افغانستان

ولسي جرګه: که حکومت پاملرنه ونکړي،‌ غزنی سقوط کوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): په ولسي جرګه کې د غزني ولایت استازي وایي، ددې ولایت پر ګڼو ولسوالیو د طالبانو واکمني‌ ده او ګڼې نورې دولتي‌ سیمې د هغوی له لوري‌ محاصره دي، چې که حکومت پاملرنه ورته ونکړي، بشپړ ولایت به سقوط وکړي.

په ولسي جرګه کې د غزني ولایت د خلکو استازی «عارف رحماني»‌ وايي، د غزني ولایت ګڼې سیمې او امنیتي کمربندونه د طالبانو تر محاصرې لاندې دي او ځیني یې په بشپړ ډول له منځه تللي، چې دده په خبره، که حالت همداسې روان و بشپړ غزنی به سقوط‌ شي.

دده په خبره، طالبانو هوډ کړی چې د راتلونکي اختر لمونځ به په غزني ښار کې اداء کوي.

ورته مهال د ولسي جرګې نور غړي‌ هم د یو شمېر ولایتونو د امنیتي وضعیت د خرابوالي‌ له امله اندېښنه ښيي، او له خلکو خواست کوي‌ چې د کابل حکومت عسکرو ملاتړ وکړي.

د غزني د سقوط وړاندوینې داسې مهال دي، چې له تېرو څو ورځو راپدېخوا د یاد ولایت د قره باغ ولسوالي د طالبانو تر محاصرې لاندې ده او په سیمه کې شته دولتي عسکر د طالبانو له لوري کلابند شوي‌ دي.

روانه اوونۍ د ملي امنیت شورا سلاکار «حمدالله محب» د یوه لوړپوړي پلاوي‌ په ملتیا غزني ولایت ته تللی و او هلته یې له ځايي امنیتي مسئولینو سره د لیدنې په مهال ټینګار کړی و، چې د طالبانو په وړاندې عملیات باید پراخ کړل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x