نظــر

کله چې د اشغالګرو ترجمان د اوقافو وزیر شي

حسان شلګری

بیګا له تروایح لمانځه وروسته له ملګرو سره په بنډار ناست وم، چې یوه ملګري په واتساپ باندې یوه ویډیو راولیږله، ویډیو د اشرف غني د اوقافو د وزیر قاسم حلیمي وه، چې د طالبانو او جهاد په اړه یې ډیره سپکه ژبه ښورولې وه. دا چې قاسم حلیمي په خپلو خبرو کې د طالبانو په دین ( اسلام ) لعنت ویلی او هغوی یې کافر ( مرتد) بللي العیاذ بالله. . . دلته زه په دې خبره بحث نه کوم چې په دې خبرو خو به نوموړی خپله د ارتداد تر پوړۍ نه وي رسیدلی. زه دلته یوازې د خپل ملګري کیسه کوم چې تقریبا شپږ کاله یې د ګوانتانامو په زندان کې تیر کړي دي.

زما ملګري د قاسم حلیمي له ویډیو وروسته په څلورو مسلسلو صوتۍ مسیجونو کې راته وویل چې د  اشغال په پيل یعني د ۲۰۰۲م کال کې امریکایانو د طالب په نوم ونیولم او د باګرام زندان ته یې یووړم. دا چې امریکایانوپه ما باندې هیڅ ثبوت نه درلود، نو ما په اول تحقیق کې ورته ځان یو عادي کس معرفي کړ او داسې معلومیده لکه د دوی هم چې زړه ته ولوېده.

خو بله ورځ یې چې تحقیق ته بوتلم، ګورم چې یو امریکایي محقق چې عربي ژبه یې هم زده وه ناست دی او ورسره یو بل کس چې ږیره او بریت یې دواړه خرېیلي د ترجمان په حیث ورسره ناست دی. له ما یې اول وار د نوم، د پلار نوم او سیمې پوښتنه وکړه، ما چې دغه معلومات ورکړل، نو د ترجمان له وضعیته پوه شوم چې زما کورنۍ یې وپیژانده، ځکه زموږ کورنۍ په خپله سیمه کې د نوم او شهرت خاونده وه. وروسته د دې په ځای چې ترجمان له ما څخه پوښتنه وکړي، امریکایي ته لګیا شو او په عربي ژبه یې زموږ د کورنۍ بیان ورته شروع کړ، زه چې د مدرسې طالب وم او په عربي ژبه لږ لږ پوهیدم، نو دومره پوه شوم چې ترجمان د طالبانو له اسلامي تحریک سره زما د وروڼو تړاو او جهادي سابقه ورته بیان کړه او امریکایي هم ټکي په ټکي لیکله. وروسته یې زه را رخصت کړم او خپلې پنجرې ته راغلم، خو له همدې شیبې زما دوسیه یو مخ بدله شوه. ما چې نورو بندیانو ته کیسه وکړه، چې داسې خرېیلی ترجمان و، پښتو او عربي یې زده وه او زما په باره کې یې داسې بیان ورکړ. نورو بندیانو راته وویل چې دا خو قاسم حلیمي دی، د امریکایانو لوی جاسوس او ترجمان دی، پخوا په امارت کې په وزارت خارجه کې و، مګر اوس دلته په بګرام کې له امریکایانو سره همکاري کوي.

زه چې پخوا مې د نورو عادي بندیانو په شان کور ته د تللو او خلاصون تمه وه، له دې وروسته مې دوسیه یو مخ بدله شوه، څه موده بعد چې نور بندیان ازادیدل نو حلیمي راغی راته ویې ویل چې که کور ته څه احوال لیږې، نور بندیانو ته یې ورکړه. دغه بندیان آزادیږي. څو ورځې وروسته نور بندیان آزاد او زه یې د ګوانتانامو کرغیړن زندان ته یووړم چې بیا کلونه کلونه په ګوانتانامو کې وم.

په ګوانتانامو کې راسره د عبدالله په نوم یو بل بندي نږدې و چې د مزار شریف اوسیدونکی و، هغه هم عیني همدا خبره راته وکړه، هغه وویل چې زه هم امریکایانو ونیولم او هیڅ ثبوت یې راباندې نه درلود، مګر دا چې له قاسم حلیمي سره مې شناخت و، هغه ور معرفي کړم چې دا د طالبانو د تحریک غړی دی او بیا یې ګوانتانامو ته راوستم.

د اشغال په لومړیو کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکایانو ډیر تلاش په عرب مجاهدینو پسې و، نو ځکه یې باګرام ته له بهر څخه هم عرب ترجمانان راوستي و، دغه راز یې ځینې هغه افغانان هم د ترجمانانو په حیث استخدامول چې عربي ژبه به یې زده وه، د قاسم حلیمي په باره کې د هغه وخت بندیان وایي چې نوموړی یې په ډراماتیک ډول باګرام ته راوست، یوه هفته یې زندانیانو ته ښودل چې بندي دی، خو وروسته یې ږیره او بریت کل کړل، لباس او هر څه یې بدل کړل او د امریکایانو سره یې ترجماني شروع کړه چې په زندان کې به هم آزادانه ګرځیده. له ده به که چا پوښتنه وکړه چې  ولې د امریکایانو سره همکاري کوي، د ده ځواب دا و چې ما ورسره د خلاصون په مقابل کې معامله کړې چې همکاري به ورسره کوم. خو دا چې هماغه حلیمي د اشرف غني په امریکایي رژیم کې ناڅاپه د اوقافو د وزیر په حیث را شین شو، معلومیږي چې دغه د مصر د بیجونو فحاش له هماغه اوله له سي آی اې سره پېیلی او د اشغالګرو جاسوس و.

د قاسم حلیمي د ترجمانۍ کلونه هغه وخت و چې رسنیو راپورونه ورکړل چې د باګرام د زندان په یو شمیر ترجمانانو امریکایي عسکرو جنسي تیری کړی او حتی ځینې خو یې له همدې امله په روغتون کې هم بستر شوي. معلومه نه ده چې حلیمي به هم د همدې بستر شویو له جملې و او کنه؟ خو د تعجب خبره دا ده چې د امریکایي عسکرو هماغه چوکره اوس ځان د افغانستان غوندې هیواد د حج او اوقافو وزیر بولي، ځان ته د اسلام او دیانت د ټیکه دار ډبره ږدي او د طالبانو پر خلاف د سیاف غوندې د کفر او ارتداد فتواګانې توغوي.

ده ته به ووایو چې ته د امریکایانو په ترجمانۍ، جاسوسۍ او مفعولیت نه کافر کیږې، نو خدای مهربانه ده طالب به هم په دې نه ګنهګاریږي چې د امریکا پوزه یې پر خاورو وسولوله او د فرعونیت باد یې ترې ویوست.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
31 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد نعیم

لیکواله ځوانه غم مه کوه. د دې خلګو قرارداد ختم دی او د معاشاتو بودیجه یې ختمه ده. امریکایان د بشري تاریخ ښه عالمان دي. په دې پوهیږي چي که داسي خلګو ته نن په مریکا کي ځای ورکړي، سبا به د دوئ اولادونه د امریکا دښمنانو ته د امریکایانو جاسوسي کوي. نو ځکه دلې په افغانستان کي یې وژني

مولوي نجیب الله زاهد

غلو او تشدد همېشه انسان ګمراه کوي او حتی د کفر تر سرحده یې رسوي پردې نه غږېږو چې ته څوک یې او ځه څوک یم ځکه ټول معصوم نه یو، کېدای شي چې زما ګناه له تانه غټه وي خو زه یې وړوکی ګڼم او ستا ګناه له مانه غټه وي خو ته یې وړوکی ګڼې. اصلي خبره داده چې د لوګر دغه انفجار چې د روژه ماتي په وخت کې وشو د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف دی او هېڅ آسماني دین او هېڅ بشري وضعي قوانین ورته اجازه نه ورکوي نن چې دواړه لوري دومره د… نور لوستل »

طاهر ثابت

دا به ومنو چه اقلا عربی دی زده ده او دګوګل نه به دی څه را اخیستی وی. خو یو مولوی باید داسلام له پنځو مقاصدو نه خبر وی. ستاسو لیکنه دهغو مقاصدو سره ضد ده. ستاسو خبره په انسانپرستی ولاړه ده. تاسو دقتل او قتال داسلامی فلسفی سره اشنایی نلری.
تاسو نرسی دهغو شیرخوارو ناشومانو نه دفاع هم وکړی چه اشغال او دهغه مزدورانو مړه کړی.

مولوي نجیب الله زاهد

جناب طاهر ثابت صاحب زه ځانته دا اجازه نه ورکوم چې تاسو ته یا د جاهل خطاب وکړم او یا هم ووایم چې تاسو د اسلام په مقاصدو نه پوهېږئ شکر دی چې دومره هم منئ چې زه په عربي پوهېږم. زما هدف چې کله وایم چې دغه جنګ ناروا دی یوازې یو لوری نه دی دواړه لوري دي، مقاصد ددین دادي ۱- حفظ الدین.۲- حفظ النفس.۳- حفظ العقل. ۴- حفظ النسل. ۵- حفظ المال. که ته جهاد ددې لپاره فرض ګڼې چې د نسل او نفس حفاظت لپاره یې کوم نو ددې ځان وژونکو خو جهنم ځای دی جنت… نور لوستل »

غوربندی

زاهد صاحب

ستاسو افکار او خبرې اصولا ګمراه کوونکي دي،، ستاسو دا خبره چې وایی دا جګړه د دوو مسلمانو وروڼو تر منځ ده په بشپړ منافقت او جهل بناء ده،،

باور لرم چې که د یرغلګرو کفاورو د مزدورۍ ویاړ مو نه درلودای نو داسې ګمراه کوونکي چټیات مو کله هم نه لیکل.

خدای تعالی مو هدایت په نصیب کړه،، آمین ( خو ګومان مې نه شي!)

طوطی

غوربندیه: ښه دی پیژنم بیسواده ##### . ته منکر د قرآن د آیاتونو څخه یی د مولوی صیب کومه خبره خلاف ده؟ ##### چیری پنجاب کی ناست یی له خپلی ګیډې لګیا یی.

مولوي نجیب الله زاهد

په خپلو ویناوو کې اسلامي او انساني اخلاق مراعت کړه که چېرې رښتیا هم دعوه دې پرځای وي چې په افغانستان کې اسلامي نظام غواړو، هغه خلک چې پردې باور وي او داسې فکر کوي او پر خلکو داسې فتوې ورکوي الله به یې هیڅکله هم هدف ته ونه رسوي ځکه دوی یې اهل نه دي او الله نااهلو ته قدرت نه ورکوي تېر تاریخ رایاد کړی چې ستاسو د ناوړه کړنو له امله درنه الله خپل مرسته واخیسته او په یوه اونی کې يې درباندې کافر مسلط کړ او تېښته مو وکړه. ګرانه هدایت ستا په لاس کې نه… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

عن عبد الله بن مسعود -رضي الله عنه- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: «سِبابُ المسلم فسوق, وقتاله كفر».

عبدالمالک همت

مولوي صاحب محترمه دغه حليمي صاحب خو هم په دې وروستيو کي په طالبانو پوري ډول ډول ناروا تورونه او عيبونه لګولي دي (ويډيو يې هم خپره سوې ده) په دې اړه به د ده په هکله څه فتوی ورکوو؟ که وا ورک يې کړه تر ده به تېر سو؟!

عبدالروف

نوم دې مولوې ٗ خو خبري دې جاسوسې . کله چې په تبصری کې دې جهاد ٗ خپلمنځې جګړه وبلل سې او پنجابې جاسوسان یاد سې او هم عالم مجاهد له دینه بی خبر ذګر سې ٗ دا خو معلومه خبره ده چې ته په خپله د امریکا جاسوس او یو ## پلورل شوي سیافې ملا ئې .

mujahid

عبد الروف صاحب، هر هغه شخص چه د طالب مجاهدینو پسی ګدی وډی لیکی هغه د امریکا جاسوس او کمیشن کار دی هغوی له دغو شکلی اسلامی نومونو لکه مولوی، نجیب الله او زاهد به شان نومو ناوړه ګټه بورته کوی چه ځینی ساده مسلمانان یی خبری ته غوږ ونیسی دا امکان هم لری چه دا کوم انګریز وی چه پشتو یی زده کړی وی دوی باید هیوادوالو ته رسوا او افشا شی د مسلمان افغانانو اصلی دشمنان هم دوی دی

مولوي نجیب الله زاهد

عبدالرؤف صاحب د خپل نوم ژباړې ته متوجه شه نو انسانیت به در معلوم شي که مسلمان یې نو د لیکلو په وخت کې اسلامي او انساني اخلاق او په خبرو کې نظافت او پاکي مراعت کړه ګرانه وروره زه دې ته تعجب کوم چې مونږه له الله او رسوله څومره لرې یو، هرڅوک چې که مونږته حقه خبره هم وکړي نو وایو چې دا جاسوس دی فقط همدغه خبره مو یاده کړې او بس ګرانه وروره دغه جنګ شرمیدلی جنګ دی ځکه د دوو مسلمانو ډلو ترمنځ دی او دواړه د الله اکبر نارې وهي او د دواړو روژه… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

عن عبد الله بن مسعود -رضي الله عنه- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: «سِبابُ المسلم فسوق, وقتاله كفر».

طوطی

الله دی ژونده لره مولوی صیب. د ځینو بیسواده او جاهله په تبصرو پسی مګرځه هغوی مسح شوی دی د انسانیت له دایری څخه ډیر لری دی. د بیګناه انسانانو وژل د روژی مبارکه میاشت کی دوی ته جواز ښکاری اصلی کافران همدوی دی چی د کافرو له اډو پیره داری کوی، کفارو سره موالات او مسلمانانو سره جنګ تر دوی نور لا مذهبه نور نشته.

عبدالواحد اڅګزۍ

داچه زه همیشه طالبانووروڼوته لیکم چه تاسودمکتبومسلمان تعلیم یافته دځانوسرهم ملګری کړۍ داملک دټولومسلمانانوافغانانومشترک دۍ تاسوکمونسټ منافقین نه پیژنۍ اوپه سیاسی درسونه یاست عالمان موږپه پوهیږواوترتاسوموعقیده هم نده کمه ږیره اوسپین کالی په قرآنکریم کی هیڅ حیثیت نلری،دملامحمد عمرپه دوره کی خلکیان په طالبانوننوتلی ووزه دیوه خلکی دعبدالغفورپه نامه قصه کوم ،زه دجرمنی دهامبورګ په ښارکی وم عبدالغفورخلکی اوږده ږیره پرایښی وه جرمنی ته دطالبانوپه همکارۍ دمکتبودچاندی دغوښتلوپه نامه دجرمنی دحکومت څخه ۶میلیونه مارکه واخستل د۶ ملیونومارکوسره په جرمنی کی پاته سوهلته ژرالله دمځکی دسره واخستۍ مړسو،دغه رقم ډیرمردارخواره داوږدوږیروپه صفت ددوی سره ژوندکوی دوی هم داسی عالمان ندی چه… نور لوستل »

عبدالمالک همت

هههه شيګری صاحب !
تاسي خو دا يو پېژندلی دی، د دې حکومت ټول غټ چارواکي ان ډېر کوچني هم د امريکې جاسوسان دي. زه خو د دې ادارې هم د لوی او هم د کوچني چارواکي څخه داسي ليري ګرځم او ځان ځني ساتم ، لکه د کرونا وايروس څخه. الحمد لله تر اوسه په هيڅ مورد کي او په هيڅ ډول له دغو وايرسونو سره له نژدې نه يم په تماس کي سوي. بس له دغو څخه ګوښه د خدايه ښه . والسلام

مولوي نجیب الله زاهد

قال الله تبارک و تعالی: فلاتزکوا انفسکم ان الله یعلم بمن اتقي

ډاکتر حکمت

شاباس ، دداسی جاسوسانو افشا کول فرض عین دی، ما همدا فکر کاوه ، خواوس باوری سوم چی دامریکا جاسوس تیر سویدی.

مولوي نجیب الله زاهد

رجما بالغیب ګناه کبیره ده

مولوي نجیب الله زاهد

عن عبد الله بن مسعود -رضي الله عنه- عن النبي -صلى الله عليه وسلم- قال: «سِبابُ المسلم فسوق, وقتاله كفر».

غوربندی

ما چې په خصوصي توګه د ګوډاګیانو په منځ کې د تش په نوم ځینو مجاهدینو او سوء علماوو اندونه د مقاومت او مجاهدینو په تېره بیا طالبانو په اړه اورېدلي او ارزولي دي نو په دې بشپړ قانع شوی یم چې ابلیس علیه اللعنة له خپلې ټولې پوهې، زکاوت او تقرب سره سره ولې رټل شوی، ذلیل او شړل شوی دی. له بلې خوا په مسکو، ډهلي، مالدیف، اروپا او امریکا کې لوی شوي او روزل شوي افغانان هومره له خپل دین، مذهب او هېواد څخه لیرې او پردي نه مومم څومره چې د مصر له ازهر شریف !؟… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

غوربندي صاحب عربان وايي (المرأ یقیس علی نفسه) او بل ځای (وایي الناس اعداء لما جهلوا) اوبل ځای وايي (کل اناء ینضح بما فیه) او داسې نور غوربندي صاحب په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې چې څومره اسلامي علمي مرکزونه دي لکه دارالعلوم حقانیه، الازهر الشریف، دیوبند، په حرمینو کې جامعې، په اندونیزیا کې پوهنتونونه او داسې نور دا ټول د دنیا پرمخ جنتونه دي او ورڅخه انکار کول او ورته بد ویل د انصاف څخه لرې ده خصوصا الازهر چې په اوسني عصر کې د علم، معرفت، روحانیت، توحید، رسالت او انسان پېژندنې مناره ده ورته داسې… نور لوستل »

غوربندی

زاهد صاحب شکره وخورۍ ما ازهر شریف بد نه دی یاد کړی، صرف دومره مې ویلي چې فارغ التحصیلانو علم د هغوی د زړونو پر ځای پر تن وهل شوی او سم دم ښاماران دي: استاد ربانی استاد سیاف صبغت الله مجددی قاسم حلیمی علم که بر دل زند یارې شود علم که بر جان زند مارې شود د نن سبا ازهر شریف هغه پخوانی نه دی پاته او داسې یوې کټوې ته ورته دی چې غوښې هم ورواچوې ټېپر ترې راوزي،، یو حافظ صاحب زمونږ خپلوان دی، مجاهده، عالمه او شهید پروره کورنۍ کې لوی شوی،، ازهر ته ولاړ،… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

مجاهده، شهید پروروه او عالمه یعنی څه؟ مونږ پرچا احسان کوو ولې په دغه نومونو ځان ته برائت او شهرت ورکوو جهاد په خپل وخت کې د الله فریضه ده چې اداء کېږي نو منت په چا ولې کوو، علم فرض دی نو د علم منت ولې په خلکو وکړو شهادت د الله نعمت دی نو د خپل شهادت له امله ولې په خلکو منت وکړو ګرانه وروره اسلام مطالعه کړی خلکو پسې بدرد مه وایی (کل نفس بماکسبت رهینة) اول خپل ځان ته پام وکړی چې څه کوی کوم کار مو د الله له دین سره برابره ده او… نور لوستل »

غوربندی

زاهد صاحب ستاسو په عقیده له کفارو سره موالات څه حکم لري،، ؟ سیاف د کوم ایت او حدیث له مخې د ایساف، ناتو او یرغلګرو امریکایانو ملاتړ او له مقاومت کوونکو سره حقد او دښمني خپله وجیبه ګرزولې؟؟ د کابل مفسدة فی الارض اداره د کفارو مزدوره اداره ده که نه ده؟؟ پرتله ایز ځوابونه به نه راکوې!! مخکې لدې چې روانه جګړه د وروروژنې په نوم ناروا وګڼې له ما او تاسو سره د ګوډاګیانو د وروری ثبوت وړاندې کړه،،، زما په نظر ګوډاګیان د کفارو وروڼه دي ځکه شریکې ګټې ورسره لري او د شتون لپاره یې… نور لوستل »

mujahid

استعمار له بهره تر هغی ګذار نه کوی ترڅو چه دننه یی د هیواد بدنه کی په یو او بل ښکلی اسلامی نومو یی وایروسونه نه وی تزریق کړی روسانو کمونستان ( ترکی ، امین، کارمل ، نجیب او ملګری ) وایروس جوړ کړی او امریکایانو کرزی، عنی او د هغوی ټیم چه شاید زاهد یی هم یو غړی او کمیشن کار وی. په کار دا وه چه د دی پآنی چلونکی دا ډول ویروسونو ته چه اسلامیت او افغانیت ته زهر قاتل تبصری او لا لیکنی لیکی اجازه ورنکړی بس دوی د دی خاطره چه بیطرفی یی په ځای… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

ګرانه وروره مجاهد صاحب فکر دې پاک کړه او تجدید د اسلام وکړه ځکه اسلام کې دا حکم راغلی چې څوک یو مسلمان ته د کافر نسبت وکړي نو دی په خپله کافر دی او د تعجب ځای دادی چې هر هغه څوک چې ستاسو د مفکورې پر خلاف خبرې کوي نو تاسو یا پرې د جاسوس ټاپه ووهی یا د کافر یا د ګوډاګي او یا داسې نور ځکه له تاسوسره منطق نه شته چې ورته ځواب ورکړی له ټولو نه مې خواهش او هیله داده چې د ځواب په وخت کې انساني او اسلامي اخلاق په پام کې… نور لوستل »

محمد نعیم

اصلاً چي څوک د مصر د تاریخ څخه خبر نه وي، هغه ته داخبره عجیبه ښکاري. مصر چي په کومه ورځ مسلمانانو فتح کړ، د هغه ورځي څخه د اسلام پر ضد د کاتولیک کلیسا د هریت مقاومتي سنګر باندي بدل سو. دهغوئ په مالي تمویل دلته داسي مدارس جوړ سول چي د عصري علومو په پوښ کي به د دهریت زده کړي پکښي کیدلې. د فاطمي شیعګانو فتنه په مصر کي وځیږیدل، د اسلامي نړۍ شهوره دهریان لکه عمر خیام، حسن بن سبا او داسي ډیر په مصر کي بد اخلاقه سوي دي. او جامع الازهر هغه چا ته… نور لوستل »

مولوي نجیب الله زاهد

اشتباه دې کړې وروره

ګوم نام

ځوک چی مسلمان نا حقه وزنی او په هغه تکرار کوی بی له شکه چی له دینه بیرون او د کافر ده نو ## ټول عمر پدی عمل تکرار کړی

ګوم نام

دا هم یاد ولره چی د بی گناه مسلمانو قاتل الله هیڅ کله نه بښی ولی نور ګناهونه الله معاف کوی دی ته متوجی اوسه ##

Back to top button
31
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x