نظــر

د اسلام او دموکراسۍ (ليبراليزم) توپيرونه

عبدالغفار سربڼ

د دموکراسۍ وطني مينه وال دومره په خپله مينه کې ډوب شوي چې د دموکراسۍ د ښکلي کولو لپاره په اسلامي نصوصو کې حجتونه او احکام لټوي. دغه ستونزه فقط يوه افغاني سرخوږ نه دی بلکې په ټولې نړۍ کې او خصوصاً اسلامي هيوادونو کې هم په يو ستر ټولنيز ناورين بدل شوی.

زه ډير خواشينی په دې يم چې حتی زمونږ په خپلواکۍ مين پوهان د نيمګړي اسلامي او قراني معرفت له امله داسې ګومان کوي چې اسلام او دموکراسي له يو بل نه پردي نه دي او زيات توپير نه لري. هيهات او افسوس د دوی پر دغه باطل ګمان.

د بشر په تاريخ کې له ليبرال دموکراسي نه ستر غليم او دښمن د اسلام په وړاندې نه دي تير شوي. هو دهريت او نور منسوخه اديان پس له شرک او بت پرستۍ نه له اسلام سره په اوږدې او بيرحمانه جګړې کې ګير و خو د اسلام غلبه پر دغو ياد شويو مسلکونو تاريخي واقعيت ګرځيدلی. ولې دموکراسي چې د غربي ليبراليزم او ريفورميزم زيږنده ده، د اسلام جګړې ته له دننه او له اصلاحي طرحو سره راودانګل.

لوتر کشيش د کاتوليک کليسا په خلاف پاڅون وکړ او د خپل اصلاحي منهاج بنسټ يې د دولت او دين د جدايي په نامه اعلان کړ. د پاپانو د حاکميت په خلاف دا قيام او اداره او د صليبي دين تفکيک او کليسا د دنيوي دندو رخصتول او په اخرت د هغه مشغولول دا وو د ريفورميستانو او لوتريانو مرام.

کليسا غربي نړۍ زندۍ کړې وه، د جنت د دروازو کيلي يې پلورلې، پاچا سره برابر پاچايان وو او ښځې يې د شيطان د شريکانو په پلمه او ګناه ژوندۍ سوځولې.د صليبيانو د عقايدو تفتيش کې يې ميليون ميليون خلک ووژل، له دغو ټولو ناخوالو نه په استفاده لوتر نوې کليسا جوړه کړه او نوم يې پروتستانت (اعتراض کوونکې )کليسا وټاکله.
دوی دا ويل چې ديني چارواکي دې د اخرت په چارو بوخت شي او دنيايي چارې دي نور خلک اداره کړي. خلک د کاتوليک له کليسا نه پکو او په فغان وو، نو د لوتر هرې غوښتنې ته يې لبيک وويل. هماغه و چې د پخواني کليسا ترڅنګ پس له اوږدو جګړو او وينه بهيدو نه يو نوی دين او ايين وزيږيد. پروتستانتيزم. کرار کرار د کلونو په تيريدو سره کاتوليکه کليسا هم د لوتر پر پل قدم کېښود او خپله کليسا يې له دولت او سياست نه بېله کړه او د خپلو مالي امتيازاتو د ساتلو په شرط د نوي دين په لار روانه شوه.

خلاصه د شلمې پېړۍ په نيمايي کې سيکولريزم د دين او دولت جدايي د يوه نوي دين په حيث نړيوال حيثيت او هويت تر لاسه کړ چې د دغه نوي دين انګازې او اوازې او راتګ حتی اسلامي او غير اسلامي نړۍ وننګوله او هلته يې هم ډير عاشقان پيدا کړل، هو دموکراسي، ليبراليزم او جمهوريت د تقدس درجې ته ورسول شو. د هغه سپيڅلتيا تر هغه حده ورسيدله چې حتی پر قران ميين مجاهدينو هم دا يقين پيدا کړ چې ګواکې دغه بڼه حکمراني او حاکميت بې بديله نسخه ده او اسلام سره اړخ لګوي که څوک له هغه سره مخالفت کوي نعوذ بالله باغي او طاغي دي. راځي لږ د اسلام او دموکراسۍ پر توپيرونو تم شو.

اسلام لکه چې څرګند حقيقت دی الهي دين دی او پر الهي احکامو ولاړ دی.

دموکراسي ځانته دين دی. د انسان په لاس جوړ شوی دين چې پر وضعي قواعدو او احکامو دريدلی. کله چې يوې عقيدې ته الهي حجت او اثبات نه وي موجود او هغه ته د تقدس او معبود مقام ورکړل شي نو هغه خامخا لکه نور منسوخه اديانو د انسان د لاس جوړ شی بلل کېږي.

دموکراتان وايي چې دين کې ديني چارې يعنې عبادات تر سره کېږي او سياست او دولت کې دنيايي چارې پرمخ بيول کېږي يو د بل په چارو کې بايد مداخلت ونه لري. خو دا ادعا ځکه باطله ده چې: دوی الهي دين او احکام له دنيايي چارو نه لرې کول غواړي نه هغه نوی دين چې دوی پخپله جوړ کړی. د دوی دين کې کتاب جوړ شوی، اساسي قانون او نور موضوعه قوانين دي. يعنې د بشر په لاس جوړ شوی کتاب. دوی فقط هاغه دين له دنيا نه رخصت کوي چې د الهي احکامو او حدودو پر بنا ولاړ وي ولي خپل قواعد د دين په بڼه پر دنيايي چارو او دندو حاکمول غواړي.

هلته چې اسلام نازل شو د ټول بشريت لپاره د يو کامل دين په توګه راغی چې هم د دنيايي چارو لپاره او هم د اخرت د ګټلو لپاره په کې قواعد او دساتير په رڼا بڼه څرګند شوي وو او اصولاً دنيا او اخرت سره نه شي بېلېدلی. دنيا مشغولتيا ازمايښت دی د اخرت د ګټلو لپاره. څوک چې عبادات له معاملاتو جلا کوي نيت کې يې شک دی.

خو دموکراسي په حقيفت کې د صليبي ظلم او د غربي نيمه غلامي حاکميت په خلاف يو حرکت وو چې د خلکو د چېغو غږ تر اسلامي نړۍ رارسيدلی وي.
غربي باچاهي نظام پر بيرحمانه استبداد استوار نظام و. اصلاح غوښتونکي ددې لپاره چې صليبي دين د اسلام په مقابله کې خپل شتون ته دوام ورکړلی شي او ظاهراً د اسلامي عادل نظام سره مسابقه وکولی شي نو د خلکو له اعتراض نه په استفاده دغه نوی نظام او حقيقت کې دين جوړ کړ. پس له دې چې صليبي جګړو غربي نړۍ ته کومه لاسته راوړنه را نه وستله او ورځ تر بلې د اسلامي حاکميت په مخ کې سنګرونه له لاسه ورکول دغه نوي حيله او دسيسه دوی طرح او پلې کړه. هو دا يو رښتينی حقيقت دی چې سيکولريزم او ليبراليزم دومره د کليسايي نظام په خلاف نه وو جوړ او سمبال شوي هومره چې د اسلام په خلاف. اصلي دښمن اسلام و کاتوليکه کليسا هسې د ظلمونو په نتيجه کې د نزع حال درلود. خو اسلام په بريا مخ پر لويديځ روان و.

اسلامي نظام اصلاً د عدل پر بنا دريدلی او استوار دی. په هغه کې برابري او مساوات نه شته. تعادل شته تناسب شته توازن شته (بيلانس)اصول، قواعد او احکام يې د نسبيت او عدل پر بنا خلق شوي او د هغو خالق الله دی. شک نه شته چې موضوعه قوانين هم په کې شتون لري خو تل له قراني او الهي احکامو سره په مطابقت کې او نه په ټکر کې. الهي نظام او خلقت ټول د عدل پر تدبير تيار شوي.

خو دموکراسي ټوله د خلقت د نسخې خلاف د برابرۍ، مساوات او انصاف پر فورمول جوړ دي. دغه زړه وړونکي الفاظ حقيقتاً د خلکو د غولولو لپاره کارول شوي وو او نن هم دي. هيڅ داسې يو ځای نه شته چې هلته دې دندې او چارې د مساوات او برابرۍ په اساس مخکې بيول شوي وي. دا هسې يوه حيله ده او عوام غولونه. د فرانسې له انقلاب نه دوه سوه او دو ديرش کاله تير دي خو چا انصاف او مساوات په سترګو ونه ليد.

تور پوستکې تور او سپين پوستکي سپين پاتې دي او هومانيزم او” انساندوستي” هسې دروغ او فريب دي.
فقير او شته من برابر حقوق نه لري. نه په خوړو، نه په صحي او نورو خدماتو کې سره شريک بلل کېږي.

هوښيار او غبي ښکلي او بد رنګه نارينه او ښځې د قانون له مخې برابر دي خو عملاً طبقاتي ژوند دی.  د دوی په اعتراف د بېوزلۍ او شتمن تر مينځ فرق او فاصله هره ورځ غټيږي.

د اسلامي عقيدې له مخې اصلي حاکم الله دی او د ځمکې په سر يې چاته چې الله يې غواړي په امانت ورکوي چې ددغه حاکم دنده د الهي احکامو پر بنا د الله د مخلوق خدمت دی نه پر هغوی باداري او اقايي. او مسول دي. عدل د اسلامي نظام اصلي موخه بلل کېږي.

خو په يوې دموکراسۍ کې ظاهراً د کاغذ پر مخ خلک يا ولس د واک اصلي څښتن بلل کېږي ولي ددغو هيوادونو ولسونو ته پته لګيدلې چې ټول واک د شتمنو ډلو په لاس کې يوه بازيچه ده چې کله د يوې ډلې په لاس کې او کله د بلې ډلې په لاس کې پريوزي او هيڅکله د عوامو لاس ته نه غورځيږي.
ټاکنې او انتخابات ددغې لاس په لاس کېدلو مسابقه او مجادله بلل کېږي. په لسهاوو کلونه چوکۍ هماغه ګوندونه هماغه مشران له هماغه کورنيو چې شتمن دي او لوبه هم هماغه چليږي. د بيوزلۍ برخه زحمت تلاش او ماليه ورکول دي خو د شتمنو برخه واکداري، اسلامي نظام، پر حقوقي او اخلاقي دساتيرو او قواعدو باندې يو استوار نظام دی. اخلاق، اصلاح، نيکي او له هرشي نه مهم تقوی ددغه نظام محکم بنسټ جوړوي.
تقوی او د الله له محاسبې، عدل او مواخذې نه ډار، تل احتياط او ځان له هوس او خواهشاتو نه ساتل د وګړو او مؤمنانو وجيبه ده. د اسلام د جوړښت يو بنيادي رکن همدا تقوی بلل کېږي. دا هغه معيار او د تلې ډبره ده چې الله د بنده اعمال د هغه په وسيله تلي.

ټولنې پرته له اخلاقي او حقوقي ارزښتونو او دساتيرو او قواعدو نه شي چليدلی. اخلاقي ارزښتونه د ښه او بد نيکي او بدي ظلم او رحم مينه او کېنه درواغ او رښتيا ريا او رښتينولي غولول او صداقت قناعت او بخل او حرص…. خلاصه ګناه او ثواب نه سرچينه اخلي. اسلامي ټولنه که له اخلاقي اصولو نه فارغه شي نو بيا اسلام او ايمان فقط په کتابونو او چېرې په کوم مسجد کې بندي پاتې کيږي او خلک هره شيبه له هغو نه لرې کېږي. اخلاقي ارزښتونه اصولاً له ديني او معقولو هويتي او عنعنوي تهذيب سره ټينګ پيوستون لري.
کله چې جګړه او ناورين او يا بهرنی اشغال راشي نو دغو ارزښتونو ته زيات ضرر رسيږي. هر افغان دا حقيقت په عيني سترګو ويني چې د اشغال په پايله کې زمونږ اخلاقي ارزښتونه څومره د تباهۍ کندې ته وليدلي.
د يرغلګرو اول هجوم پر اخلاقي بنسټونو وي، بيا کله چې دا ترسره شو نو هاغه خپل ارزښتونه په اسانۍ پر خلکو منل غواړي.
له همدې کبله اسلامي نظام تل د اخلاقي قواعدو او ارزښتونو نه پرستاري او مواظبت کوي تر څو د خلکو ايمان ته تاوان ونه رسيږي.

په يوه اسلامي نظام کې ايمان، اخلاق او حقوق داسې سره اوبدل يا پييل شوي چې اصلاً نه بيليدونکي دي. خو يو دموکراتيک نظام تل دا تلاش کوي چې اخلاقي نورمونه او قواعد کمزوري کړي او د هغو په ځای موضوعه قواعد او نورمونه وضع او عملي کړي. خلاصه داسې وخت راغلی چې نن په اکثرو غربي دموکراتيکو هيوادو کې له اخلاقي ارزښتونو نه فقط نوم پاتې دی. دا ځکه چې د اخلاقي دساتيرو ځای په ټولنه کې حقوقي نورمونو نيولی، اخلاق او دين رخصت شوي دي.
دوی اخلاق او دين ګناه او ثواب نيکي او بدي، دا ټول شخصي کار بولي نه ټولنيز، نو په همدغه دليل که څوک کال کې يو ځل خپله وينه کوم ناروغ ته ورکړي نو دا يوه ستره قهرماني ده نه يوه اخلاقي وجيبه. که څوک قتل وکړي دا کار د حقوقي قواعدو له مخي جرم او د جزا وړ دي ولې وګړي فقط په همدغه هويت او نوم دا عمل پيژني چې ګواکې قانوني ضد کار دی نه داسې چې اول دا قبول کړي چې دا عمل ګناه ده، اخلاقي جرم دی او بد دی او د خالق نه دی خوښ او د خلکو نه دی خوښ او کريهه کړنه ده.

مثال: څو ځلې دا پېښ شوي چې د امريکې يا فرانسې هيوادونو مشران په جنسي تيريو او يا په رشوت ګير شوي خو دوی بيا برائت موندلی ځکه اول خو دوی قانوني مصؤنيت درلود ولې اصلاً قانون دا اخلاقي جرم نه ګڼي بلکه شخصي او ذاتي بڼه ورکوي.

وګړي په يوه دموکراتيک هيواد کې له قوانينو نه سرغړونې ځکه نه کوي چې د حقوقي نورمونو له مخې د جزا وړ دي، نه په دې دليل چې ګناهګاره کيږي يا اخلاقي ضد عمل بلل کېږي. کرار کرار وګړي له اخلاقي پلوه د سقوط خواته درومي.

اخلاق او دين کورنۍ ته خيانت يعنې زنا په هره بڼه چې وي د مواخذه وړ ګڼي خو د ليبرال دموکرات حقوق فقط هاغه وخت دا عمل جرم او د جزا وړ ګڼي چې زور او تجاوز کارول شوی وي. يعنې رضا کارانه فحشا کوم حقوقي مسوليت نه راولي. دا ځکه چې دا عمل ګناه نه بلل کېږي.
د افغانستان دا تير څلويښت کلن تاريخ په څرګند ډول دا جوته کوي چې په ښارونو کې د غربي دموکراتيکو قواعدو په شتون کې څومره اخلاقي ارزښتونو ته د شتون ساحه تنګه شوې ده.

غلا، زنا، برمته کول، کېسه بوري، رشوت او قتل ګناه نه شميرل کېږي، سره له دې چې کابل اداره داسې يو جزايي قانون په لاس کې لري چې له زرو صفحو نه هم دروند او ضخيم دي خو پيسې هر بد عمل ته جامې وراغوندي او جرمونه زياتيږي.

دنيا کې دا تجربه شوې چې چېرته چې د حقوقي دساتيرو په زور اخلاقي قواعد او ارزښتونه ځپل شوي دي او دين او اخلاق ناچله شوي او له نظام نه شړل شوي دي جنايات او جرمونه ناورين راوستلي دي.
نو څه رنګه به اسلام او دموکراسۍ يو ځاي سره مخلوط کړل شي.

د ديموکراسۍ او اسلام تر مينځ بنسټيز او بنيادي توپير هلته څرګنده بڼه غوره کوي چې د معاملاتو او اقتصاد نوبت او وار رارسيږي.

دموکراسي او ليبرال نظام د ازاد بازار اقتصاد پر بنياد جوړ او اباده دی. دغه نظام کې هر شي او جنس پلورلو او پيرودلو(خريد وفروش) ته وړاندې کېږي. هر شی بيه لري، حتی عواطف!؟ د انسان مزدورول او اجيرول او د هغه د کار طاقت رانيول او د هغه د کار او زيار د ثمرې او فايدې ځانته کول ددې نظام اولنی او اخرنی مهارت دی.
کاريګر داسې حالت ته راوستل چې پرته له دې چې خپل د کار قوت وپلوري د ژوندانه د اړتياوو د پوره کولو لپاره بله کومه مايه او ذخيره نه لري او دغې معاملې ته دې مجبور دي. دده د کار اوقات داسې جوړوي چې په کم وخت پر ده حد اکثر ډير کار وکړي.

چل ول په دغه نظام کې د سرماي دار اصلي دنده ده. خلاصه د نظام بنسټ پر ظلم او شيره کښلو استواره دی، په دغه نظام کې ضعيف، غبي، بد شکلي انسان… له هوښيار او قوي او ښکلي سره عادلانه حقوق نه لري. د عدل ځای ناستی ظلم دی.

خو لکه چې څرګنده ده په اسلام کې د کاسب او زيارکښ انسان ډير قدر کېږي. الکاسب حبيب الله. عدل د دغه نظام په ټولو معاملاتو کې واکداري کوي. فقير، يتيم، کونډه، غبي، ناروغه، معلول او معيوب او بد شکلي وګړي ټول ځانته عادلانه او واجبي حقوق لري. دا حقوق د قراني نصوصونه نيولې بيا تر موضوعه قوانينو په رڼا کې او بيا د کلکو اخلاقي نورمونو او ارزښتونو په مرسته تنظيم شوي دي. ظلم د دغو قواعدو په شتون کې بقا نه لري. عدل د اقتصادي جوړښت زړي او بنياد بلل کېږي.

بل ژور توپير چې د دموکراسۍ او اسلام په مينځ کې څرګند دی هغه د سود او ربا عمل دی.

ټولو ته معلومه ده چې سرمايه داري او د هغه نقاب پر مخ (ولسواکې!!؟) دموکراسي نظام د سود او ربا پر مټ ژوند کوي. د دغه نظام محرکه قوت او زړه همدا ربا او سود ګټل دي. سود ګټل په کم زيار او کم مصرف او کمي سرمايي د هر ليبرال نظام غايي او اصلي مقصد دی، دا وګړي نه وايي بلکه ددغو هيوادونو شته من او چارواکي هره ورځ دا په افتخار وايي. ماته د نبي صلي الله عليه وسلم يو حديث لاس ته راغلي چې صحيح دي:
“لياتين علي الناس زمان لا يبقي احد الا اکل الربا فمن لم ياکله اصابه من غباره “(سنن ابي داود ۳.۲۴۴/۳۳۳۱)
داسې وخت پر خلکو راتلونکي دي چې نه پاتې کېږي، داسې کس چې ونه خوري سود ربا خو هغه کس چې يې نه خوري د ربا په غبار مصاب کېږي. ابي داود.

د محمد نبي صلوات عليه همدا معجزه ده چې دا حالت يې وړاندوينه کړې ده ترڅو خپل امت خبردار کړي. کله چې دا ويل شوي د ننني دموکراسۍ نوم او نښې هم نه وې معلومې. خو دغه دی مونږ يې د سر په سترګو ګورو.

هو! دنيا کې داسې يو سيمه نه شته چې هلته دې ليبرال نظام نه وي رسيدلی، هلته چې نه دي رسيدلي نو د سود او ربا نښې نښانه جوت ليدل کېږي. چې هماغه يې غبار دی. سرمايه داري او دموکراسي پرته له سود نه يوه اوونۍ هم ژوند نه شي کولای لکه زمين داري او غلامي، د تاريخ کندې ته غوزاريږي. ايا اسلام کولای شي د سود او ربا له نظام سره پخلا شي.

زه دا پوښتنه په ډير ادب له هغو پوهانو کوم چې کله د اسلام له منبر نه او کله د خپلواکۍ او وطن دوستي له ستيژ نه دا زيار باسي چې اسلام له دموکراسۍ سره پخلا کړي او لکه ښځه او ميړه سره واده کړي په کوم ډول او د کوم حجت او نص پر بنا دا کار دوی کول غواړي.

يوه ليکنه خلاصه نه وي چې بله ليکي او نشريږي اخر کله به د يوه علمي بنياد پر اصولو د خپلو خوبونو اصلي انځور له مسلمان امت سره شريکوي. اخر دا خو ګناه ده چې د کتاب ځينې برخې چې په هوس يې برابر وي را اخلي او بيا بله برخه پريږدي او دا ادعا کوي چې ګواکې اسلام له دموکراسۍ سره په ټکر کې نه دی. استغفرالله، اعوذ بالله.

چاته نه ده څرګنده چې سود خوړل حرام دي. الله فرمايلي دي چې ربا خوړونکي، سود ورکونکي او د ربا د معاملې ليکوونکي درې واړه دې ځان د الله او رسول صلی الله عليه وسلم جنګ ته تيار کړي.
څوک چې دغه نظام پر خلکو د اسلامي نظام پر ځای ټينګول غواړي ايا له الله سره په جګړه کې نه دي. نو دا څه رنګه جرات دی چې سيکولريزم او دموکراسي له ربا سره د افغانستان د دردونو دوا او د فقر نسخه ګڼي.

زما دغو وطنوالو ته دا پيغام دی چې خپل خلک پس له څلورو لسيزو تجربو د ترقۍ او ودانولو په بهانو بيا د سرمايه دارۍ او دموکراسۍ حلق او ګيډې ته مه ورخطا کوئ، په زښت زيات تلفاتو او قربانيو يرغلګر اشغالګر له وطن نه لاس په سر وتښتيدل اوس په نويو حيلو او پلمو وطن د ودانولو په خاطر د جهاني بانک او وجهي بين المللي صندوق او نورو غربي نړۍ ربا خورو او سود خوړو پورونو او بانکونو ته په لاس مه ورکوئ. دا زه په تحقيق ويلی شم چې که د اسلامي نظام پر ځای بيا دموکراسي يا نيمګړی اسلامي نظام افغانستان کې راغی نو دا هيواد به په قرنونو د سودي لويديځ نظام له منګولو خلاص نه شي او مريي مريي به وي. په دې خبره کې زه يواځې نه يم زمونږ بيداره وطنوال هم همدا ګمان لري.

اخري کرښې:
باور وکړئ چې ځان قانع کړم چې ځه اوس خو له دغه اشغال نه وروسته زمونږ پوهان حد اقل دغه دموکراسي تجربه کړه بيا به د هغه د جوړولو ارزو او هيله نه کوي خو چې ګورم اوس بيا دا تلاش کېږي چې ليوان له پسونو سره په يوه داسې رسۍ وتړل شي چې د ليوانو منګولې او غاښونه پسونو ته رسيږي خو پسونه حتی د تيښتې لار هم نه لري. نو ځکه له مجبوريته او د خپلې غاړې د خلاصون لپاره دا ليکم.

الله دې موږ ته عفوه او هدايت وکړي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

سربڼ صاحب ، په قلم او ګوتو دی برکت شه ، بلکل همداسی ده چه تاسی وایاست لمړی خو دموکراسی کی ولسواکی دکومه شوه ، هماغه خاین د امریکا پانه ډالرو وکیل او جمهور ریس جوړیږی چه د امریکا غلام وی رایوی په بیه اخستل کیږی هغوی ګټونکی وی چه سرمایدار او د خلکو رایو په بیه رانیسی ، هغه کس یو ډم ، یو لوچک او نابوهه غل انسان وی الهی اصول خو پریږده د انسڅانی اصولو جوړولو جوګه هم نه دی امریکایان ورته قانون په پشتو او فارسی ژبو ژباړی او د دغه وکیلانو نوم پری ږدی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x