يوه بله خوا شي، پښه يې پر بریک ښخه شي، خو بېرته يې پر اکسلټر ورټینگه کړي، نه پوهېږي ودرېږي که څه وكړي…؟ لكه زړه يې دی بېرته راوگرځي، حقاني صاحب ته وګوري، پک اپ مخ پر وړاندې ځغلي.

زما سترگو لکه کار پريښی، تپه تیاره ده، ړوند شوم که څه بلا، ما سترگې پټې نیولي. مرگ مې سترگو کې په گډا دی، د مرگ کومي کې په خورا سختۍ سا اخیستل کېدی شي. ده خو زه مرگ خپل كومي کې ژوندی ساتلم، مننه مرگه!

د قوماندې مرکز کې د حقاني صاحب له خوا ليکونه هم زما پر غاړه دي. يو ماسپښین حقاني صاحب له جيبه د کاغذونو د بندلونو په را ایستو را ته كړه: دا ولوله، که د کار کومه خبره يې لرله را ته ووایه، نور لرې کړه.

لکه پر يوه خزانه اوښتی يم، په زړه پورې او عجيبه ليكونه مې موندل، د ليډرانو، قوماندانانو، سرگروپانو او زموږ روڼ اندو حیرانوونکې غوښتنې، نظرونه، شیطاني او چغلي
* * *

مازیگر دی، سېلۍ هماغسې انگولي، بړبوکۍ چورلي. ما خپل پټو کې ځان نغښتی، د حقاني صاحب له خوا دوو ټکو ته په دوو پښو ناست یم، چې اوس به وایي ته ولوېږه! د مازیگر لمر په غرغرو دی، «ته ولوېږه» ته مې غوږونه څک نیولي، خو ای بسا آرزو که خاک شد.

یو پنډ سړی چې چټه ږيره يې خرېیلې، کوراخ شناوي بريتو يې شونډې لاندې کړي، له يوه ځوان سره را وخوت، له گریوان يې لویشت سپین وېښته راوتلي. پر سرو سترگو يې ببرې وروځې را پرتې دي.

له شخې ړنګې بنگې لونګۍ يې د شنو څڼو كلوختې را وتلي، پنډ سړي په درانه او لړزانده غېږ ستړي مشي وكړل. هر يوه ته په ځیر گوري.

ما کې یې تر ډېره سترگې ښخې کړې، زه بل خوا ګورم، دده کتل ځوروونکي دي، ځکه خو له ځایه ولاړ شوم. حقاني صاحب ورسره تود روغبر وكړ، ځوان پاتې شو، پنډ سړی له حقاني صاحب سره د يوه کمر ډډې ته کېناست.

نیم ساعت پس حقاني صاحب را غږ کړ، زه ورغلم، له سلام وروسته کېناستم.

پنډ سړي يو ځل بيا د خپلو مرموزو، زورورو کتو تر گوزار لاندې را وستم، پټه خوله دي، خود سرو سترگو کتو پرې لكه قيامت را ټيټ کړی، چې يو ځل يې سړي کې ښخې کړي ته به وايې له زړه دې پورې وورې خیژي.

حقاني صاحب راته کړه: ته يو خط ولیکه، ما له خپلې اوږې بکسه را کوزه کړه، قلم کاغذ مې را ووېستل، حقاني صاحب راته وایي، زه يې ليکم، نحمده و نستعينه…:

د گردیز قول اردو قوماندان جنرال عبدالقادر میاخیل او لوړ رتبه صاحب منصبانو، مامورینو او مشرانو
دیارلس کال وړاندې افغانستان کې ځینو له ولس خپله لار جلا کړه او د روسانو لمن کې يې ځانونه واچول، يو شمېر فهمیده یا نافهمیده د هغوی څنگ کې ودرېدل، په مقابل کې يې ملت قیام وكړ، جهاد پیل شو، اوس باید په دغو دواړو لارو قضاوت وکړو چې د چا لار صحيح ده.
ستاسې بېځایه مقاومت د بې گناه خلکو تلفات زیاتوي، ابادي ورانوي، طبعي ده چې زموږ انساني عاطفه هم په قهر او غوسه اړوي.

د گردیز په نیولو کې زموږ تصمیم قاطع دی. د مقاومت به صورت کې به د ټولو عواقبو مسئولیت ستاسې پر غاړه وي، خو که تاسې د مجاهدینو طرف غوره کړ، نو موږ د افغانانو په صفت تاسې ته ډاډ درکوو چې که ستاسې منځ کې، خلقیان، پرچمیان هر څوک وي. زموږ له طرفه عفوه دي.

له دغه لیک سره موږ تاسې ته د ورورۍ پیغام درلېږو او ډاډ درکوو، راځئ د تشو احساساتو څخه تېر شئ، د وروڼو په څېر له موږ سره ودرېږئ – په دې کار به د مرگ ژوبلې مخنیوی وشي، الله تعالی به راضي او زموږ تاسې ټولو عزت او ابرو به پر ځای وي.
د خدای په لحاظ او د گردیز د مظلوم ولس په خاطر فکر او سوچ وکړئ، تصمیم ونیسئ او موږ ته ژر تر ژره اطمینان راکړئ.
موږ د دغه اعلان په وسيله خپل مسئولیت د خدای په حضور او د گردیز اوسېدونکو په مقابل کې رفع کړ.

والسلام
احترام
مولوي جلال الدين حقاني

راتلونکی عنوان:
د قومندان عبدالحق ستراتيژي

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x