افغانستان

کابل کې د تیرې شپې اورلګېدنې ۲۰ میلون ډالره زیان اړولی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غوايي، ۱۴۰۰ل): د کابل ولایت په شکردې ولسوالۍ کې د تیرې شپې اورلګېدنې له کبله د ځاني سربیره سوداګرو ته لږ تر لږه ۲۰ ملیون ډالره زیان اووښتی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، تیره شپه شاوخوا نهه بجې د کابل ولایت شکردرې ولسوالۍ په «کاریزمیر» سیمه کې د تیلو ولاړو ټانکرونو کې د اورلګېدنې له کبله لږ تر لږه ۷ تنه مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.

نوموړي نن د یکشنبې په ورځ رسنیو ته ویلي، داچې اورلګېدنه ډیره پراخه وه، نو کیدای شي د تلفاتو ارقام تغییر وکړي چې په خپل وخت به یې رسنیو سره شریک کړي.

هغه وايي، لومړی د تیلو یوه ټانکر کې اورلګېدنه رامنځته شوې، چې وروسته یې نورو ته هم سرایت کړی او بیا د تیلو یو پمپ هم اور اخیستی دی.

که څه هم نوموړي ددې اورلګېدنې لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو زیاتوي چې په دې هکله یې څېړنې پیل کړې دي.

له بل پلوه ځايي سرچینې بیا وايي، چې په دغه پېښه کې له شلو زیات د ټانکرونو او ټیلرو موټر چلوونکي وژل شوي او ګڼ نور ټپيان دي.

په ورته مهال د افغانستان د سوداګرۍ خونې مسئولین وايي، چې د تیرې شپې اورلګېدنې له کبله د تیلو او ګازو سل ټانکرونه او په خوراکي توکو بار ټیلرونه سوځېدلي دي.

د یادې خونې د مسئولینو د معلوماتو له مخې په دغه پېښه کې د لومړنیو معلوماتو له مخې سوداګرو ته لږ تر لږه ۲۰ میلون ډالره زیان اووښتی دی.

کابل ښار ته د ورځې لخوا لویو او بار وړونکو موټرونو ته د ننوتلو اجازه نه ورکول کیږي او د ترافیکي اصولو له مخې پولیس د شپې په ۹ بجې دغو موټرونو ته اجازه ورکوي ترڅو ښار ته ننوزي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x