افغانستان

د امريکا لوی درستيز: د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته د افغانستان راتلونکی د اټکل وړ نه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د امريکايي پوځ لوی درستيز ډګر جنرال مارک ميلي ويلي، افغانستان شاوخوا درې سوه زره پوځ لري او له تېرو څو کلونو راهيسې د امريکا او نړيوالو ځواکونو له لوري په ښه توګه روزل شوی، خو د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته دا اټکل ستونزمن دی، چې دوی به د طالبانو پر خلاف د جګړو توان ولري او که نه؟

يوه خبريال پوښتنه وکړه، چې د بهرنيو ځواکونو له وتلو وروسته به دا ځواکونه پر خپل حال پاتې شي که ړنګ به شي؟ جنرال مارک ميلي وويل، چې د افغانستان راتلونکي په اړه اټکل ستونزمن دی او هلته ډېرې شونتياوې شته.

دغه امريکايي جنرال، چې د افغانستان په جګړه کې يې هم ونډه اخيستې وايي، دا شونې ده، چې افغان حکومت او پوځ پر خپل حال پاتې شي او بل لور ته داسې شونتيا هم شته، چې بدې پايلې رامنځته شي.

د جنرال ميلي په وينا دوی بايد تر راتلونکي دوبي انتظار وکړي، چې د ګرمۍ دا موسم څنګه تېريږي؟

د امريکا لوی درستيز دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل پيل شوي او د سپټمبر تر يوولسمې به د ټولو بهرنيو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي.

د امريکا او طالبانو تر منځ د دوحې تړون له مخې بايد د روانې مې مياشت تر لومړۍ نېټې ټول بهرني پوځيان له افغانستانه وتلي وای، خو د امريکا ولسمشر جو بايډن تېره مياشت د افغانستان په اړه د خپلې تګلارې د اعلانولو پر مهال د روانې جګړې د پای ته رسولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې د روانې مې مياشت له لومړۍ نېټې به د ټولو بهرنيو ځواکونو وتل پيلږي او د سپټمبر تر ۱۱مې نېټې به بشپړه شي.

طالبانو د امريکايي ځواکونو د وتلو هرکلی کړی، خو د بايډن له لوري د ځواکونو ناوخته وېستل يې د دوحې له تړونه سرغړونه بللې ده.

طالبانو ويلي، چې امريکايي ځواکونه بايد د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستان وتلي وای، خو د بايډن پرېکړه يې د دوحې د تړون نقض بللې او ويلي يې دي، چې له دې وروسته پر بهرنيو ځواکونو د بریدونو لاره خلاصه ده او په دې اړه د راتلونکو ګامونو لپاره دوی د خپلو مشرانو وروستۍ پرېکړې ته سترګې پر لاره دي.

د امريکا لوی درستيز ويلي، د بهرنيو ځواکونو د وتلو لپاره سپټمبر وروستۍ نېټه ده او ښايي تر دې مخکې هم د ټولو ځواکونو د وتلو لړۍ بشپړه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x