افغانستانسولې اړوند خبرونه

زلمی خلیلزاد کابل ته رارسېدلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۳ غوايي، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی «زلمی خلیلزاد» په نا اعلان شوي‌ سفر پلازمېنې کابل ته را رسېدلی.

ویل کېږي، نوموړی به په خپل دې سفر کې د کابل حکومت له مشر «اشرف غني»، د پخلاینې عالي شورا له رییس «عبدالله عبدالله» او نورو چارواکواو سیاسیونو سره وویني او د افغانستان د سولې په تړاو به ورسره وغږېږي.

زلمی خلیلزاد داسې مهال کابل ته رارسېدلی، چې د ناټو او امریکا د تازه پریکړې په اساس له افغانستانه د بهرنیو پوځیانو د وتلو لړۍ پیل شوې او ښایي د روان میلادي کال د سپتمبر میاشتې تر پایه ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي.

خلیلزاد کابل ته تر راتګ وړاندې ازبکستان ته تللی و او هلته یې د کابل حکومت له مارشال «دوستم» سره لیدلي و او د افغان سولې په اړه ورسره غږېدلی و.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x