نړۍ

کوټه: مولانا فضل الرحمن وایی یواځي مذهبی ګوندونه دامریکایانو مخه نیولي شي

(نن ټکی اسیا اکتوبر۲۰۱۱/۱۴) کوټه:تیره ورځ دبلو چستان ایالت سرښارکوټي کی دیوی لویی غونډي پر وخت مولانا فضل الرحمن دګوند کارکنانوته دوینا پروخت وویل،  وخت رانژدی شوی دي چی

دپاکستان پولی مذهبي ګوندونه لاس سره ورکړی  ددغه هیواد دزغورلو لپاره په ګډه سره کاروکړی نومړی زیاته کړه هیواد یی له دډیرو ناوړه سازشونو سره مخ دي، په خاصه توګه په قباییلي سیمو کی ډیرخطرناک سازش روان دی او دغه سازش اولوبه ددی لپاره په کار اچول شوی ده ترڅو پاکستان کی ناکراری رامنځ ته کړی هیواد کی ګډوډی او خون خرابي جوړه کړي.

ترڅو نړیوال لوبغاړی وکولای شی په دارنګه کړنو سره خپلي ناروا ارادي دلته پلي کړی

مولناصاحب وویل امریکا نوره ماته شوی ده هغه په افغانستان کی له شرمناک شکست اوماتی سره مخ ده، دهیواد  معشیت یی له ځمکی سره لګیدلي دی، اولس یی دحکومت په وړاندي راپوته شوی دي، خلګ یی بیکاره دي تاسو وینی هره ورځ په زرګونو خلګ په امریکا کی  ولارو اوکوڅو ته راوتلي وي او دحکومت دروانو سیاستونو په خلاف مظاهري اولاریونونه کوي، امریکایان له خوشحالي او ښه ورځي څخه لارو اوکوڅو ته نه دی راوتلی،  لوږی اوبی بی روزګاري په مخه اخیستی دي.

دپورته ټولو مشکلاتو او مسایلو لاملونه دامریکي لپاره دافغانستان اوعراق جنګ دی، اوس امریکایان غواړي صرف دځان لپاره د وړو پزه جوړه کړی، چي څه رقم اوپه څه ډول له افغانستان څخه ووزي،
نوموړی زیاته کړه امریکایان مخکی له دي څخه چی له افغانستان څخه ووزي غواړي دلته په سیمه کورنیو شخړي رامنځ ته کړی په خاصه توګه په پاکستان  کي دغه هیواد لویه لوبه پیل کړی ده، اوغواړی  چی ددوي دنه موجودیت په صورت کی باید یو قوي اویو موټی پاکستان پاتي نه وی پاکستان کی کورنيو ناخوالوته لمن وهي او دغه هیواد په عسکري اداری او معاشي ډګرونو کی کمزوري کړی.

مولنا وویل دهیواد اوسنی اداره په حکومت کولو او اداره چلولو کي پاته راغلی دي ،پاکستان دتاریخ ترټولو له بده حالت څخه تیریږی دملک معشیت مو ورځ له بله خرابیږي، ددي هیواد وګړی له فقراومسکنت سره مخ دی، څوتنه ناعقبت اندیشه نوابانو دهیواد پرټولو وسایلو منګولوي لګولی دی، نوموړي وویل څو تنه ناعاعقبت اندیشه کسانو حکومت ته دوفاداری لاس ورکړی ترڅو وکولای شی پر دغه اولس باندی سرداري اونوابي وکړي، اولس خبرنه دی چه دغه کسان چی ددوي ویني اوغوښي خوري اوددغه بی وسه اولس دوینو په بدل کی سردران اونوابان جوړشوي.

مولنا وویل ترڅه پوري به دغه هیواد کی تښتوني شکوني او وژني روانی وی، څوک دی چی خلګ تښتوی اوبیا یی خراب شوی اوټوټي ټوټی مړی پیداکیږی.

دغونډي په اخیرکی نوموړي دغونډي برخه والوته وویل هڅي یی په کاراچولي دی چی یو وار بیا ټول مذهبي ګوندونو پریوه ممبرباندي سره راټول کړی اوپه هیواد کی روانو ناخوالو په وړاندي په یوه اواز اویوه قوب باندی په پاکستان کی دسا زش کونکو په وړاندي  ودریږي ترڅو دا هیواد نور دظالمانو غلو او حکومت پرسته سردارانو له منګولو څخه وژغوړي.
بخت الرحمن (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x