شعـــــرونه

نارې هجوم کې/ اجمل ښکلی

اجمل ښکلی

ښه نو زه هم بايد چې ووهم نارې هجوم کې؟
ښه نو زه هم بايد شامل شمه په دې هجوم کې؟

غواړې چې والوځې هوا ته د غبار په وزر!
خپل احساسات څومره ارزانه خرڅوې هجوم کې

عجب سړی يې چې خيال هم لرې د خپلې آبرو
لا روغې هم غواړې دا بندې دروازې هجوم کې

زړه مو  اباد په تصور ستا د لېمو ساتلی
بلې ساتلې موږ په لپو کې ډيوې هجوم کې

لېوني کړي دي جذبې د ثوابونو خلک
پوښتنه مه کوه د ورانې ميکدې هجوم کې

د ژوند سرود د کڼو ښار ته غږوو اجمله
وړو په اوږو د ارمانونو جنازې هجوم کې

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x