ټولنیزه برخه

حقایق تر اشخاصو لوړ دي!

لیکوال: دادمحمد ناوک

یوه ملګري مې دا خپله لویه توره ګڼله، په ویاړ يې وویل:
ـ نن مې داسې څه ورته وویل لکه بېخې چې يې پېژنم نه.
هغه خپل ملګري ته رښتیا ويلي و، خو دغه رښتیا يې تر ملګرتیا ټيټ ګڼل، هغه ته حقایق د دې وړ نه ښکارېدل چې فرضاً خپل ملګری پرې خپه کړي. ځکه هغه پوهېده چې دحق په ښکاره کولو به يې ملګری خپه شي.
موږ ډېر وخت پخپل کور کې هم د یو چا د شخصي احترام په خاطر حق پټ ساتلی، چې تاوانونه مو يې په رڼو سترګو لیدلي دي.
په کورني نظام کې ډېر وخت د پلار یاهم بل د کورنۍ دمشر پرېکړه بره وي، که څه هم یو کشر به په منطقي ډول استدلال کولای شي او دغه پرېکړه به ناسمه ثابتولای شي، خو ددې په خاطر چې د کورنۍ مشر خپه نه شي، باید حق ونه ویل شي.
حق لوی دی، حق خوږ دی، څوک چې وايي سپین ویل ترخه دي، دهغه په ذهن کې خواږه نشته هغه باید دا جمله داسې ووايي، حقایق تل خواږه وي. خو دا چې ولې يې موږ نه شو زغملی دا د دحقایقو د تریخوالي په مانا نه ده، زموږ «نه زغم» باید په حقایقو ور ونه تپو.
موږ داسې ځکه کوو چې آن دخپل ځان د کم ګڼلو «حق » هم نه منو، ځکه خو غواړو د حقایقو د نه زغم لامل په هغوی ور وتپو او حقایق ترخه وبولو.
سره له دې چې دغه ډول پرېکړه بیا د بل په باره کې سمه بولو، مثلاً یو څوک یو چاته خپل عیب ورښيي، مقابل لوری خپه کېږي، ښکاره کوونکی ورته وايي: هونو حق ویل ترخه دي!
دی ځکه داسې وایي چې مقابل لوری خپه شو او دی داسې انګېرې چې انسان باید په ترخو خپه شي، ځکه خو حق ترخه بولي. مګر که ده ته کومه نیمګړتیا ور په ګوته شي دی هم خپه کېږي او حق په حقانیت قناعت نه کوي.
حق ته ترخه ویل د انساني کمزوري زېږنده دی، زورور خلک خپله نیمګړتیا نه ویني، که يې څوک ورپام کړي په نره يې زغمي.
خو کله کله ځينې خلک د یوچا د توهین په موخه هغه ته یوڅه وايي که يې هغه ورسره ونه مني، نو وايی چې هو نو حق خو تریخ دی، او دی په نه زغم تورنوي،او که يې مني نو د توهین خبره يې ده، ځکه خو باید دې ته هم پام وکړو، چې حقایق تر اشخاصو لوړ دي، خو حقایق باید په حقه او نه بدلېدونکي تله وتلل شي، او د حق لپاره ټاکلی معیار باید «حق» وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x