روغتیا

په امریکا کې د مړینې کچه د واکسیناسیون له امله ۸۰ سلنه کمه شوې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۲ غويي، ۱۴۰۰ل): د امریکایي شبکې سي ان ان لخوا خپور شوي راپور ویلي، په امریکا کې د کرونا وبا له کبله د مړینې کچه ټیټه شوې چې دا په تېرو میاشتو کې د واکسیناسیون پروسې او کمپاین پراختیا ته اشاره کوي.

د جانس هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې په تېره یوه اونۍ کې د امریکا په متحده ایالتونو کې د کرونا ویروس څخه په اوسط ډول ۶۷۰ کسان مړه شوي دي.

شمېرو دا هم ښودلې چې امریکا کې د تېرې جولایي میاشتې راهیسې د نوي مړینو شمېر تر ټولو لږ تر لږه اوسط ته رسېدلی، خو له جنوري راهیسې تراوسه ۸۰ سلنه کمښت راغلی دی.

د ناروغیو د کنترول او مخنیوي مرکزونو (CDC) ویلي چې د فایزر او مودرینا واکسینو د لویانو ترمنځ په روغتون کې د بستر کېدو خطر ۹۴ سلنه کم کړی دی، دغه واکسین د ځوانانو ترمنځ هم اغیزناک ثابت شوي دي.

په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د نویو مړینو اوونیز اوسط د اکتوبر راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی، ځکه چې په تېره جنوري میاشت کې په اوسط ډول هره ورځ د مړینې اوسط ۳۴۳۱ تنه و، چې په اپریل میاشت کې دغه کچه ۶۸۴ تنه شوې، او د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخې ۸۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د کرونا ویروس د مړینې تر ټولو ستره کچه امریکا کې د جنوري په ۱۳مه او ۱۴مه ثبت شوې ده، چې د لویانو د مړینې کچې په کمولو کې واکسیناسیون مهم رول لوبولی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن څه موده وړاندې اعلان وکړ چې نوموړي د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ سلو ورځو کې ۲۰۰ ملیونه امریکایانو ته واکسین لګول شي او دا پروسه لا هم په چټکۍ روانه ده.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x